Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -


د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 28 - Pakistani Yousafzai Pashto


اتۀويشتم باب د حضرت عيسىٰ بيا ژوندى کېدل

1 د سبت ورځ تيره شوه او د اِتوار د ورځې سحر کېدونکے وو چې مريم مګدلينى او هغه بله مريم د قبر ليدو له راغلې.

2 ناګهانه يوه سخته زلزله راغله، د آسمان نه د مالِک خُدائ يوه فرښته راکوزه شوه، غار له راغله او هغه کاڼے يې ورغړولو او پرې کښېناسته.

3 مخ يې د برېښنا په شان ځلېدو او جامې يې لکه د واورو په شان سپينې وې.

4 څوکيداران يې په ليدو د يرې نه په لړزېدو شول او لکه د مړو پرېوتل.

5 فرښتې بيا ښځو ته وفرمائيل چې، ”مۀ يرېږئ، ما ته پته ده چې تاسو د عيسىٰ ليدو له راغلى يئ څوک چې په سولۍ شوے وو.

6 هغه دلته نشته، هغه بيا پورته کړے شوے دے لکه څنګه چې هغۀ فرمائيلى وُو. راشئ، هغه ځائ وګورئ چرته چې هغه پروت وو.

7 نو بيا زر لاړې شئ او د هغۀ مريدان خبر کړئ چې هغه له مړو نه ژوندے پاڅولے شوے دے او ستاسو نه وړاندې ګليل ته روان دے، تاسو به يې هلته ووينئ. څۀ چې درته ما ووئيل هغه ياد ساتئ.“

8 هغوئ د قبر نه په هيبت او خوشحالۍ لاړې او په منډه شوې چې مريدان خبر کړى.

9 ناڅاپى عيسىٰ په لاره پرې پېښ شو او په هغوئ يې سلام واچولو. هغوئ ورغلې او د هغۀ پښې يې ونيولې او سجده يې ورته وکړه.

10 بيا عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”يرېږئ مه، لاړې شئ او زما وروڼو له دا پېغام ورکړئ چې هغوئ دې ګليل ته لاړ شى، ما به هلته ووينى.“


د څوکيدارانو خبر راوړل

11 ښځې لا په خپله لار تللې چې ځينې څوکيداران ښار ته ننوتل او مشرانو اِمامانو ته يې ټوله قيصه تيره کړه.

12 بيا هغوئ مشران راغونډ کړل او صلاح يې وکړه. او مشرانو اِمامانو سپاهيانو ته غټ رشوت ورکړو،

13 او ورته يې ووئيل چې، ”تاسو به دا ووايئ چې د شپې چې مونږ اودۀ شو نو د هغۀ مريدان راغلل او د هغۀ لاش يې پټ کړو.“

14 او ورسره يې دا هم ووئيل چې، ”کۀ دا خبر د ګورنر غوږو ته ورسېدو نو مونږ به د هغۀ سره خبره وکړو او تاسو ته به هيڅ نقصان نۀ درکوى.“

15 نو هغوئ پېسې واخستلې او څۀ چې ورته وئيلے شوى وُو هم هغه شان يې وکړل. دغه قيصه تر نن ورځې په يهوديانو کښې خوره ده.


مريدانو ته حُکم ورکول

16 يوولس مريدان د ګليل هغه غر ته روان شول د کوم چې عيسىٰ ورته د تللو دپاره فرمائيلى وُو.

17 کله چې هغوئ هغه وليدو نو ورته په سجده شول خو ځينې شکمن وُو.

18 بيا عيسىٰ ورغلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”د آسمان او د زمکې ټول اختيار ما ته راکړے شوے دے.

19 ځکه تاسو په زمکه خوارۀ شئ او ټول قومونه زما مريدان کړئ او د پلار، د زوئ او د روحُ القُدس په نامه ورته بپتسمه ورکړئ.

20 او دا تعليم ورکوئ چې په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چې ما تاسو ته حکم کړے دے. او دا يقين ساتئ چې زۀ به تل او تر قيامته پورې تاسو سره يم.“

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan