لوقا 21 - Pakistani Yousafzai Pashtoيوويشتم باب د کونډې ښځې شکرانه 1 عيسىٰ چې پاس وکتل نو وې ليدل چې مالداره خلق د خُدائ د کور په خزانه کښې خپلې شکرانې اچوى. 2 او هغۀ يوه غريبه کونډه وليدله چې دوه د تانبې سيکې يې ورواچولې. 3 هغۀ وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دې غريبې کونډې د دې نورو ټولو نه زياتې واچولې. 4 ځکه چې دې نورو چې په شکرانې کښې څۀ هم واچول هغوئ د مال د زياتوالى په سبب واچول خو د هغې سره چې د خپلې ګزارې نه هم کم وُو، هغه ټولې يې واچولې“ د خُدائ پاک د کور د بربادېدو په حقله پېشګوئې 5 ځينې خلقو د خُدائ د کور او د هغې د ښکلو کاڼو او په ورکړے شوو نذرانو چې ښائسته کړے شوى وُو، د هغۀ په حقله خبرې کولې. عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، 6 ”دا څيزونه چې تاسو وينئ، داسې وخت راتلونکے دے چې په دې کښې به يو کاڼے هم د بل دپاسه پاتې نۀ شى او ټول به ونړولے شى.“ د تکليفونو او کړاونو نښې 7 هغوئ عيسىٰ نه تپوس وکړو چې، ”اُستاذه، دا هر څۀ به کله پېښيږى؟ او د دې د رانزدې کېدو نښې به څۀ وى؟“ 8 عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”خيال کوئ چې څوک مو بېلارې نۀ کړى ځکه چې ډېر به زما په نوم راشى او دعوىٰ به کوى او وائى به چې زۀ عيسىٰ يم، او وخت نزدې راغلے دے خو هغۀ پسې مۀ ځئ. 9 او کله چې تاسو د جنګونو او الې ګولې خبر واورئ نو مۀ وار خطا کېږئ ځکه چې دا څيزونه به ضرور اول کيږى خو لا به آخر وخت نۀ وى.“ 10 بيا هغۀ دا وفرمائيل، ”قومونه به د قومونو په خلاف وى، بادشاهۍ به د بادشاهۍ مخالفت کوى. 11 لوئې لوئې زلزلې او قحطونه، وباګانې به ځائ په ځائ راځى او په آسمان کښې به هيبتناکې او لوئې نښې ښکاره کيږى. 12 خو د دې هر څۀ کېدو نه مخکښې به هغوئ تاسو ونيسى او تاسو به وزوروى. تاسو به عبادتخانو ته حواله کېږئ او بندىخانو ته به اچولے کېږئ. تاسو به د بادشاهانو او حاکمانو په وړاندې زما د نوم په سبب راوستلے شئ. 13 نو دا به ستاسو دپاره د ګواهۍ موقع وګرځى. 14 خو ياد ساتئ چې د مخکښې نه د خپلې صفائى په حقله د جواب ورکولو فکر مۀ کوئ، 15 ځکه چې زۀ به په خپله تاسو ته د وينا داسې طاقت او حِکمت درکړم چې ستاسو يو مخالف به هم د دې جوګه نۀ وى چې ستاسو د خبرو مقابله وکړى يا يې دروغ ثابت کړى. 16 تر دې چې ستاسو مور پلار، وروڼه، ستاسو خاندان او دوستان به هم تاسو حواله کړى، په تاسو کښې به ځينې مړۀ کړے شى، 17 او زما د نوم په وجه به ټول ستاسو نه نفرت کوى. 18 خو ستاسو د سر يو وېښتۀ قدرې به هم ضائع نۀ شى، 19 د خپل صبر په وجه به تاسو ژوندون وګټئ. د يروشلم د بربادېدو په حقله پېشګوئې 20 خو کله چې تاسو دا ووينئ چې د يروشلم نه فوجونه راچاپېر شوى دى نو تاسو پوهه شئ چې د هغې بربادى رانزدې شوې ده. 21 نو بيا هغه څوک چې په يهوديه کښې دى، غرونو ته دې وتښتى. او څوک چې په ښار کښې وى، هغوئ دې د ښار نه بهر وځى او څوک چې د ښار نه بهر په کلو کښې وى هغوئ دې ښار ته نۀ ځى. 22 ځکه چې په هم دې وخت کښې به خُدائ پاک خپل بدل اخلى او څۀ چې ليکلے شوى دى، هغه ټول به پوره شى. 23 افسوس دے په هغه ښځو چې په دغه وخت کښې اُميدوارې وى او په هغوئ چې بچو له سينه ورکوى. ځکه چې په زمکه به ډېر لوئ مصيبت شروع وى او په دې خلقو به لوئ غضب نازل وى. 24 هغوئ به په تُوره هلاک کړے شى او ټولو مُلکونو ته به لکه د قېديانو بوتلے شى او تر هغه وخت پورې به يروشلم د غېريهوديانو تر پښو لاندې وى ترڅو چې د غېرو قومونو زمانه پوره شوې نۀ وى. د اِبن آدم راتلل 25 په نمر، سپوږمۍ او په ستورو کښې به خاص نښې ښکاره شى. د سمندر د شور او چپو نه به په زمکه ټول قومونه پرېشانه وى. 26 په خلقو کښې به په زمکه د پېښېدونکو واقعاتو د يرې له کبله ساه پاتې نۀ وى ځکه چې آسمانى طاقتونه به لړزولے شوى وى. 27 بيا به هغوئ دا ووينى چې اِبن آدم به په وريځو کښې په ډېر شان او شوکت سره راروان وى. 28 کله چې دا هر څۀ پېښېدل شروع شى نو پاڅئ او بره وګورئ ځکه چې ستاسو خلاصون نزدې دے.“ د اينځر د ونې سبق 29 بيا عيسىٰ هغوئ ته دا مِثال تير کړو چې، ”د اينځر ونې ته وګورئ يا ټولو ونو ته. 30 کله چې دا غوټۍ وسپړى نو تاسو به په خپله وينئ او پوهه به شئ چې اوړے رانزدې شوے دے. 31 هم دغه شان چې تاسو دا هر څۀ په کېدو ووينئ نو پوهه شئ چې د خُدائ پاک بادشاهى نزدې ده. 32 زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دا موجوده پيړۍ به تر هغې ختمه نۀ شى ترڅو چې دا ټولې خبرې ونۀ شى. 33 زمکه او آسمان به فنا شى خو زما کلام به هيچرې فنا نۀ شى. د بېدار اوسېدلو تاکيد 34 خيال ساتئ او پام کوئ. خپل زړونه په بد مستۍ، نشو او په دُنياوى غمونو مۀ آخته کوئ، ځکه چې هغه ورځ ناګهانه تاسو لکه د لټ راګېر نۀ کړى. 35 ځکه چې هغه ورځ په هر چا راتلونکى ده څوک چې په دې دُنيا کښې اوسيږى. 36 خو هر وخت بېدار اوسئ او دا دُعا غواړئ چې تاسو د دې پېښو په وخت کښې دومره تکړه يئ چې خپل ځان بچ کولے شئ او چې د اِبن آدم په وړاندې د ودرېدو جوګه شئ.“ 37 عيسىٰ دا ورځې د خُدائ په کور کښې په تعليم ورکولو تېرولې او بيا به هغه د شپې تېرولو دپاره د زيتُونو غرۀ ته تلو. 38 او سحر وختى به ټول خلق د خُدائ کور ته راټولېدل چې د هغۀ خبرې واورى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society