Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

شمېر 12 - Pakistani Yousafzai Pashto


دولسم باب د حضرت موسىٰ خِلاف د حضرت هارون او بى‌بى مريم بغاوت

1 بيا موسىٰ يوه حبشۍ ښځه وادۀ کړه، نو مريم او هارون په دې وجه په هغۀ اِعتراض وکړو.

2 هغوئ ووئيل، ”مالِک خُدائ صِرف د موسىٰ په ذريعه خبرې کړې دى څۀ؟ هغۀ زمونږ په ذريعه خبرې نۀ دى کړې څۀ؟“ هغوئ چې څۀ ووئيل نو مالِک خُدائ هغه واورېدل.

3 موسىٰ يو ډېر عاجز سړے وو، هغه د زمکې په مخ د ټولو خلقو نه زيات عاجز وو.

4 ناڅاپه مالِک خُدائ موسىٰ، هارون او مريم ته وفرمائيل، ”تاسو درې واړه بهر زما د حضور خېمې ته لاړ شئ.“ نو هغوئ لاړل،

5 او مالِک خُدائ د وريځې په ستن کښې لاندې راغلو، د خېمې په دروازه کښې ودرېدلو او هارون او مريم يې راوغوښتل. هغوئ دواړه وروړاندې شول،

6 او مالِک خُدائ هغوئ ته وفرمائيل، ”اوس زما خبرې په کولاو غوږُونو واورئ. کله چې ستاسو په مينځ کښې پېغمبران وى، نو زۀ خپل ځان هغوئ ته په خيال کښې څرګندوم او زۀ د هغوئ سره د هغوئ په خوب کښې خبرې کوم.

7 خو زۀ خپل خِدمتګار موسىٰ سره داسې نۀ کوم، هغه ما د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو مشر جوړ کړے دے.

8 نو زۀ د هغۀ سره مخامخ خبرې کوم، صفا او واضِحه خبرې ورسره کوم، هغۀ زۀ ليدلے يم. تاسو دا جرأت څنګه کوئ چې زما د خِدمت کوونکى موسىٰ خِلاف خبرې کوئ؟“

9 مالِک خُدائ هغوئ ته په قهر شو، او هغه لاړو

10 او کله چې د خېمې نه وريځ اوچته شوه، نو د مريمې څرمن ناڅاپه په سخته بيمارۍ پټه شوه او د واورې په شان سپينه شوه. کله چې هارون ورته وکتل نو وې ليدل چې د هغې څرمن په بيمارۍ پټه وه،

11 هغۀ موسىٰ ته ووئيل، ”صاحِبه، زمونږ د کم عقلتوب د ګناه په وجه دا سزا مونږ له مۀ راکوه.

12 د مريم نه داسې څۀ مۀ جوړوه لکه چې يو ماشوم مړ پېدا شوے وى او نيمه غوښه يې نۀ وى.“

13 نو موسىٰ مالِک خُدائ ته فرياد وکړو چې، ”خُدايه پاکه، هغه روغه کړه.“

14 مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”کۀ پلار ورله په مخ تُوکلے وے، نو هغې به اووۀ ورځې خپل شرم نۀ وو برداشت کړے څۀ؟ نو هغه دې اووۀ ورځې د خېمو نه بهر کړے شى او د هغې نه پس هغه واپس راولئ.“

15 مريم اووۀ ورځې د خېمو نه بهر کړے شوه او چې تر کومې پورې هغه واپس نۀ وه راوستلے شوې نو خلقو سفر نۀ کولو.

16 بيا هغوئ د حصيروت نه لاړل او د فاران په صحرا کښې يې خېمې ولګولې.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan