Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

شمېر 8 - Pakistani Yousafzai Pashto


اتم باب د ډيوو کېښودل

1 بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې،

2 ”هارون ته ووايه چې کله هغه اووۀ ډيوې په ډيوټ باندې کېږدى، نو هغه به يې داسې کېږدى چې د ډيوټ مخې ته رڼا ورکوى.“

3 هارون هم هغه شان وکړل او ډيوې يې داسې کېښودې چې د ډيوټ مخې ته رڼا وه.

4 د سر نه تر بېخه پورې ډيوټ د ټکولے شوو سرو زرو نه جوړ وو، هم د هغې نقشې په مطابق چې مالِک خُدائ موسىٰ ته ښودلې وه.


د ليويانو خِدمت او وقف کېدل

5 بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،

6 ”ليويان د نورو بنى اِسرائيلو نه جدا کړه او هغوئ پاک کړه،

7 طريقه دا ده، په هغوئ باندې د پاکوالى اوبۀ وشينده او هغوئ ته ووايه چې ټول بدن کل کړى او خپلې جامې ووينځى. نو هغوئ به پاک شى.

8 بيا يو سخے او د غلې نذرانې دپاره اوړۀ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى دا به هغوئ واخلى، او د ګناه نذرانې دپاره به تۀ يو بل غوَيے بوځې.

9 بيا د بنى اِسرائيلو ټول قوم راغونډ کړه او ليويان زما د حضور خېمې په مخکښې ودروه.

10 اِسرائيليان دې خپل لاسونه د ليويانو په سرونو کېږدى،

11 او بيا به هارون ليويان د بنى اِسرائيلو نه د خاص تُحفې په توګه ما ته وقف کړى، چې هغوئ زما خِدمت وکړى.

12 ليويان به بيا خپل لاسونه د دوو غوَيانو په سرونو کېږدى، يو به د ګناه نذرانې په توګه او بل د سوزېدونکې نذرانې په توګه مالِک خُدائ ته پېش کيږى، د دې دپاره چې د ليويانو کفاره ادا شى.

13 ليويان ما ته د خاص تُحفې په توګه وقف کړه او هارون او د هغۀ زامن د هغوئ مشران جوړ کړه.

14 نو ليويان د نورو بنى اِسرائيلو نه جدا کړه چې هغوئ زما شى.

15 کله چې تۀ ليويان پاک او وقف کړې، نو هغوئ د خِدمت دپاره مقدسې خېمې ته دننه تلے شى.

16 د بنى اِسرائيلو د ټولو مشرانو زامنو په ځائ ليويان زما دى او هغوئ صِرف زما دى.

17 کله چې ما د مِصر په مُلک کښې ټول مشران زامن ووژل، ما د بنى اِسرائيلو د هر خاندان مشر زوئ او هر يو وړومبے پېدا شوے ځناور خپل ځان ته وقف کړو.

18 اوس زۀ د بنى اِسرائيلو د ټولو وړومبو پېدا شوو زامنو په ځائ ليويان اخلم،

19 او ليويان د بنى اِسرائيلو نه د خاص تُحفې په توګه د هارون او د هغۀ زامنو په حواله کوم چې په مقدسه خېمه کښې د بنى اِسرائيلو دپاره خِدمت وکړى او هغوئ به د بنى اِسرائيلو دپاره کفاره ادا کوى چې کله هغوئ مقدس ځائ ته ډېر نزدې راشى نو چې وبا يې هلاک نۀ کړى.“

20 نو موسىٰ، هارون او ټولو بنى اِسرائيلو ليويان وقف کړل، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو.

21 ليويانو خپل ځانونه پاک کړل او جامې يې ووينځلې او هارون هغوئ مالِک خُدائ ته د خاص تُحفې په توګه پېش کړل. هارون د هغوئ دپاره د پاکوالى کفاره ادا کړه.

22 خلقو هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ د ليويانو په حقله موسىٰ ته حُکم کړے وو. نو ليويان په مقدسه خېمه کښې د خِدمت کولو دپاره د هارون او د هغۀ زامنو د مشرۍ لاندې لاړل.

23 بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،

24 ”د پينځويشتو کالو عُمر نه واخله هر يو ليوے به زما د حضور په خېمه کښې خپله د خِدمت ذمه وارى ادا کوى،

25 او چې عُمر يې پنځوس کاله شى نو هغه به نور خِدمت نۀ کوى.

26 د هغې نه پس، هغه د خپل هغه ليوى سره مدد کولے شى کوم چې په خېمه کښې خپله ذمه وارى ادا کوى، خو په خپله به هيڅ خِدمت نۀ کوى. نو داسې به تاسو ليويانو ته ذمه وارۍ حواله کوئ.“

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan