Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

شمېر 36 - Pakistani Yousafzai Pashto


شپږ دېرشم باب د وادۀ شوو ښځو ميراث

1 د جِلعاد د قبيلې د کورَنو مشران، د مکير زوئ او د منسى نمسے چې د يوسف زوئ وو، موسىٰ او د بنى اِسرائيلو نورو مشرانو له لاړل.

2 هغوئ ووئيل، ”صاحِبه، مالِک خُدائ تا ته حُکم درکړے دے چې زمکه د پچې په ذريعه په بنى اِسرائيلو تقسيم کړه. مالِک خُدائ دا حُکم هم کړے دے چې زمونږ د خپلوان صِلافحاد جائيداد د هغۀ لوڼو له ورکړه.

3 خو دا خبره ياده ساته. کۀ هغوئ د بلې قبيلې سړو سره ودونه وکړل، نو د هغوئ جائيداد به د هغه قبيلې شى او زمونږ برخه به کمه شى.

4 د واپس ورکولو په کال کښې، کله چې کوم جائيداد خرڅ شوے وى او هغه واپس خپل اصلى مالِک ته ملاويږى، نو د صِلافحاد د لوڼو جائيداد به د همېشه دپاره هغه قبېلې ته ورکړے شى چې په کومه کښې وادۀ شوې وى او دا به زمونږ د قبيلې دپاره د تاوان خبره وى.“

5 نو موسىٰ بنى اِسرائيلو ته د مالِک خُدائ دا حُکمونه واورول. هغۀ وفرمائيل، ”د منسى قبيله چې څۀ وائى هغه ټيک دى،

6 او مالِک خُدائ فرمائى چې د صِلافحاد لوڼه آزادې دى چې د چا سره هم وادۀ کول غواړى خو په خپله قبيله کښې به يې کوى.

7 د يوې بنى اِسرائيلۍ قبيلې جائيداد به بلې قبيلې ته نۀ شى ورکولے.

8 هره يوه ښځه چې په کومه بنى اِسرائيلى قبيله کښې ميراث اخلى نو هم د هغه قبيلې د سړى سره به وادۀ کوى. نو داسې ټولو بنى اِسرائيلو ته به د خپل پلار نيکۀ په جائيداد کښې ميراث ملاويږى،

9 او د يوې قبيلې جائيداد به بلې قبيلې ته نۀ ملاويږى. هره بنى اِسرائيلى قبيله به خامخا خپله د ميراث زمکه لرى.“

10-11 نو د صِلافحاد لوڼو، محلاه، تِرضاه، حجلاه، مِلکاه او نوعاه هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو او هغوئ خپلو د ترونو زامنو سره ودونه وکړل.

12 هغوئ د يوسف زوئ منسى قبيلې په کورَنو کښې ودونه وکړل او د هغوئ جائيداد د هغوئ د پلار په قبيله کښې پاتې شو.

13 دا هغه اصُول او قانون دے کوم چې مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه د موآب په مېدانونو کښې د اُردن نه پورې يريحو ته مخامخ بنى اِسرائيلو له ورکړو.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan