Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

ميکاه 5 - Pakistani Yousafzai Pashto


پينځم باب

1 خپل فوج راغونډ کړه، اے د فوجيانو ښاريې، ځکه چې زمونږ خلاف محاصره شوې ده. هغوئ به د اِسرائيل مشر په چوکې سره په مخ ووهى.


د بيت‌لحم نه وعده کړے شوے حکمران

2 خو تۀ، اے د بيت‌لحم اِفراته، اګر کۀ تۀ د يهوداه په قبيلو کښې وړه يې، خو تا نه به ما دپاره هغه راشى څوک چې به د اِسرائيل سردار وى، د هغۀ نسب زوړ دے، او د پخوانۍ زمانې نه راروان دے.

3 نو بنى اِسرائيل به تر هغه وخته پورې خپلو دشمنانو ته پرېښودلے شى ترڅو چې د يوې اُميدوارې ښځې د ماشوم د پېدا کېدو وخت پوره شى. او چې د هغۀ نور وروڼه د بنى اِسرائيلو سره د اِتحاد کولو دپاره راواپس شى.

4 هغه به د خپلو رمو د شپونتوب دپاره ودريږى د مالِک خُدائ په طاقت سره، د مالِک خپل خُدائ پاک د نوم په رُعب سره. او هغوئ به په امن سره اوسيږى، نو بيا به د هغۀ عظمت د دُنيا آخرى حدونو ته ورسيږى.

5 او هغه به د هغوئ سلامتيا سرچينه وى. کله چې اسوريان زمونږ په مُلک حمله وکړى او زمونږ په پَخو دېوالونو راواوړى، مونږ به د هغوئ خلاف د قوم اووۀ مشران، او ورسره اتۀ حکمرانان هم راوچت کړُو.


خلاصون او سزا

6 هغوئ به د تُورې په زور د اسوريى په مُلک، او د نمرود په مُلک به د تُورې په زور حکومت کوى. هغه به مونږ د اسوريانو نه خلاص کړى کله چې هغوئ زمونږ په مُلک باندې حمله وکړى او زمونږ سرحدونو ته راننوځى.

7 د يعقوب پاتې شوى خلق به د ډېرو قومونو په مينځ کښې لکه د مالِک خُدائ د رالېږلے شوې پرخې يا په واښو د باران په شان وى، کوم چې د انسان انتظار نۀ کوى او نۀ د انسان دپاره ايساريږى.

8 د يعقوب پاتې شوى به د قومونو په مينځ کښې وى، د ډېرو قومونو په مينځ کښې، لکه چې شير د ځنګلى ځناورو په مينځ کښې وى، يا لکه چې ځوان شير د ګډو د رمو په مينځ کښې وى، چې دے روان وى نو په پنجه وهل کوى او ماتول کوى، او هيڅ څوک ترې نه ځان نۀ شى بچ کولے.

9 تاسو به په کاميابۍ سره په خپلو دشمنانو بريالى شئ، او ټول دشمنان به مو تباه شى.

10 ”په هغه ورځ،“ مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ به ستاسو آسونه تباه کړم ستاسو په مينځ کښې او ستاسو جنګى ګاډۍ به ختمې کړم.

11 زۀ به ستاسو د مُلک ښارونه تباه کړم او ستاسو ټولې مضبوطې قلعه ګانې به راوغورزوم.

12 زۀ به ستا جادوګر تباه کړم او ستاسو په مينځ کښې به فالګر نور نۀ وى.

13 زۀ به ستاسو تراشلے شوى بُتان او مقدس کاڼى ستاسو مينځ نه تباه کړم، تاسو به نور د خپل لاس جوړ شوى څيزونو ته سجده نۀ کوئ.

14 زۀ به ستاسو د مينځ نه د اشيرې بُت ستنې راوکاږم او ستاسو ښارونه به تباه کړم.

15 زۀ به انتقام واخلم په غصه او قهر کښې د هغه قومونو نه چې زما حُکم يې نۀ دے منلے.“

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan