Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

شمېر 34 - Pakistani Yousafzai Pashto


څلور دېرشم باب د کنعان سرحدونه

1 مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل

2 او د بنى اِسرائيلو دپاره يې دا اصُول ورته وښودل، ”کله چې تاسو کنعان ته ورننوځئ، کوم مُلک چې زۀ تاسو له درکوم، ستاسو د علاقې حدونه به داسې وى.

3 جنوبى سرحد به د صين صحرا او د ادوم سرحد پورې وى. دا به د نمرخاتۀ په طرف د مالګې درياب د جنوبى آخرى سر نه شروع کيږى.

4 بيا به دا په جنوب کښې د لړم درې طرف ته تاو وى او د صين صحرا نه واخله تر قادِس برنيع پورې به وى. د هغه ځائ نه به دا سرحد حصر ادار او عصمون ته ورسيږى،

5 چرته چې دا د مِصر په سرحد کښې او د مديترانى د سمندر په آخرى سر کښې د وادۍ طرف ته تاو وى.

6 د مديترانى د سمندر به يې د نمرپرېواتۀ سرحد وى.

7 شمالى سرحد به د مديترانى د سمندر نه شروع کيږى چې د هور غرۀ پورې به وى،

8 او د هغه ځائ نه د حمات درې پورې به وى او صداد ته به ورسيږى

9 او زفرون ته به هم ورسيږى او په حصر عينان کښې به ختم شى.

10 د نمرخاتۀ سرحد به د حصر عينان نه شروع کيږى چې د شفام پورې به وى.

11 بيا به دا د عين نمرخاتۀ طرف رِبله ته ورسيږى او د ګليل درياب نمرخاتۀ غاړې غرونو ته به ورسيږى،

12 بيا د اُردن سيند سره د مالګې درياب ته به ورسيږى. دا به ستاسو او د دې نه ګېرچاپېره سرحدونه وى.“

13 نو موسىٰ بنى اِسرائيلو ته وفرمائيل، ”دا هغه مُلک دے چې د پچې اچولو سره به تاسو ته ملاويږى، هغه زمکه چې مالِک خُدائ نهۀ نيمو قبيلو ته په حواله کړې ده.

14 د روبين او جاد او د منسى نيمې قبيلې ته مخکښې خپل ميراث مِلاو شوے دے، چې د هغوئ د کورَنو په مطابق تقسيم شوے دے.

15 دې دوه نيمو قبيلو ته د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته يريحو ته مخامخ خپله زمکه مِلاو شوې ده.“


د زمکې تقسيمولو دپاره د مشرانو ذمه وارۍ

16 مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،

17 ”اِلى‌عزر اِمام او د نون زوئ يشوَع به په خلقو باندې زمکه تقسيم کړى.

18 د هرې قبيلې نه يو يو مشر سړے هم خوښ کړه چې د دې په تقسيمولو کښې د هغوئ مدد وکړى.“

19-28 دا هغه سړى دى چې مالِک خُدائ خوښ کړل، د يهوداه قبيلې نه کالب زوئ د يفُنه، د شمعون قبيلې نه شلوميئيل زوئ د عميهود، د بنيامين قبيلې نه اليداد زوئ د کسلون، د دان قبيلې نه بُقى زوئ د يجلى، د منسى قبيلې نه حنى‌ايل زوئ د ايفود، د اِفرائيم قبيلې نه قمواېل زوئ د سِفتان، د زبولون قبيلې نه اليصفن زوئ د فرناح، د يساکار قبيلې نه فلطى‌ايل زوئ د عزان، د آشر قبيلې نه اخيهود زوئ د شلومى او د نفتالى قبيلې نه فدهيئيل زوئ د عميهود.

29 دا هغه کسان دى چې مالِک خُدائ د کنعان په مُلک کښې په خلقو باندې د زمکې تقسيمولو دپاره مقرر کړل.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan