ميکاه 6 - Pakistani Yousafzai Pashtoشپږم باب د خُدائ پاک مقدمه د بنى اِسرائيلو خلاف 1 هغې ته غوږ شئ څۀ چې مالِک خُدائ فرمائى، ودرېږه، خپله مقدمه د غرونو د وړاندې بيان کړه، پرېږده چې غرونه واورى چې تۀ څۀ وائې. 2 واورئ، اے غرونو، د مالِک خُدائ اِلزام، تاسو غوږ ونيسئ. غوږ شئ، اے د زمکې ابدى بنيادونو. ځکه چې مالِک خُدائ د خپلو خلقو خلاف مقدمه کړې ده، هغه د بنى اِسرائيلو خلاف جرم لګوى. 3 ”زما خلقو، ما تاسو سره څۀ کړى دى؟ ما په تاسو څۀ بوج اچولے دے؟ ما له جواب راکړئ. 4 ما تاسو د مِصر نه بهر راوويستئ، او ما تاسو د غلامۍ د مُلک نه آزاد کړئ. ما موسىٰ سره د هارون او مريم درولېږل چې ستاسو لارښودنه وکړى. 5 اے زما خلقو، هغه وخت راياد کړئ چې بلق د موآب بادشاه تاسو ته د نقصان رسولو کوشش کولو او بعور د بلعام زوئ څۀ جواب ورکړو. راياد کړئ خپل سفر د شطيم نه تر جِلجال پورې، نو تاسو ته به د مالِک خُدائ د صداقت کارونه معلوم شى.“ 6 ”زۀ د څۀ سره د مالِک خُدائ د وړاندې راشم او د لوئ خُدائ پاک په وړاندې سجده وکړم؟ آيا زۀ د هغۀ په وړاندې د يو کلن سخو د سوزېدونکو قربانو سره راشم؟ 7 آيا مالِک خُدائ به په زرګونو ګډانو، او د زيتُونو د تېلو په زرګونو نِهرونو خوشحاله شى؟ آيا زۀ خپل وړومبے پېدا شوے ماشوم د خپلو ګناهونو دپاره پېش کړم، او د خپل بدن مېوه د خپل روح د ګناهونو دپاره؟“ 8 هغۀ تاسو ته ووئيل، اے انسانه، چې ښېګړه څۀ ته وائى، او مالِک خُدائ درنه څۀ غواړى، يعنې چې اِنصاف کوئ او د رحم سره مينه کوئ او د خپل مالِک خُدائ سره په عاجزۍ سره تلل کوئ. د بنى اِسرائيل ګناه او سزا 9 غوږ شئ، مالِک خُدائ ښار ته آواز کوى. او ستا د نوم نه يرېدل حکمت دے. ”په هغه چوکه غور وکړئ او په هغۀ هم چا چې مقرر کړې ده. 10 آيا زۀ د بدعمله په کور کښې په بدعملۍ سره ګټلے شوې خزانې هېرې کړم، او هغه کم ناپ تول چې پرې لعنت شوے دے؟ 11 آيا زۀ هغه سړے بېسزا پرېږدم څۀ چې په تول کښې بېايمانى کوى، او ورسره د غلط وزن تيلۍ وى؟ 12 د هغې مالداره خلق ظالمان دى، د هغې خلق دروغژن دى او د هغوئ ژبې د دوکې خبرې کوى. 13 نو بيا ستاسو د ګناهونو په وجه ما ستاسو تباه کول، او ورانول شروع کړل. 14 تاسو به خوراک وکړئ، خو ماړه به نۀ شئ، او ستاسو خېټه به اوس هم تشه وى. تاسو به څيزونه جمع کړئ خو څۀ به بچ نۀ کړئ، ځکه چې تاسو څۀ جمع کوئ هغه به زۀ په تُوره ووهم. 15 تاسو به غله وکَرئ، خو فصل به ونۀ رېبئ، تاسو به د زيتُونو نه تېل وباسئ خو دا به خپل ځان دپاره استعمال نۀ کړئ، تاسو به انګورو نه مے وباسئ، خو مے به ونۀ څښئ. 16 تاسو د عُمرى بادشاه خراب قانون او د اخىاب د قوم ټول خراب رسمونه اختيار کړى دى. نو په دې وجه به زۀ تاسو بلکل تباه و برباد کړم او نورو خلقو ته به مو د عبرت يو مثال وګرځوم. څوک هم چې تاسو ګورى ستاسو نه به کرکه کوى او درپورې به مسخرې کوى.“ |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society