متلونه 16 - Pakistani Yousafzai Pashtoشپاړسم باب 1 انسان په خپل زړۀ کښې منصوبې جوړوى، خو د هغوئ فېصلې مالِک خُدائ کوى. 2 د انسان په نظر کښې د هغۀ ټولې لارې هغۀ ته پاکې ښکارى، خو مالِک خُدائ د هغۀ نيت آزمائى. 3 هر يو کار چې تۀ کوې هغه مالِک خُدائ ته سپاره، نو ستا منصوبې به کاميابې شى. 4 مالِک خُدائ هر څۀ د خپل مقصد د پوره کولو دپاره پېدا کړى دى، تر دې چې بدکاران يې هم د تباهۍ د ورځې دپاره پېدا کړى دى. 5 مالِک خُدائ د ټولو مغروره خلقو نه نفرت کوى. په دې يقين لرئ چې دوئ به بېسزا پاتې نۀ شى. 6 د مينې او وفا په ذريعه ګناهونه وينځلے کيږى، د مالِک خُدائ يره انسان د بدو کارونو نه بچ کوى. 7 کله چې مالِک خُدائ د چا د کردار نه خوشحاله وى، نو د هغۀ دشمنان به هم د هغۀ په امن کښې اوسيږى. 8 په صداقت سره لږه ګټه ښۀ ده د هغه ډيرې ګټې نه چې په بېاِنصافۍ وى. 9 انسان په خپل زړۀ کښې ځان ته د تګ لاره جوړوى، خو مالِک خُدائ د هغۀ د قدمونو رهنمائى کوى. 10 د بادشاه خبرې درنې وى، نو په کار دے چې هغه اِنصاف پټ نۀ کړى. 11 صحيح تله او ناپ کول د مالِک خُدائ د طرفه دى، هغۀ د اِنصاف معيار قائم کړے دے. 12 بادشاهان د غلط کارونو نه نفرت کوى، ځکه چې د هغوئ تخت د صداقت په بنياد جوړ دے. 13 بادشاهان د رښتينو شونډو نه خوشحاليږى، او هغوئ هغه انسان سره مينه کوى څوک چې رښتيا وائى. 14 د بادشاه غضب د مرګ پېغام دے، خو هوښيار انسان به د هغۀ قهر سړوى. 15 هر کله چې د بادشاه تندے روڼ وى نو دا د ژوندون زېرے دے، نو په دې وخت کښې د هغۀ رحم داسې وى لکه د سپرلى وريځې چې باران ورَوى. 16 د حِکمت حاصلول د سرو زرو نه څو چنده ښۀ دے، او د عقل حاصلول د سپينو زرو نه څو چنده ښۀ دے. 17 د نېکانو لارې د هر قسم غلط کار نه لرې وى. هر هغه څوک چې د خپلو لارو خيال ساتى نو هغه خپل ژوند بچ کوى. 18 غرور انسان د تباهۍ طرف ته بوځى، او د راپرېوتلو نه وړاندې تکبر راځى. 19 د انسان دپاره دا بهتره ده چې عاجز خويه وى او د مظلومانو سره ناسته پاسته کوى، د دې په ځائ چې د مغرورانو په غنيمتونو کښې شريک شى. 20 هر څوک چې لارښودنو ته توجو ورکړى نو کامياب به وى، او بختور دے هغه څوک چې په مالِک خُدائ باور کوى. 21 څوک چې هوښيار وى هغه تميزدار ګڼلے شى، نرمې خبرې په هدايت کولو کښې ښۀ اثر کوى. 22 د هغه چا دپاره حِکمت د ژوند سرچينه ده څوک يې چې لرى. خو کم عقلتوب د بېوقوفه دپاره د سزا باعث کيږى. 23 د قابل سړى زړۀ د هغۀ خولۀ قابو کوى، او د هغۀ کلام موثر کوى. 24 نرمې خبرې د شاتو د ګبين په شان وى، د ځان دپاره خوږې او د هډوکو دپاره درمان وى. 25 يوه داسې لار شته چې انسان ته صحيح ښکارى، خو په آخر کښې هغه د مرګ طرف ته تلې وى. 26 د مزدور لوږه هغه په کار لګيا کوى، ځکه چې هغه خپله لوږه ختمول غواړى. 27 بدعمله داسې کار لټوى چې نورو ته ترې نه تکليف ورسيږى، د هغوئ خبرې هم سوزونکے اور ورَوى. 28 بدکاره انسان لانجه جوړوى، چغلخور نزدې دوستان په خپلو کښې جدا کوى. 29 ظالمان خپل دوستان بېلارې کوى او د تباهۍ طرف ته يې بوځى. 30 هر هغه څوک چې سترګې وروځې وهى هغه کږې وَږې منصوبې جوړوى، او څوک چې خپلې شونډې مروړى نو هغه په غلطو منصوبو سر شوى وى. 31 سپين وېښتۀ د عزت تاج دے، کوم چې د صداقت د ژوندون نه حاصليږى. 32 صبرناک انسان د يو طاقتور سپاهى نه بهتر دے، څوک چې په خپله غصه قابو ساتى، د هغه چا نه بهتر دے چې يو ښار فتح کوى. 33 انسان خو مېدان ته چکه ولى، خو د هر چا فېصله د مالِک خُدائ په لاس کښې وى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society