Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

مرقوس 2 - Pakistani Yousafzai Pashto


دوېم باب د يو شل سړى روغول

1 کله چې عيسىٰ يو څو ورځې وروستو کفرنحُوم ته واپس شو نو خلقو ته دا پته ولګېده چې هغه په کور کښې دے.

2 او دومره ډېر خلق ورته راټول شول چې د دروازې نه بهر هم نۀ ځائېدل. او څۀ وخت چې هغۀ هغوئ ته کلام بيانولو،

3 نو څلورو کسانو يو شل سړے راوچت کړے وو او هغۀ له يې په پوزى کښې راوړو.

4 خو د ګڼې له کبله يې هغۀ ته نزدې نۀ کړے شو، نو هغوئ د کوټې چت په هغه ځائ کښې سورے کړو چرته چې عيسىٰ وو او په هغه سورې کښې يې هغه شل سړے په بستره کښې د هغۀ مخې ته ورښکته کړو.

5 کله چې عيسىٰ د هغوئ دا ايمان وليدو نو هغه شل سړى ته يې وفرمائيل، ”زما زويه، ستا ګناهونه معاف شول.“

6 خو هلته په دغه موقع يو څو د شرعې عالمان ناست وُو، هغوئ د ځان سره ووئيل چې،

7 ”دا سړے داسې خبرې ولې کوى؟ دا خو کُفر دے. د خُدائ پاک نه علاوه هم لا څوک د چا ګناهونه بخښلے شى څۀ؟“

8 سمدستى عيسىٰ پوهه شو چې دوئ په زړۀ کښې څۀ سوچ کوى نو هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”تاسو په خپلو زړونو کښې داسې سوالونه ولې راولئ؟

9 آيا دا آسانه خبره ده چې زۀ دې شل کس ته ووايم چې ګناهونه دې معاف شُو، او کۀ دا ووايم چې پاڅه خپله بستره دې واخله او وګرځه؟

10 خو دا ځکه چې تاسو په دې پوهه شئ چې اِبن آدم سره په دُنيا کښې د ګناهونو د بخښلو اختيار هم شته،“ نو هغه شل سړى ته يې وفرمائيل چې،

11 ”زۀ تا ته وايم چې، پاڅه، خپله بستره دې واخله او کور ته ځه.“

12 او هغه پاڅېدو، سمدستى يې خپله بستره واخسته او د ټولو په مخکښې روان شو. دغه شان هغوئ ټول حېران پاتې شول او د خُدائ پاک ثناء يې ووئيله. هغوئ ووئيل چې، ”داسې کار خو مونږ چرې هم نۀ وو ليدلے.“


د محصولچى دعوت

13 عيسىٰ يو ځل بيا د درياب غاړې ته لاړو، ګڼ خلق ورله راغلل او هغۀ هلته ورته تعليم ورکړو.

14 څنګه چې هغه له دې ځايه لاړو هغۀ د حلفۍ زوئ ليوى د محصُول په کُرسۍ ناست وليدو او هغۀ ته يې وفرمائيل چې، ”ما پسې راځه.“ ليوى پاڅېدو او په هغۀ پسې روان شو.

15 نو څۀ وخت وروستو چې عيسىٰ د ليوى په کور کښې روټۍ ته کښېناستو، ډېر محصولچيان، ګناهګاران او د هغۀ مريدان ورسره يو ځائ روټۍ ته ناست وُو، ځکه چې ډېرو خلقو هغه منلو.

16 ځينو فريسيانو، څوک چې د شرعې عالمان وُو چې دا وليدل چې هغه د محصولچيانو او ګناهګارانو په دې ډله کښې روټۍ ته ناست دے، نو د هغۀ مريدانو ته يې ووئيل چې، ”هغه ولې د محصولچيانو او ګناهګارو سره يو ځائ روټۍ خورى؟“

17 چې عيسىٰ دا خبره واورېدله نو دوئ ته يې وفرمائيل چې، ”روغو خلقو ته د طبيب حاجت نۀ وى خو بيمارانو ته يې وى. زۀ د دې دپاره نۀ يم راغلے چې صادقانو له دعوت ورکړم بلکې ګناهګارانو له.“


د روژې په باب کښې تپوس کول

18 يو ځلې چې د يحيىٰ د مريدانو او د فريسيانو روژه وه نو ځينې خلق ورله راغلل او وې وئيل چې، ”څۀ وجه ده چې د يحيىٰ مريدان او د فريسيانو مريدان خو روژه نيسى، ولې ستا مريدان يې نۀ نيسى؟“

19 عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”کله چې د وادۀ زلمے د جنجيانو سره وى نو هغوئ روژه نيولے شى څۀ؟ ترڅو پورې چې د وادۀ زلمے د دوئ سره وى نو دوئ به روژه نۀ نيسى.

20 يو وخت به راشى چې د وادۀ زلمے به د دوئ نه جدا کړے شى او په هغه ورځ به دوئ روژه نيسى.

21 هيڅوک هم نوے پيوند په زړه چُوغه باندې نۀ لګوى، او کۀ څوک داسې کوى نو دا پيوند به چُوغه نوره هم وشلوى او نور لوئ سورے به په کښې جوړ شى.

22 هيڅوک هم نوى مے په زړو مشکونو کښې نۀ اچوى، ګنې نو مے به مشکونه وشلوى، مے او مشکونه دواړه به ضائع شى. خو هر څوک نوى مے په نوؤ مشکونو کښې اچوى.“


د سبت په ورځ وَږى شوکول

23 د يو سبت په ورځ عيسىٰ د فصل په پټو تېرېدو نو په تلو تلو کښې د هغۀ مريدانو وَږى راوشوکول.

24 فريسيانو هغۀ ته ووئيل چې، ”وګوره، کوم کار چې د سبت په ورځ ناروا وى، دوئ ولې هغه کوى؟“

25 هغۀ ورته جواب ورکړو چې، ”تاسو چرې دا نۀ دى لوستلى کله چې داؤد او د هغۀ دوستان اوږى شوى وُو او د خوراک دپاره هيڅ ورسره نۀ وُو نو څۀ يې وکړل؟

26 هغه د خُدائ پاک کور ته ننوتو کله چې ابياتار مشر اِمام وو او پېش کړے شوې روټۍ يې وخوړه اګر چې هغه په دۀ او د دۀ په ملګرو ناروا وه او صرف اِمامانو ته روا وه. او هغۀ څۀ خپلو دوستانو ته هم ورکړه.“

27 عيسىٰ ورته دا هم وفرمائيل چې، ”سبت د بنى آدم دپاره جوړ شوے دے، نه چې بنى آدم د سبت دپاره.

28 ځکه اِبن آدم د سبت د ورځې هم مالِک دے.“

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan