ليويانو 8 - Pakistani Yousafzai Pashtoاتم باب د حضرت هارون او د هغۀ د زامنو مقرر کېدل 1 بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، 2 ”هارون او د هغۀ زامن او د اِمامانو لِباس، د غوړولو تېل، د ګناه نذرانې دپاره سخے، دوه ګډان او د پتيرې روټۍ ټوکرۍ راوړه. 3 او زما د حضور مقدسې خېمې د دروازې خولې ته ټول قوم راوغواړه چې هلته راغونډ شى.“ 4 موسىٰ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو او چې کله ټول قوم هلته راغونډ شو، 5 نو موسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”زۀ چې څۀ کوم مالِک خُدائ د دې حُکم راکړے دے.“ 6 موسىٰ هارون او د هغۀ زامن مخکښې راوستل او هغوئ له يې په اوبو غسل ورکړو. 7 هغۀ هارون ته هغه قميص او چُوغه ورواغوستله او د ملا نه يې پټۍ ورله تاو کړه. هغه پېش بند يې ورواغوستلو او په يو ښۀ ګُلکارى شوى کمربند سره يې ونښلولو چې د هغۀ د ملا نه تاو وو. 8 هغۀ ورله د سينې جېب ولګولو او اُوريم او تميم يې په کښې کېښودل. 9 هارون ته يې پټکے ورپه سر کړو او د دې مخې ته يې د سرو زرو ګل ولګولو چې دا د وقف کولو مقدسه نښه وه، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ هغۀ ته حُکم ورکړے وو. 10 بيا موسىٰ د غوړولو تېل واخستل او د مالِک خُدائ د حضور په مقدسه خېمه او چې په هغې کښې څۀ هم وُو په هغې باندې يې ولګول، نو هغۀ دا هر څۀ مالِک خُدائ ته مخصوص کړل. 11 هغۀ څۀ تېل اووۀ ځله په قربانګاه، د دې په سامان او د وينځلو په ښانک او د دې په بېخ باندې وشيندل، د دې دپاره چې دا مالِک خُدائ ته وقف کړى. 12 موسىٰ د هارون په سر باندې د غوړولو دپاره څۀ تېل واچول او سر يې ورله غوړ کړو چې وقف شى. 13 بيا، موسىٰ د هارون زامن مخکښې راوستل او قميصونه يې ورواغوستل، د هغوئ د ملا نه يې پټۍ تاو کړې او ټوپۍ يې ورپه سر کړې، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو. 14 بيا موسىٰ د ګناه د نذرانې دپاره هغه سخے راوستو او هارون او د هغۀ زامنو د دې په سر باندې خپل لاسونه کېښودل. 15 موسىٰ دا حلال کړو او څۀ وينه يې واخستله او د خپلې ګوتې سره يې د قربانګاه په ښکرونو پورې ولګوله، د دې دپاره چې وقف يې کړى. بيا هغۀ پاتې شوې وينه د قربانګاه په بېخ کښې توئ کړه. نو دا يې وقف کړه او د دې کفاره يې ادا کړه. 16 موسىٰ په کولمو پرته ټوله وازګه، د اينې ښۀ حِصه، پښتورګى سره د هغه وازګې چې ورباندې پرتې وى، دا هر څۀ يې واخستل او په قربانګاه باندې يې وسوزول. 17 خو هغۀ سخے، سره د څرمنې، غوښې او د کولمو يوړو او د خېمو نه بهر يې وسوزولو، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو. 18 بيا، موسىٰ د سوزېدونکې نذرانې دپاره ګډ راوستلو او هارون او د هغۀ زامنو خپل لاسونه د دې په سر کېښودل. 19 موسىٰ دا حلال کړو او د دې وينه يې د قربانګاه په څلورو واړو طرفونو باندې وشيندله. 20-21 هغۀ دا ګډ حِصې حِصې کړو او د هغۀ دنننى اندامونه او پتُونان يې په اوبو ووينځل او سر، وازګه او نور ټول پاتې شوے ګډ يې په قربانګاه باندې وسوزولو، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو. دا سوزېدونکې نذرانه يوه په اور تيارېدونکې نذرانه وه او د دې بوئ په مالِک خُدائ ښۀ ولګېدو. 22 بيا موسىٰ دوېم ګډ راوستلو، کوم چې د اِمامانو د مقررولو دپاره وو او هارون او د هغۀ زامنو خپل لاسونه د دې په سر کېښودل. 23 موسىٰ دا حلال کړو او څۀ وينه يې واخستله او د هارون د ښى غوږ په نرم ځائ، د هغۀ د ښى لاس په غټه ګوته او د هغۀ د ښۍ پښې په غټه ګوته باندې يې ولګوله. 24 بيا هغۀ د هارون زامن مخکښې راوستل او څۀ وينه يې د هغوئ د ښى غوږُونو په نرمو ځايونو، د هغوئ د ښى لاسونو په غټو ګوتو او د هغوئ د ښۍ پښو په غټو ګوتو پورې ولګوله. بيا موسىٰ هغه پاتې شوې وينه د قربانګاه په څلورو واړو طرفونو باندې وشيندله. 25 هغۀ وازګه، لم، هغه ټوله وازګه چې په دنننى اندامونو پرته وى، د اينې ښۀ حِصه، پښتورګى سره د هغه وازګې چې ورباندې پرته وى او ښے پتُون واخستلو. 26 بيا هغۀ د پتيرې روټۍ د ټوکرۍ نه يوه روټۍ واخستله کومه چې مالِک خُدائ ته وقف شوې وه، يوه غوړه روټۍ او يوه نرۍ روټۍ راواخستله او د وازګې او د ښى پتُون دپاسه يې کېښودله. 27 هغۀ دا هر څۀ د هارون او د هغۀ د زامنو په لاسونو کښې کېښودل، نو هغوئ دا د يوې خاص تُحفې په توګه مالِک خُدائ ته پېش کړل. 28 موسىٰ دا هر څۀ د هغوئ نه واخستل او په قربانګاه باندې يې، د سوزېدونکې نذرانې دپاسه، د مقررولو نذرانې په توګه وسوزول. دا په اور سوزېدونکې نذرانه وه او د دې بوئ په مالِک خُدائ ښۀ ولګېدو. 29 بيا موسىٰ هغه سينه واخستله او مالِک خُدائ ته يې د يوې خاص تُحفې په توګه پېش کړه. دا د موسىٰ د مقررولو په ګډ کښې حِصه وه. موسىٰ هر څۀ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو. 30 موسىٰ د سر غوړولو څۀ تېل او څۀ وينه د قربانګاه نه واخستله او په هارون او د هغۀ په زامنو او د هغوئ په جامو يې وشيندله. داسې هغۀ هغوئ او د هغوئ جامې مالِک خُدائ ته مخصوصې کړې. 31 موسىٰ هارون او د هغۀ زامنو ته وفرمائيل، ”دا غوښه د مالِک خُدائ د حضور خېمې خولې ته يوسئ، وې يشوئ او د هغې روټۍ سره يې وخورئ کومه چې د مقررولو نذرانې په ټوکرۍ کښې ده، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے دے. 32 کومه غوښه يا روټۍ چې پاتې وى نو هغه وسوزوئ. 33 اووۀ ورځې به تاسو د خېمې د دروازې خولې نه نۀ ځئ، چې ستاسو د مقررولو رسمونه پوره شوى نۀ وى. 34 چې نن مونږ څۀ وکړل نو مالِک خُدائ مونږ له د دې کولو حُکم راکړے دے، چې ستاسو د ګناه کفاره ادا کړُو. 35 تاسو به د مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې اووۀ شپې او ورځې پاتې کېږئ، هغه کار به کوئ د کوم چې مالِک خُدائ حُکم کړے دے. کۀ تاسو داسې ونۀ کړئ نو مړۀ به شئ. ځکه چې دا هغه څۀ دى د کوم چې مالِک خُدائ ما له حُکم راکړے دے.“ 36 نو هارون او د هغۀ زامنو هغه هر څۀ وکړل لکه څنګه چې مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه حُکم ورکړے وو. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society