شمېر 30 - Pakistani Yousafzai Pashtoدېرشم باب د منښتې منلو په حقله اصُول 1 موسىٰ د بنى اِسرائيلو د قبيلو مشرانو ته دا اصُول وښودل. 2 کله چې يو سړے مالِک خُدائ ته د منښتې په توګه څۀ څيز ومنى يا سخت قسم وخورى، نو هغه به خپله وعده نۀ ماتوى او خامخا به يې پوره کوى. 3 کله چې يوه جينۍ د پلار په کور کښې اوسيږى او منښته ومنى چې يو څيز به مالِک خُدائ له ورکوى يا د څۀ څيز نه د ځان ساتلو وعده وکړى، 4 هغه به خامخا هغه هر څۀ کوى چې هغې کومه منښته منلې وى يا يې وعده کړې وى خو کۀ د هغې پلار ترې نه خبر شى او څۀ اِعتراض وکړى نو بيا به يې نۀ پوره کوى. 5 خو چې کله يې پلار خبر شى او کۀ ورته ووائى چې دا وعده مۀ پوره کوه، نو د هغې دپاره ضرورى نۀ ده چې دا وعده پوره کړى. مالِک خُدائ به هغه معاف کړى، ځکه چې پلار يې د دې د پوره کولو نه منع کړه. 6 کۀ يوه ناوادۀ شوې ښځه يوه منښته ومنى، قصداً يا په بېخيالۍ کښې، يا وعده وکړى چې د څۀ څيز نه به ځان ساتى او بيا وادۀ شى، 7 نو هغې چې کومه منښته منلې وى يا يې وعده کړې وى نو هغه به خامخا پوره کوى خو کۀ د هغې خاوند ترې نه خبر شى او څۀ اِعتراض وکړى نو هغه به نۀ پوره کوى. 8 خو کۀ خاوند يې خبر شى او د هغه وعدې پوره کولو نه يې منع کړى، نو د هغې دپاره دا ضرورى نۀ ده چې دا وعده پوره کړى. مالِک خُدائ به هغه معاف کړى. 9 يوه کونډه يا طلاقه ښځه به خامخا خپل قسم پوره کوى. 10 کۀ يوه وادۀ شوې ښځه يوه منښته ومنى، 11 نو هغه به خامخا هغه هر څۀ کوى چې هغې منښته منلې وى. کۀ خاوند يې خبر شى او څۀ اِعتراض وکړى نو بيا به يې نۀ پوره کوى. 12 خو کۀ خاوند يې خبر شى او هغه د وعدې پوره کولو نه منع کړى، نو ضرورى نۀ ده چې دا وعده پوره کړى. مالِک خُدائ به هغه معاف کړى، ځکه چې د هغې خاوند د دې قسم د پوره کولو نه منع کړې ده. 13 د هغې خاوند دا حق لرى چې هغې له د دې لوظُونو پوره کولو اجازت ورکړى يا ورنۀ کړى. 14 خو کۀ، د ورځې د تېرېدو نه پس، هغه د دې قسم نه خبر شى او څۀ اِعتراض ونۀ کړى، نو هغه دې خامخا هغه هر څۀ وکړى چې د څۀ يې قسم يا وعده کړې وى. ځکه چې په کومه ورځ هغه خبر شو نو څۀ اِعتراض يې ونۀ کړو نو قسم دې خامخا پوره کړى. 15 خو کۀ وروستو يې خاوند د خپلې خبرې نه واوړېدو، نو د دې قسم ماتولو سزا به د هغې خاوند ته مِلاو شى. 16 دا هغه اصُول دى کوم چې مالِک خُدائ موسىٰ ته وښودل کوم چې د هغه قسمونو د خوړلو په حقله دى چې يوه پېغله چې د خپل پلار په کور کښې اوسيږى يا يې يوه وادۀ شوې ښځه وخورى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society