Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

متلونه 10 - Pakistani Yousafzai Pashto


لسم باب د حضرت سليمان متلونه

1 دا د سليمان متلونه دى، يو هوښيار زوئ خپل پلار له خوشحالى ورکوى، خو کم عقل زوئ خپلې مور له غم ورکوى.

2 د حرام مال دولت هيڅ اهميت نشته، خو صداقت د مرګ نه خلاصون ورکوى.

3 مالِک خُدائ صادق اوږى کېدو ته نۀ پرېږدى، خو د بدکارانو ارمان رد کوى.

4 ناراسته لاسونه يو انسان غريبوى، خو محنتى لاسونه انسان مالداره کوى.

5 څوک چې په ګرمۍ کښې فصل راټولوى هغه هوښيار زوئ دے، خو هغه زوئ څوک چې د لو په وخت کښې خوب کوى د شرم باعث دے.

6 برکت د صادق د سر تاج دے، خو بدعمله په خپلو چالاکه خبرو سره خپل شرارت پټوى.

7 د نېکانو يادول د برکت سبب ګرځى، خو د بد کاره نوم به فنا شى.

8 هوښياران په نصيحت خوشحاليږى، خو بې‌وقوفه کړتن به تباه شى.

9 نېک انسان به په امن کښې ګرځى، خو هغه څوک چې کږې لارې اختياروى، د هغۀ کارونو نه به خلق خبر شى.

10 هغه څوک چې په ټګۍ سره سترګې وهى نو د تکليف باعث کيږى، او په بې‌فکره خبرو سره به کم عقل تباه شى.

11 د صادق خولۀ د ژوند چينه ده، خو بدعمله په خپلو چالاکه خبرو سره خپل شرارت پټوى.

12 نفرت شر جوړوى، خو مينه په ټولو بدو پرده اچوى.

13 د هوښيار په شونډو کښې پوهه موندلے کيږى، خو د ناپوهه دپاره چوکه وى.

14 هوښياران خپل عِلم ذخيره کوى، خو د کم عقل فضول خبرې تباهۍ ته دعوت ورکوى.

15 د مالداره مال دولت د هغۀ دپاره قلعه ده، خو غربت د غريب دپاره تباهى ده.

16 د صادق ګټه هغۀ له ژوند ورکوى، خو د بدکاره ګټه هغه د ګناه طرف ته بوځى.

17 هغه څوک چې اصلاح قبلوى د ژوند په لاره ځى، خو هر هغه څوک چې اصلاح کول نۀ منى نو خپل ځان بې‌لارې کوى.

18 هغه څوک چې خپل نفرت پټوى نو هغه دروغژن دے. څوک چې د نورو غېبت کوى هغه کم عقل دے.

19 هرکله چې خبرې ډيرې وى نو هلته ګناه هم موجوده وى، خو څوک چې خپله ژبه قابو ساتى هوښيار دے.

20 د صادق ژبه خالص سپين زر وى، خو د بدکاره زړۀ بې‌اهميته وى.

21 د صادق د خولې کلام ډېرو خلقو له فائده ورکوى، خو کم عقل د ناپوهۍ په وجه مړ شى.

22 د مالِک خُدائ برکت انسان مالداره کوى، او په کښې هيڅ قسم غم نۀ سېوا کوى.

23 کم عقل د غلط کار نه خوند اخلى، خو هوښيار سړے د حِکمت نه خوند اخلى.

24 د کوم شى نه چې بدکاره يريږى نو هم هغه به يې راګېر کړى، خو صادق چې د کوم شى خواهش وکړى هغه به ورله ورکړے شى.

25 هرکله چې طوفان راشى نو بدکاره جارُو کړى، خو صادق به د تل دپاره قائم وى.

26 لکه څنګه چې سرکه غاښونه برېښوى او لوګے سترګې ترخوى، نو دغه شان ناراسته د خپل مالِک دپاره دے.

27 د مالِک خُدائ يره عمر اوږدوى، خو د شرير عمر به لنډ وى.

28 د صادق اُميد خوشحالى ده، خو د بدکاره طمع به پوره نۀ شى.

29 د مالِک خُدائ لارې د صادقانو پناه ګاه وى، خو د هغه خلقو دپاره تباهى وى څوک چې بدکارونه کوى.

30 صادق به کله هم د بېخ نه ختم نۀ شى، خو بدکاره به په زمکه پاتې نۀ شى.

31 د صادق د خولې نه د عقل او حِکمت خبرې راوځى، خو کږه ژبه به پرې کړے شى.

32 د صادق شونډې په دې پوهيږى چې کومه خبره د منلو او په ځائ ده، خو د بدکاره د خولې نه صرف غلطې خبرې راوځى.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan