Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

ليويانو 4 - Pakistani Yousafzai Pashto


څلورم باب په غلطۍ سره د شوو ګناهونو دپاره نذرانې

1 مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم وکړو

2 چې بنى اِسرائيلو ته ووايه چې کۀ څوک ګناه وکړى او په غلطۍ سره د مالِک خُدائ حُکمونه مات کړى، نو هغه به دا قانون منى.

3 کۀ چرې مشر اِمام ګناه وکړى او د هغې په ذريعه خلق ګناهګار شى، نو هغه به يو سخے پېش کوى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى او د خپلې ګناه دپاره به يې مالِک خُدائ ته قربانى کړى.

4 هغه به سخے د مقدسې خېمې دروازې خولې ته راولى، او په سر به ورته خپل لاس کېږدى، او د مالِک خُدائ په حضور کښې به يې هلته حلال کړى.

5 بيا به مشر اِمام د سخى لږه وينه واخلى او خېمې ته به يې دننه يوسى.

6 هغه به خپله ګوته په وينه کښې ډُوبه کړى او دا دې اووۀ ځله د مقدسې پړدې مخې ته وشيندى.

7 بيا به هغه لږه وينه په خېمه کښې د خوشبويۍ د قربان‌ګاه په ښکرو باندې ولګوى. هغه به پاتې شوې وينه د سوزېدونکې نذرانو قربان‌ګاه په بېخ کښې توئ کړى، کومه چې د خېمې د دروازې په خولۀ کښې ده.

8 هغه به د دې سخى نه ټوله وازګه واخلى، هغه وازګه کومه چې په کولمو باندې وى،

9 پښتورګى او کومه وازګه چې ورباندې پرته وى او د اينې ښۀ حِصه.

10 اِمام به دا وازګه واخلى او د سوزېدونکې نذرانو په قربان‌ګاه باندې به يې وسوزوى، هم هغه شان لکه چې کوم عمل د سلامتۍ د نذرانې دپاره حلال شوى ځناور وازګې سره کوى.

11 خو هغه به د دې څرمن، ټوله غوښه، سر، پښې، دنننى اندامونه سره د کولمو،

12 دا هر څۀ به د خېمو نه بهر هغه پاک ځائ ته يوسى چرته چې ايره غورزولے کيږى، نو هلته دې يې هغه د لرګو په اور باندې وسوزوى.

13 کۀ چرې د اِسرائيلو ټول قوم ګناه وکړى او په غلطۍ سره د مالِک خُدائ د حُکمونو نه د يو حُکم ماتولو په وجه ګناهګار شى،

14 بيا چې څنګه د ګناه پته ورته ولګى، نو قوم به د ګناه د نذرانې په توګه يو سخے راولى. هغوئ به دا د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې ته راولى،

15 د قوم مشران به د دې په سر خپل لاسونه کېږدى او سخے دې هلته حلال کړے شى.

16 مشر اِمام به د سخى لږه وينه واخلى او خېمې ته به يې دننه يوسى،

17 خپله ګوته دې په وينه کښې ډُوبه کړى او هغه دې اووۀ ځله د مالِک خُدائ په حضور کښې د پړدې په مخکښې وشيندى.

18 هغه به لږه وينه د خوشبويۍ د قربان‌ګاه په ښکرونو پورې ولګوى چې دا د مالِک خُدائ په حضور کښې دننه په خېمه کښې ده او پاتې شوې وينه دې د سوزېدونکې نذرانې د قربان‌ګاه په بېخ کښې توئ کړى، کومه چې د خېمې د دروازې په خولۀ کښې ده.

19 بيا به هغه د سخى ټوله وازګه واخلى او په قربان‌ګاه به يې وسوزوى.

20 هغه به د دې سخى سره هم هغه شان وکړى لکه څنګه چې هغۀ د ګناه د نذرانې د سخى سره کړى وُو، نو داسې به اِمام د خلقو د ګناه دپاره کفاره ادا کړى او هغوئ به معاف شى.

21 بيا به هغه سخے د خېمو نه بهر يوسى او وبه يې سوزوى، لکه څنګه چې هغه د خپلې ګناه دپاره پېش کړے شوے سخے سوزوى. دا نذرانه د قوم د ګناه د کفارې دپاره ده.

22 کۀ يو مشر ګناه وکړى او په غلطۍ سره د مالِک خُدائ د حُکمونو نه د يو حُکم ماتولو په وجه ګناهګار شى،

23 او چې د خپلې ګناه پته ورته ولګى، نو هغه به د خپلې نذرانې په توګه يو چېلے راولى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.

24 هغه به خپل لاس د چېلى په سر کېږدى او د قربان‌ګاه هغه طرف ته به يې حلال کړى، چرته چې د سوزېدونکې نذرانې ځناور حلالولے شى. دا د ګناه د لرې کولو نذرانه ده.

25 اِمام به خپله ګوته د ځناور په وينه کښې ډُوبه کړى، دا دې د قربان‌ګاه په ښکرونو پورې ولګوى او پاتې شوې وينه دې د قربان‌ګاه په بېخ کښې توئ کړى.

26 بيا به هغه د دې ټوله وازګه په قربان‌ګاه باندې وسوزوى، لکه څنګه چې هغه د سلامتۍ د نذرانې دپاره حلال شوى ځناور وازګه سوزوى. داسې به اِمام د هغه مشر دپاره د ګناه کفاره ادا کړى او هغه به معاف شى.

27 کۀ يو عام کس ګناه وکړى او په غلطۍ سره د مالِک خُدائ د حُکمونو نه د يو حُکم ماتولو په وجه ګناهګار شى،

28 نو چې څنګه د ګناه پته ورته ولګى، نو هغه به د خپلې نذرانې په توګه يوه چېلۍ راولى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.

29 هغه به خپل لاس د دې په سر کېږدى او د قربان‌ګاه په هغه طرف به يې حلاله کړى، چرته چې د سوزېدونکې نذرانې دپاره ځناور حلاليږى.

30 اِمام به خپله ګوته د دې ځناور په وينه کښې ډُوبه کړى، دا به د قربان‌ګاه په ښکرونو پورې ولګوى او پاتې شوې وينه به د قربان‌ګاه په بېخ کښې توئ کړى.

31 بيا به هغه ټوله وازګه ترې نه لرې کړى، لکه څنګه چې د سلامتۍ د نذرانې دپاره حلال شوى ځناور نه لرې کولے شى او هغه به دا په قربان‌ګاه باندې وسوزوى ځکه چې په مالِک خُدائ دا خوشبو ښۀ لګى. نو داسې به اِمام د هغه کس د ګناه کفاره ادا کړى او هغه به معاف شى.

32 کۀ يو کس د ګناه د نذرانې دپاره د ګډو نه څۀ راولى، نو هغه دې يوه ګډه وى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.

33 هغه به خپل لاس د دې په سر کېږدى او د قربان‌ګاه په هغه طرف به يې حلاله کړى، چرته چې د سوزېدونکې نذرانې دپاره ځناور حلاليږى.

34 اِمام به خپله ګوته د ځناور په وينه کښې ډُوبه کړى، د قربان‌ګاه په ښکرونو پورې دې دا وينه ولګوى او پاتې شوې وينه به هغه د دې په بېخ کښې توئ کړى.

35 بيا به هغه د دې ټوله وازګه لرې کړى، لکه څنګه چې د سلامتۍ د نذرانې دپاره حلال شوى ځناور نه وازګه لرې کيږى او هغه به په اور سوزېدونکې نذرانو سره په قربان‌ګاه باندې وسوزوى کوم چې مالِک خُدائ ته پېش کيږى. داسې به اِمام د هغه کس د ګناه دپاره کفاره ادا کړى او هغه به معاف شى.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan