Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

متلونه 13 - Pakistani Yousafzai Pashto


ديارلسم باب

1 هوښيار زوئ د خپل پلار تربيت قبلوى، خو يو جاهله انسان ملامتيا ته غوږ نۀ نيسى.

2 ښۀ انسان د خپلې خولې د مېوې نه د ښۀ څيزونو خوند اخلى، خو د غدارانو زړونه د ظلم کولو خواهش کوى.

3 څوک چې خپله ژبه په قابو کښې ساتى نو هغه خپل ژوند بچ کوى، خو چې څوک نۀ ساتى نو هغه به تباه شى.

4 يو ناراسته کس ډېر څۀ غواړى خو څۀ ورته نۀ ملاويږى، خو د محنت کوونکى خواهش تر سره کيږى.

5 صادقان د دروغو نه نفرت کوى، خو د بدعملو کارونه د بې‌شرمۍ او بې‌عزتۍ سبب کيږى.

6 صداقت د نېکو خلقو لارې ساتى، خو شرارت بدعمله تباه کوى.

7 يو انسان خپل ځان داسې ښائى چې ګنې مالداره دے خو هيڅ هم نۀ لرى، خو يو بل انسان خپل ځان غريب ښائى، خو په اصل کښې ډېر زيات مالداره وى.

8 د يو انسان مال دولت کېدے شى چې د هغۀ د ژوند فديه ورکړى، خو غريب انسان ته خو څوک دهمکى قدرې هم نۀ ورکوى.

9 د صادقانو رڼا ډېره ځليږى، خو د بدعملو ډيوه په مړه کېدو ده.

10 غرور صرف لانجه پېدا کوى، خو حِکمت په هغوئ کښې وى څوک چې نصيحت منى.

11 حرام مال دولت به زر ختم شى، خو هغه څوک چې په ورو ورو مال جمع کوى هغوئ به دا اضافه کړى.

12 هغه اُميد چې په وخت پوره نۀ شى نو زړۀ بيماروى، خو کوم خواهش چې پوره کيږى نو هغه د ژوندون ونه ده.

13 څوک چې ښۀ نصيحت ته سپک وګورى هغوئ به نقصانى شى، خو چې څوک د حُکم احترام کوى هغوئ ته به اجر مِلاو شى.

14 د هوښيارانو تعليم د ژوند سرچينه وى، کوم چې انسان د مرګ د دامونو نه بچ کوى.

15 ښۀ پوهه د انسان دپاره عزت پېدا کوى، خو د بې‌ايمانانو لارې سختې وى.

16 هر هوښيار سړے کار په حِکمت سره کوى، خو کم عقل د خپل جهالت اظهار کوى.

17 يو بدعمله پېغام وړونکے په مصيبت کښې راګېريږى، خو اعتمادى پېغام وړونکے د شفا باعث جوړيږى.

18 څوک چې تربيت نظر انداز کوى هغوئ به غريب او شرمنده شى، خو څوک چې نصيحت قبلوى هغه به عزتمند شى.

19 کوم خواهش چې پوره شى نو دا روح دپاره ډېر خوږ وى، خو کم عقل د بدکارۍ د اوړېدو نه نفرت کوى.

20 څوک چې هوښيارانو سره ګرځى هغه هوښياريږى، خو د کم عقلو دوستانه نقصان ورکوى.

21 مصيبت په ګناهګارو پسې روان وى، خو سوکالى د صادقانو اجر دے.

22 يو ښۀ انسان د خپل نسل دپاره ميراث پرېږدى، خو د ګناهګارو مال دولت صادقانو ته حواله کيږى.

23 د غريب سړى پټى به ډېره غله پېدا کوى، خو بې‌اِنصافى به دا هر څۀ جارُو کوى.

24 هغه څوک چې خپل زوئ نه د تربيت چوکه لرې ساتى هغه د هغۀ نه نفرت کوى، خو هغه څوک چې ورسره مينه کوى هغوئ يې په تربيت ورکولو کښې احتياط کوى.

25 صادقان په مړه خېټه ډوډۍ خورى، خو د بدعملو خېټه اوږى وى.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan