Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

شمېر 2 - Pakistani Yousafzai Pashto


دوېم باب هرې قبيلې ته د خېمو ځايونه په نښه کول

1 بيا مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته دا اصُول وښودل.

2 کله چې اِسرائيليان کېمپ جوړوى، نو هر سړے به د خپل لښکر د جنډې لاندې خېمه ودروى. خېمې به د مقدسې خېمې نه ګېرچاپېره لګولے شى.

3-9 نمرخاتۀ طرف ته، چې څوک د يهوداه د لښکر د جنډې لاندې وى نو هغوئ به په خپلو ډلو کښې خېمې ودروى، د هغوئ د قبيلو د مشرانو نومونه دا دى. د يهوداه قبيلې مشر نحشون زوئ د عمى‌نداب، د قبيلې شمېر څلور اويا زره او شپږ سوه کسان دى، د يساکار قبيلې مشر نتنى‌ايل زوئ د ضُعر، د قبيلې شمېر څلور پنځوس زره او څلور سوه کسان دى، د زبولون قبيلې مشر اِلياب زوئ د حيلون، د قبيلې شمېر اووۀ پنځوس زره او څلور سوه کسان دى. دا ټول په شمېر کښې يو سل او شپږ اتيا زره او څلور سوه کسان دى. د يهوداه لښکر به مخکښې روان وى.

10-16 جنوب طرف ته، څوک چې د روبين د لښکر د جنډې لاندې وى نو هغوئ به په خپلو ډلو کښې خېمې ودروى، د هغوئ د قبيلو د مشرانو نومونه دا دى. د روبين قبيلې مشر اليصور زوئ د شدِيُور، د قبيلې شمېر شپږ څلوېښت زره او پينځۀ سوه کسان دى، د شمعون قبيلې مشر سلومى‌اېل زوئ د صورى‌شدى، د قبيلې شمېر يو کم شپېتۀ زره او درې سوه کسان دى، د جاد قبيلې مشر اِلياسف زوئ د دعو‌اېل، د قبيلې شمېر پينځۀ څلوېښت زره شپږ سوه پنځوس کسان دى. دا ټول په شمېر کښې يو سل او يو پنځوس زره او څلور سوه پنځوس کسان دى. دوېم به د روبين لښکر روان وى.

17 بيا دې د اولنو دوه لښکرو او د وروستنو دوه لښکرو په مينځ کښې ليويان روان شى چې مقدسه خېمه يوسى. هر يو لښکر به هم په هغه ترتيب روان وى چې څنګه خېمې ودروى، هر يو به په خپل خپل ځائ د خپلې جنډې لاندې وى.

18-24 نمرپرېواتۀ طرف ته، څوک چې د اِفرائيم د لښکر د جنډې لاندې وى نو هغوئ به په خپلو ډلو کښې خېمې ودروى، د هغوئ د قبيلو د مشرانو نومونه دا دى. د اِفرائيم قبيلې مشر اليسمع زوئ د عميهود، د قبيلې شمېر څلوېښت زره او پينځۀ سوه کسان دى، د منسى قبيلې مشر ګملى‌اېل زوئ د فداهصور، د قبيلې شمېر دوه دېرش زره او دوه سوه کسان دى، د بنيامين قبيلې مشر ابِدان زوئ د جدعونى، د قبيلې شمېر پينځۀ دېرش زره او څلور سوه کسان دى. دا ټول په شمېر کښې يو سل او اتۀ زره او سل کسان دى. درېم به د اِفرائيم لښکر روان وى.

25-31 شمال طرف ته، څوک چې د دان د لښکر د جنډې لاندې وى نو هغوئ به په خپلو قبيلو کښې خېمې ودروى، د هغوئ د قبيلو د مشرانو نومونه دا دى. د دان قبيلې مشر اخيعزر زوئ د عمى‌شدى، د قبيلې شمېر دوه شپېتۀ زره او اووۀ سوه کسان دى، د آشر قبيلې مشر فجعى‌اېل زوئ د عکران، د قبيلې شمېر يو څلوېښت زره او پينځۀ سوه کسان دى، د نفتالى قبيلې مشر اخيرع زوئ د عينان، د قبيلې شمېر درې پنځوس زره او څلور سوه کسان دى. دا ټول په شمېر کښې يو لاک اووۀ پنځوس زره او شپږ سوه کسان دى. په آخر کښې به د دان لښکر روان وى.

32 د بنى اِسرائيلو د ټولو لښکرو شمېر شپږ لاکه درې زره پينځۀ سوه او پنځوس کسان وُو چې قبيله په قبيله د هغوئ نومونه وليکلے شول.

33 هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو، ليويان د نورو بنى اِسرائيلو سره يو ځائ ونۀ شمېرلے شول.

34 بنى اِسرائيلو هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو. هغوئ هر يو د خپلې جنډې لاندې خېمې ودرولې او هر يو د خپلې قبيلې سره روان وو.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan