ميکاه 1 - Pakistani Yousafzai Pashtoاول باب 1 د مالِک خُدائ پېغام چې د مورشيت ميکاه باندې د يوتام، احاز او حزقياه د حکومت په دوران کښې نازل شو، چې د يهوداه بادشاهان وُو. هغه رويا چې هغۀ د سامريه او يروشلم په حقله وليده. 2 اے ټولو خلقو تاسو واورئ، اے زمکې او ټولو خلقو چې په دې کښې يئ، غوږ ونيسئ، مالِک خُدائ پاک دې ستاسو خِلاف د خپل مقدس کور نه ګواهى ورکړى، 3 ګورئ، مالِک خُدائ راروان دے، هغه په آسمان کښې خپل تخت پرېږدى او د زمکې اوچت ځايونه د پښو لاندې کوى. 4 غرونه د هغۀ لاندې ويلى کيږى، او وادۍ په مينځ شليږى، څنګه چې موم د اور په وړاندې ويلى کيږى، څنګه چې اوبۀ د اوچت ځايونو نه لاندې راځى. 5 او دا هر څۀ ولې پېښ شول؟ ځکه د اِسرائيل د سرکشۍ په وجه، آو، دا د ټول قوم د ګناهونو په وجه وشول. د اِسرائيل د سرکشۍ ذمه وار څوک دى؟ سامريه، دا لوئ ښار دے. د يهوداه د بُت پرستۍ ځايونه چرته دى؟ په يروشلم کښې، دا لوئ ښار دے. 6 نو په دې وجه به زۀ سامريې نه د کنډرو ډېرے جوړ کړم، يو داسې ځائ چې د انګورو بوټى به په کښې کَرلے شى. زۀ به د دې دېوالونو کاڼى وادۍ ته وغورزوم او د دې بنيادونه به ښکاره کړم. 7 د دې ټول بُتان به ټوټې ټوټې شى، او د هغې د کنجرتوب ټوله ګټه به وسوزولې شى. زۀ به د هغوئ د عبادتخانو ټول بُتان تباه کړم. ځکه چې هغې دا هر څۀ د خپل کنجرتوب په ګټه حاصل کړى دى، اوس به دا هر څۀ د هغې نه واخستے شى او نورو کنجرو ته به په مزدورى کښې ورکړے شى. ژړا او ماتم 8 په دې وجه به زۀ ماتم وکړم او د غم مرثيه به ووايم، زۀ به پښې ابلې پښې او بربنډ وګرځم. زۀ به لکه د ګيدړ په شان وکونږېږم او لکه د ګونګى په شان به چغې ووهم. 9 نو د هغې زخمونه لا علاجه دى. دا يهوداه ته هم راغلو. دا زما د خلقو نزدې دروازې پورې راورسېدو، تر دې چې يروشلم ته راورسېدو. 10 دا په جات کښې دشمن ته مۀ وايئ، او مۀ ژاړئ. په بيتعفره کښې په خاورو کښې ورغړېږئ. 11 بربنډ او د شرم سره دلته نه تېر شئ، تاسو څوک چې په سفير کښې اوسېږئ. هغوئ څوک چې په ضنان کښې اوسيږى هغوئ به بهر نۀ راوځى. بيتايضل په خپله په غم کښې دے، ستاسو د حفاظت اُميد ختم شو. 12 هغه څوک چې په ماروت کښې اوسيږى او په مايوسۍ سره د مدد په طمع دى، ځکه چې د مالِک خُدائ نه افت نازل شوے دے، او د يروشلم دروازې پورې رارسېدلے دے. 13 تاسو څوک چې په لکيس کښې اوسېږئ، په آسونو پسې جنګى ګاډۍ وتړئ. تاسو د صيون لور دپاره د ګناه سرچينه وئ، ځکه چې د بنى اِسرائيلو جرمونه هم په تاسو کښې موجود وُو. 14 نو په دې وجه به تاسو موريشتجات ته د خُدائ په امانۍ تحفې ورکړئ. د اکزيب ښار به د اِسرائيل د بادشاهانو دپاره دوکه ثابته شى. 15 د مريسه اوسېدونکو، زۀ به يو فتح کوونکے ستاسو خلاف درولېږم. هغه څوک چې د اِسرائيل مشران دى، هغه به د عدولام غار ته وتښتى. 16 خپل سرونه په ماتم کښې ګنجى کړئ د هغه بچو دپاره چا نه چې تاسو خوشحاله يئ، خپل ځانونه بلکل ګنجى کړئ، ځکه چې هغوئ به تاسو نه جلاوطن شى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society