Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

شمېر 25 - Pakistani Yousafzai Pashto


پينځويشتم باب بنى اِسرائيل په فعور کښې

1 کله چې اِسرائيليان د کيکرو په وادۍ کښې دېره وُو، نو د موآبيانو ښځو سره يې زنا شروع کړه.

2 ښځو هغوئ ته ووئيل چې د هغوئ معبودانو ته قربانۍ وکړى، نو خلقو هغه قربانۍ وخوړلې او د هغوئ د معبود عبادت يې وکړو

3 چې د فعور بعل وو. نو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته په قهر شو.

4 او موسىٰ ته يې وفرمائيل، ”د بنى اِسرائيلو ټول مشران بوځه او د خلقو په وړاندې يې پهانسى کړه، نو بيا به زما سخته غصه د بنى اِسرائيلو نه سړه شى.“

5 موسىٰ د بنى اِسرائيلو قاضيانو ته وفرمائيل، ”ستاسو هر يو کس به د خپلې قبيلې نه هر هغه سړے وژنئ څوک چې د فعور د بعل عبادت کوونکے جوړ شوے وى.“

6 بيا يو اِسرائيلى يوه ميديانې ښځه د موسىٰ او د ټول قوم په مخکښې خپلې خېمې ته دننه بوتله، په هغه وخت کله چې هغوئ د مالِک خُدائ د حضور خېمې په دروازه کښې ماتم کولو.

7 نو چې فينحاس، د اِلى‌عزر زوئ او د هارون نمسى دا وليدل، هغه د قبيلې نه پاڅېدو او لاړو. هغۀ نېزه راواخستله،

8 او په هغه سړى او ښځې پسې خېمې ته ورننوتلو او نېزه يې د هغه سړى او ښځې د خېټې نه بل خوا وويستله. نو داسې هغه وبا بس شوه کومې چې اِسرائيليان تباه کول،

9 خو وبا څليريشت زره کسان وژلى وُو.

10 مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،

11 ”فينحاس زوئ د اِلى‌عزر چې د هارون اِمام زوئ دے هغۀ زما غصه د بنى اِسرائيلو دپاره ختمه کړه چې هغوئ کښې هغۀ غېرت وکړو، نو ما د خپل غېرت په وجه بنى اِسرائيل هلاک نۀ کړل.

12 نو ورته ووايه چې زۀ د هغۀ سره د امن لوظ کوم چې د راتلونکى ټولو وختونو دپاره به وى.

13 هغه او د هغۀ اولاد به د همېشه دپاره اِمامان مقررولے شى، ځکه چې هغۀ په ما باندې غېرت وکړو او د بنى اِسرائيلو د ګناه کفاره يې ادا کړه.“

14 کوم سړے چې د ميديانې ښځې سره وژلے شوے وو د هغۀ نوم زِمرى وو، هغه د سلو زوئ وو، چې د شمعون په قبيلې کښې د يو خاندان مشر وو.

15 د هغه ښځې نوم کزبى وو. د هغې پلار صور، د ميديانې قبيلو د يوې قبيلې مشر وو.

16 مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،

17 ”په ميديانيانو حمله وکړه او هغوئ تباه کړه،

18 د هغه بد عمل په وجه، چې په فعور کښې يې په دوکه په تاسو باندې عبادت وکړو او د کزبى په وجه، چې هغه د وبا په وخت په فعور کښې وژلے شوې وه.“

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan