نحمياه 11 - Pakistani Yousafzai Pashtoيوولسم باب په يروشلم کښې اوسېدونکى خلق 1 مشران په يروشلم کښې دېره شول او باقى خلقو پچه واچوله چې د هر لسم خاندان نه يو خاندان خوښ کړى چې لاړ شى او د يروشلم په مقدس ښار کښې اوسيږى، خو هغه نور په خپلو ښارونو کښې اوسېدل. 2 خلقو د هغه ټولو خلقو دپاره برکت وغوښتو چې کوم په رضاکارانه توګه په يروشلم کښې اوسېدل. 3 د يهوداه په ښارونو کښې بنى اِسرائيل، اِمامان، ليويان، د خُدائ پاک د کور کاريګران او د سليمان د نوکرانو اولاد په خپلو ښارونو کښې په خپلو جائيدادونو کښې اوسېدل. دا د يهوداه صُوبې د مشرانو ښاريانو تفصيل دے کوم چې په يروشلم کښې اوسېدل: 4 د يهوداه قبيلې کسان دا دى: د زکرياه نمسے او د عُزياه زوئ عتاياه. د هغۀ په آباواجداد کښې امرياه، سفطياه او محللاېل شامل وُو، چې د يهوداه زوئ د فارص اولاد وو. 5 او هم د کولحوزه نمسے او د باروک زوئ معسياه. د هغۀ په آباواجداد کښې حزاياه، عداياه، يويريب او زکرياه شامل وُو، چې د يهوداه د زوئ سيله اولاد وو. 6 د فارص د اولاد څلور سوه او اتۀ شپېتۀ ښۀ تکړه سړى په يروشلم کښې اوسېدل. 7 د بنيامين د قبيلې کسان دا دى: د يوئيد نمسے او د مسلام زوئ سلو وو. د هغۀ په نورو آباواجداد کښې فداياه، قولاياه، معسياه، ايتىاېل او يشعياه شامل وُو. 8 د سلو نزدې خپلوان جبى او سلى وُو. ټول نهۀ سوه او اتۀويشت بنيامينيان په يروشلم کښې اوسېدل. 9 د زِکرى زوئ يوايل د هغوئ مشر وو، د هسينوآه زوئ يهوداه په ښار کښې دوېم مشر آفسر وو. 10 اِمامان: د يويريب زوئ يدعياه او يکين. 11 شراياه زوئ د خِلقياه، زوئ د مسلام، زوئ د صدوق، زوئ د مرايوت، زوئ د اخيطوب، څوک چې د خُدائ پاک د کور مشر اِمام وو. 12 د دې قبيلې ټولو اتۀ سوه او دوويشتو کسانو د خُدائ پاک په کور کښې خِدمت کولو. د فللياه نمسے او د يروحام زوئ عداياه. د هغۀ په آباواجداد کښې امصى، زکرياه، فشحور او مُلکياه شامل وُو. 13 د هغۀ د قبيلې ټول دوه سوه او دوه څلوېښت کسان د کورَنو مشران وُو. د اخزائى نمسے او د عزراېل زوئ امشى. د هغۀ په آباواجداد کښې اِمير او مسلموت شامل وُو. 14 د هغۀ د قبيلې يو سل او اتۀويشت کسان ښۀ تکړه فوجيان وُو. د هغوئ مشر زبدىاېل وو چې د هجدوليم زوئ وو. 15 ليويان: د عزريقام نمسے او د حسوب زوئ سمعياه. د هغۀ په آباواجداد کښې حسبياه او بُنى شامل وُو. 16 سبتى او يوزبد، د خُدائ پاک د کور نه د بهر کار مشران وُو. 17 د زبدى نمسے او د ميکا زوئ متنياه چې د آسف د اولاد نه وو. هغۀ د خُدائ پاک په کور کښې د عبادت په وخت کښې د حمدوثناء رهنمائى کوله. او بقبوقياه په متنياه پسې دوېم سړے وو. د جلال نمسے او د سموع زوئ عبدا د يدوتون د اولاد نه وو. 18 د يروشلم په مقدس ښار کښې ټول دوه سوه او څلور اتيا ليويان اوسېدل. 19 د خُدائ پاک د کور څوکيداران: عقوب، طلمون او د هغوئ خپلوان، ټول يو سل او دوه اويا کسان وُو. 20 نور بنى اِسرائيليان او پاتې اِمامان او ليويان د يهوداه په ښارونو کښې په خپلو خپلو جائيدادونو کښې اوسېدل. 21 د خُدائ پاک د کور خِدمتګاران د يروشلم په هغه برخه کښې اوسېدل چې نوم يې عوفل وو او هغوئ د ضيحا او جِسفا د مشرۍ لاندې کار کولو. 22 د ليويانو هغه مشر چې په يروشلم کښې اوسېدو هغه د حسبياه نمسے او د بانى زوئ عُزى وو. د هغۀ په پلارانو نيکونو کښې متنياه او ميکا شامل وُو او هغه د آسف د قبيلې نه وو. دا هغه ډله وه چې د دې کسان د خُدائ پاک په کور کښې د موسيقۍ ذمه وار وُو. 23 د دې دپاره شاهى اصُول مقرر وُو چې قبيلې به هره ورځ د خُدائ پاک د کور په موسيقۍ کښې مشرى څنګه کوى. 24 د يهوداه قبيلې د زارح د قبيلې د مشيزبايل زوئ فتحياه د فارس په دربار کښې د بنى اِسرائيلو نمائندګى کوله. د يروشلم نه بهر کلى 25 ډېر خلق د خپلو پټو سره نزدې په کلو کښې اوسېدل. څۀ کسان چې د يهوداه د قبيلې وُو نو هغوئ په قِريَتاربع، ديبون، يقبضىاېل او د دې ښارونو سره نزدې کلو کښې اوسېدل. 26 هغوئ د يشوَع، مولاده او بيتفِلِط په ښارونو کښې هم اوسېدل، 27 او داسې په حصارسعول، بيرسبع او د دې نه ګېرچاپېره کلو کښې هم اوسېدل. 28 هغوئ د صِقلاج په ښار کښې، مقوناه او د دې نه ګېرچاپېره کلو کښې، 29 په عين رِمون، صُرعا، يرموت، 30 په زنوح، عدولام او نزدې کلو کښې اوسېدل. هغوئ په لکيس او په نزدې پټو کښې او په عزيقه او د دې په کلو کښې اوسېدل. نو د يهوداه خلق د بيرسبع نه واخله د هنوم وادۍ پورې اوسېدل. 31 د بنيامين قبيلې خلق په دې ځايونو کښې اوسېدل، جبعه، مِکماس، عياه، بيتايل او د دې نزدې کلو کښې، 32 په عنتوت، نوب، عننياه، 33 حصور، راما، جيتم، 34 حاديد، صبوئيم، نبلاط، 35 لد، اونو او په هغه وادۍ کښې چې چرته کاريګر اوسېدل. 36 د ليويانو څۀ قبيلې کومې چې د يهوداه په علاقه کښې اوسېدلې وې هغوئ د بنيامين د خلقو سره اوسېدو دپاره ولېږل شول. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society