Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -


د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 25 - Pakistani Yousafzai Pashto


پينځويشتم باب د لسو پېغلو مِثال

1 ”په هغه وخت به د آسمان بادشاهى د لسو پېغلو په شان وى چا چې مشعلونه واخستل چې د وادۀ د زلمى استقبال له وروځى.

2 پينځۀ کم عقلې وې او پينځۀ هوښيارې.

3 هرکله چې کم عقلو مشعلونه پورته کړل نو د ځان سره يې تېل وانۀ خستل.

4 خو هغه هوښيارو د ځان سره د تېلو کوپۍ هم واخستلې.

5 کله چې د وادۀ زلمے په راتلو کښې ايسار شو نو هغوئ ټولو له خوب ورغلو او اودې شوې.

6 خو په نيمه شپه کښې چغې شوې، وګورئ د وادۀ زلمے راغلو. راشئ چې وې ګورئ.

7 بيا ټولې پېغلې راپاڅېدلې او خپل مشعلونه يې سم کړل.

8 کم عقلو هوښيارو ته ووئيل چې د خپلو تېلو نه مونږ له لږ راکړئ ځکه چې زمونږ مشعلونه مرى.

9 هغوئ ورته ووئيل چې مونږ سره دومره تېل نشته چې د ټولو کار پرې وشى، ښۀ به دا وى چې تاسو دوکان ته لاړې شئ او ځان له تېل واخلئ.

10 څۀ وخت چې هغوئ تېلو پسې تللې وې نو د وادۀ زلمے راغلو. کومې پېغلې چې تيارې وې هغوئ ورسره د وادۀ مېلمستيا ته ورننوتې او ور بند شو.

11 او بيا هغه نورې پينځۀ هم واپس راغلې او چغې يې کړې، مالِکه، مالِکه، مونږ ته دروازه کولاو کړه.

12 خو هغۀ ورته جواب ورکړو، خبره دا ده چې زۀ تاسو نۀ پېژنم.

13 ځکه بېدار اوسئ، ولې چې تاسو ته د ورځې او د وخت هيڅ پته نشته.


د درېو نوکرانو مِثال

14 بيا د آسمان د بادشاهۍ مثال د هغه سړى په شان دے څوک چې په سفر تلو او نوکران يې راوبلل او خپل مال يې ورته وسپارلو.

15 يو له يې د ساتلو دپاره د سرو زرو پينځۀ تيلۍ ورکړې، دوېم له يې دوه او درېم له يې يوه، هر يو له يې د خپل قابليت په مطابق ورکړې، بيا هغه د مُلک نه روان شو.

16 چا ته چې پينځۀ تيلۍ ورکړے شوې وې هغه سمدستى لاړو او سوداګرى يې پرې شروع کړه او پينځۀ تيلۍ يې پرې نورې وګټلې.

17 او هم هغه شان چې چا ته چې دوه تيلۍ ورکړے شوې وې هغۀ دوه نورې وګټلې.

18 خو چا له چې يوه تيلۍ ورکړے شوې وه هغه لاړو او په زمکه کښې يې کنده وکنستله او د مالِک هغه پېسې يې په کښې ښخې کړلې.

19 ډېره موده پس د هغوئ مالِک واپس راغلو او د هغوئ نه يې حساب وغوښتو.

20 چا له چې يې د سرو زرو پينځۀ تيلۍ ورکړې وې، هغه راغلو او پينځۀ نورې يې ورسره کېښودې او ورته يې ووئيل چې ګوره مالِکه، تا ما له پينځۀ تيلۍ راکړې وې، ما ورسره پينځۀ نورې وګټلې.

21 مالِک ووئيل، شاباش زما اعتبارى او ايمانداره نوکره، تا په لږ څۀ کښې ځان اعتبارى ثابت کړو، اوس به زۀ تا د ډېر څۀ اختيارمند کړم. راشه او د خپل مالِک په خوشحالۍ کښې شريک شه.

22 بيا د دوو تيلو هغه کس راغلو او وې وئيل، مالِکه، تا ما ته دوه تيلۍ سپارلې وې، ګوره، ما ورسره دوه نورې وګټلې.

23 مالِک ورته ووئيل، شاباش، زما اعتبارى او ايمانداره نوکره. تا په لږ څۀ کښې ځان اعتبارى ثابت کړو، اوس به زۀ تا د ډېر څۀ اختيارمند کړم. راشه او د خپل مالِک په خوشحالۍ کښې شريک شه.

24 بيا هغه څوک راغلو چا ته چې يوه تيلۍ ورکړے شوې وه او وې وئيل، مالِکه، ما ته پته وه چې تۀ يو سخت سړے يې، تۀ يې هلته رېبې چرته چې دې کَرلى نۀ وى، او هلته يې راټولوې چرته چې دې تخم نوستلے نۀ وى.

25 نو زۀ ويرېدلم، ځکه لاړم او ستا سرۀ زر مې په زمکه کښې ښخ کړل. ګوره څۀ چې ستا وُو هغه دا دى.

26 مالِک ورته ووئيل، اے بدکاره نوکره، تا ته معلومه وه چې زۀ يې هلته رېبم چرته چې مې کَرلى نۀ وى او هلته يې راټولوم چرته چې مې تخم نوستلے نۀ وى؟

27 نو بيا تا ته پکار وُو چې زما پېسې دې صرافانو له ورکړے وے، نو په واپسۍ به ما هغه مال د ګټې سره حاصل کړے وو.

28 هغۀ ووې چې د دۀ نه د سرو زرو هغه تيلۍ واخلئ او د لسو تيلو والا له يې ورکړئ.

29 ځکه چې د چا سره چې څۀ وى هغۀ ته به نور هم ورکړے شى تر هغې چې څۀ ترې سېوا هم شى، خو د چا سره چې څۀ نۀ وى هغۀ نه به هغه څۀ هم واخستلے شى چې ورسره وى.

30 نو دا بې‌کاره نوکر تيارې ته وغورزوئ، چرته به چې د ژړا او د غاښونو چيچل وى.


د قومونو عدالت

31 هر کله چې اِبن آدم په پوره شان سره راشى او ټولې فرښتې ورسره وى، هغه به بيا په لويئ سره په خپل آسمانى تخت کښېنى.

32 او ټول قومونه به د هغۀ په وړاندې راجمع کړے شى هغه به خلق په دوو ډلو کښې جدا کړى لکه څنګه چې شپونکے ګډې د چېلو نه جدا کوى.

33 او هغه به ګډې ښى لاس ته او چېلۍ ګس لاس ته کړى.

34 بيا به بادشاه د ښى لاس خلقو ته ووائى چې راځئ زما د پلار بختورو خلقو، د بادشاهۍ وارثان شئ چې د دُنيا د پېدايښت راسې تاسو له جوړه شوې وه په هغې کښې ورداخل شئ.

35 کله چې زۀ اوږے وم تاسو ما له خوراک راکړو، او چې تږے وم د څښلو دپاره مو اوبۀ راکړې، او چې مسافر وم نو تاسو خپل کور ته بوتلم،

36 او چې بربنډ وم نو تاسو په جامو پټ کړم، کله چې زۀ ناجوړه وم نو تاسو زما خيال وساتلو او چې په جيل کښې وم نو تاسو زما ملاقات له راغلئ.

37 نو صادقان به جواب ورکړى، مالِکه، دا کله وُو چې مونږ تۀ اوږے وليدلې او خوراک مو درکړو، يا تږے وې او د څښلو دپاره مو اوبۀ درکړې،

38 او يا مسافر وې او کور ته مو دننه کړې، بربنډ وې او د اغوستلو دپاره مو جامې درکړې؟

39 مونږ تۀ کله ناروغه يا په قېد کښې ليدلے وې او ملاقات له دې درغلى وُو؟

40 خو بادشاه به جواب ورکړى، زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې تاسو زما په وروڼو کښې د عاجز نه عاجز يو کس سره هم چې څۀ کړى دى نو زما دپاره مو کړى دى.

41 بيا به هغه هغوئ ته ووائى، څوک چې به د هغۀ ګس لاس ته وى، اے لعنتيانو، زما د سترګو نه اخوا شئ او هغه تل ابدى اور ته لاړ شئ چې د شېطان او د هغۀ د فرښتو دپاره تيار شوے دے.

42 کله چې زۀ اوږے وم تاسو ما له خوراک رانۀ کړو، او چې تږے وم د څښلو دپاره مو اوبۀ رانۀ کړې،

43 او چې مسافر وم نو کور ته مو دننه نۀ کړم، چې بربنډ وم تاسو د اغوستلو دپاره جامې رانۀ کړې، او کله چې زۀ ناروغه او جيل کښې وم نو تاسو زما ملاقات له رانۀ غلئ.

44 او هغوئ به هم په جواب کښې ووائى، مالِکه، دا کله مونږ تۀ په لوږه، تنده، مسافر، بربنډ، ناروغه يا په جيل کښې ليدلے يې او ستاسو خِدمت مو نۀ دے کړے؟

45 نو هغۀ ورته جواب ورکړو، زۀ تاسو ته رښتيا وايم، کله چې تاسو د دوئ نه د يو کس سره هم مدد نۀ دے کړے، نو دا تاسو ما سره مدد نۀ دے کړے.

46 نو بيا به هغوئ ابدى عذاب ته ولېږلے شى، خو صادقان به د تل ژوندون حاصل کړى.“

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan