شمېر 17 - Pakistani Yousafzai Pashtoاوولسم باب د حضرت هارون امسا 1 مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې، 2 ”بنى اِسرائيلو ته ووايه چې تا له دولس امساګانې درکړى چې د هرې قبيلې د مشر نه يوه يوه وى. د هر سړى نوم د هغۀ په امسا باندې وليکه 3 او په يوه امسا باندې د هارون نوم وليکه چې کومه د ليوى قبيلې دپاره وى، د هرې قبيلې د مشر دپاره به يوه يوه امسا وى. 4 دا امساګانې زما د حضور خېمې ته يوسه او د لوظ صندوق په مخکښې يې کېږده، چرته چې زۀ تا سره مِلاوېږم. 5 بيا چې ما کوم سړے خوښ کړے وى نو د هغۀ امسا به زرغونه شى او زۀ به ستا خِلاف د بنى اِسرائيلو دا هر وخت غورېدل بند کړم.“ 6 نو موسىٰ بنى اِسرائيلو ته وفرمائيل چې داسې وکړئ او د هغوئ هر يو مشر هغۀ له يوه امسا ورکړه، چې د هرې قبيلې دپاره يوه يوه وه، دا ټولې دولس وې او په دې دولسو امساګانو کښې يوه امسا د هارون وه. 7 بيا موسىٰ هغه ټولې امساګانې په خېمه کښې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق په مخکښې کېښودې. 8 په ورپسې ورځ، کله چې موسىٰ خېمې ته دننه لاړو، نو هغۀ د هارون امسا وليده چې د ليوى قبيلې دپاره وه، هغه زرغونه شوې وه، دې غوټۍ او ګلونه کړى وُو او پاخۀ بادام يې نيولى وُو. 9 موسىٰ ټولې امساګانې يوړې او بنى اِسرائيلو ته يې وښودلې، هغوئ ورته وکتل او هر يو مشر خپله امسا واپس واخستله. 10 مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”د هارون امسا واپس د لوظ صندوق په مخکښې کېږده. باغيانو بنى اِسرائيلو ته به دا د نښې په توګه کېښودلے شى، کۀ د هغوئ غورېدل بند نۀ شى نو هغوئ به مړۀ شى.“ 11 موسىٰ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو. 12 بنى اِسرائيلو موسىٰ ته وفرمائيل، ”مونږ برباد يُو، تباه يُو. 13 چې څوک هم د مالِک خُدائ خېمې ته نزدې ورشى، نو هغه به مړ شى، نو مونږ خو ټول مرګِ حال يُو.“ |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society