ميکاه 2 - Pakistani Yousafzai Pashtoدوېم باب د انسان بېاِنصافى او خُدائ پاک 1 افسوس په هغوئ باندې څوک چې د بېاِنصافۍ منصوبې جوړوى، په هغوئ چې په خپلو کټونو کښې د بدو منصوبو خوبونه ګورى. د سحر په رڼا کښې هغوئ دا پوره کوى ځکه چې د دې کول د دوئ په اختيار کښې دى. 2 چې هغوئ د پټو په لالچ کښې راشى نو قبضه يې کړى، او چې د کورونو په لالچ کښې راشى نو دا ونيسى. هغوئ د خلقو نه خپل کور په دوکه اخلى، او رشتهدار د وراثت نه محروموى. 3 نو په دې وجه مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ د دې قوم خلاف د تباهۍ منصوبه جوړوم، د دې نه به تاسو ځان خلاص نۀ کړئ. تاسو به نور په غرور کښې نۀ ګرځئ، ځکه چې دا به د افت وخت وى. 4 په هغه ورځ به خلق تا پورې خندا کوى، هغوئ به تا ته پېغور درکوى د غم په دې مرثيى کښې، ”مونږ مکمل تباه شُو، زما د قوم ملکيت تقسيم شو. مالِک زمونږ جائيداد اخستے دے او هغه يې غدارانو له ورکړے دے.“ 5 نو ځکه په تاسو کښې به هيڅوک د مالِک خُدائ په مجلس کښې نۀ وى چې زمکه په پچه تقسيم کړى. د دروغو پېغمبران 6 ”پېشګوئې مۀ کوه،“ د خلقو پېغمبران وائى، ”د دې څيزونو په حقله پېشګوئې مۀ کوه، شرم به مونږ ګېر نۀ کړى.“ 7 اے د يعقوب قومه، آيا داسې خبره کول په کار دى، آيا د مالِک خُدائ روح غصه دے؟ آيا هغه داسې کارونه کوى؟ آيا زما کلام ښۀ نۀ دے د هغوئ دپاره د چا لارې چې نېغې دى؟ 8 تر ننه پورې زما خلق لکه د دشمن غوندې زما خلاف راپاڅى. تاسو د هغوئ د اوږو نه قيمتى چُوغه وباسئ څوک چې په تاسو باور کوى، او لکه د هغه سړو په شان يې بربنډهوئ لکه څوک چې د جنګ نه راواپس شى. 9 تۀ زما د قوم ښځې د خپلو ښائسته کورونو نه شړې. تۀ د هغوئ د بچو نه د تل دپاره زما نعمتونه اخلې. 10 پاڅه دلته نه ځه، ځکه چې دا ستا د آرام ځائ نۀ دے، ځکه چې دا پليت دے، دا تباه شوے دے، دلته ستا دپاره علاج نشته. 11 کۀ يو دروغژن او دوکه باز راشى او وائى، ”زۀ به تاسو دپاره د ميو او د شرابو پېشګوئې وکړم،“ هغه به د دې خلقو دپاره بلکل صحيح پېغمبر وى. د خلاصون وعده کول 12 زۀ به يقيناً تاسو ټول راغونډ کړم، اے د يعقوب اولاده، زۀ به يقيناً د بنى اِسرائيل ژوندى پاتې شوى خلق رايوځائ کړم. زۀ به هغوئ داسې رايوځائ کړم لکه ګډې چې شپول ته رايوځائ کيږى، لکه چې رمې د خپل څرن ځائ کښې وى، هغه ځائ به د خلقو نه ډک وى. 13 څوک چې لاره کولاو کړى هغه به د هغوئ نه مخکښې روان وى، هغوئ به دروازې ماتې کړى او بهر به وځى. د هغوئ بادشاه به د هغوئ نه مخکښې روان وى، مالِک خُدائ به د هغوئ رهنمائى کوى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society