شمېر 7 - Pakistani Yousafzai Pashtoاوؤم باب د مشرانو نذرانې راوړل 1 په هغه ورځ چې کله موسىٰ د مالِک خُدائ د حضور مقدسه خېمه ودرول پوره کړل، هغۀ مقدسه خېمه او د دې ټول سامان، قربانګاه او د هغې ټول سامان په تېلو غوړ کړل او وقف يې کړل. 2 بيا د بنى اِسرائيلو د قبيلو مشران، کوم چې د مردمشمارۍ مشران وُو 3 هغوئ خپلې نذرانې مالِک خُدائ ته راوړلې، شپږ لوئې ګاډۍ او دولس غوائى، د دوو مشرانو دپاره يوه ګاډۍ او د هر مشر دپاره يو غوَيے. کله چې هغوئ دا حاضر کړل، 4 نو مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، 5 ”دا تُحفې قبولې کړه چې د مقدسې خېمې په خِدمت کښې استعمال شى، دا ليويانو ته د هغه خِدمت دپاره ورکړه کوم چې هغوئ کوى.“ 6 نو موسىٰ ګاډۍ او غوَيان ليويانو له ورکړل. 7 هغۀ دوه ګاډۍ او څلور غوائى جيرسونيانو له ورکړل، 8 او څلور ګاډۍ او اتۀ غوَيان يې مراريانو له ورکړل. دا ټول خِدمت د هارون زوئ اِتمر د رهنمايۍ لاندې وشو. 9 خو قُهاتيانو له يې ګاډۍ يا غوَيان ورنۀ کړل، ځکه چې هغوئ د کومو مقدسو څيزونو ساتنه کوله هغه هغوئ په اوږو باندې وړلے شول. 10 مشرانو د قربانګاه وقف کولو دپاره هم نذرانې راوړې. کله چې هغوئ خپلې نذرانې په قربانګاه باندې پېش کولو ته تيار شول، 11 مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”مشرانو ته ووايه چې دولس ورځې به هره ورځ يو يو مشر د قربانګاه د وقف کولو دپاره خپلې نذرانې پېش کوى.“ 12-83 هغوئ به په دې ترتيب باندې خپلې نذرانې پېش کړى. په وړومبۍ ورځ د يهوداه قبيلې مشر نحشون زوئ د عمىنداب، په دوېمه ورځ د يساکار قبيلې مشر نتنىايل زوئ د ضُعر، په درېمه ورځ د زبولون قبيلې مشر اِلياب زوئ د حيلون، په څلورمه ورځ د روبين قبيلې مشر اليصور زوئ د شدِيُور، په پينځمه ورځ د شمعون قبيلې مشر سلومىاېل زوئ د صورشدى، په شپږمه ورځ د جاد قبيلې مشر اِلياسف زوئ د دعواېل، په اوومه ورځ د اِفرائيم قبيلې مشر اليسمع زوئ د عميهود، په اتمه ورځ د منسى قبيلې مشر ګملىاېل زوئ د فداهصور، په نهمه ورځ د بنيامين قبيلې مشر ابِدان زوئ د جدعونى، په لسمه ورځ د دان قبيلې مشر اخيعزر زوئ د عمىشدى، په يوولسمه ورځ د آشر قبيلې مشر فجعىاېل زوئ د عکران، په دولسمه ورځ د نفتالى قبيلې مشر اخيرع زوئ د عينان. هره يوه نذرانه چې راوړلے شوه مِقدار يې دا وو، يو د سپينو زرو جام يو نيم کلو او يو د سپينو زرو ښانک اتۀ سوه ګرامه، دا د منلے شوى معيار په مطابق وُو، دا دواړه د اوړو نه ډک وُو او تېل ورسره ګډ وُو، دا د غلې نذرانې دپاره وُو، يو د سرو زرو لوښے يو سل او لس ګرامه د خوشبويۍ نه ډک وُو، يو سخے، يو ګډ او د يو کال ګډُورے، دا د سوزېدونکې نذرانې دپاره وُو، يو د چېلۍ بچے د ګناه نذرانې دپاره وو، او دوه غوَيى، پينځۀ ګډان، پينځۀ چېلى او پينځۀ يو کلن ګډُورى د سلامتۍ نذرانې دپاره وُو. 84-88 هغه دولسو مشرانو د قربانګاه وقف کولو دپاره هم نذرانې راوړې هغه ټولې دا دى. دولس د سپينو زرو جامونه او دولس د سپينو زرو ښانکونه، دا ټول اتۀويشت کلو وُو، دولس د سرو زرو لوښى، دا ټول يو نيم کلو وُو چې د خوشبويۍ نه ډک وُو، دولس غوَيى، دولس ګډان او دولس يو کلن ګډُورى، ورسره د غلې نذرانې هم يوړلے شوې، دا د سوزېدونکې نذرانو دپاره وُو، دولس چېلى د ګناه نذرانو دپاره وُو، او څليريشت غوَيى، شپېتۀ ګډان، شپېتۀ چېلى، شپېتۀ يو کلن ګډُورى، دا د وقف کولو نذرانې دپاره وُو. 89 کله چې موسىٰ مقدسې خېمې ته دننه لاړو چې د مالِک خُدائ سره خبرې وکړى، هغۀ د مالِک خُدائ خبرې واورېدلې چې د لوظ د صندوق د سر دپاسه او د دوه وزرو والا مخلوق د مينځ نه يې د هغۀ سره کولې. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society