Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

ليويانو 2 - Pakistani Yousafzai Pashto


دوېم باب د غلې نذرانې

1 کله چې څوک مالِک خُدائ ته يوه د غلې نذرانه پېش کوى، نو هغه دې ښۀ اوړۀ وى. د زيتُونو تېل او خوشبودار لوبان دې په کښې واچوى،

2 د هارون د خاندان اِمامانو له دې راوړى. اِمام به يو موټے د اوړو، د تېلو او سره د ټولو لوبانو نه راواخلى او په قربان‌ګاه به يې وسوزوى، دا يوه داسې نذرانه ده چې خوشبو يې په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.

3 د غلې د نذرانې نه پاتې شوې برخه به د اِمامانو وى، دا به ډېره مقدسه ګڼلے شى، ځکه چې دا مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانې نه اخستے شوې ده.

4 کۀ دا نذرانه روټۍ وى چې په تنور کښې پخه شوې وى، نو دا دې د خمبيرې نه بغېر تياره شوې وى. دا دې د اوړو نه تيارې شوې غټې روټۍ وى چې د زيتُونو تېل په کښې ګډ وى يا دې نرۍ نرۍ روټۍ وى چې د زيتُونو تېل ورباندې لګولے شوى وى.

5 کۀ هغه نذرانه روټۍ وى چې په تبخى باندې پخه شوې وى، دا به د داسې اوړو نه تياره شوې وى چې د زيتُونو تېل په کښې ګډ وى خو چې خمبيره په کښې نۀ وى.

6 چې کله يې د يوې نذرانې په توګه پېش کوئ نو دا چُورى کړئ او نور تېل ورباندې واچوئ.

7 کۀ هغه نذرانه داسې روټۍ وى چې په تبخى باندې پخه شوې وى، نو هغه دې د اوړو او زيتُونو د تېلو نه تياره شوې وى.

8 دا مالِک خُدائ ته د غلې نذرانې په توګه راوړئ او اِمام ته يې پېش کړئ او هغه به يې قربان‌ګاه ته يوسى.

9 اِمام به د نښې په توګه يوه برخه ترې نه واخلى چې دا ټوله مالِک خُدائ ته پېش کړے شوې ده او هغه به دا په قربان‌ګاه باندې وسوزوى. په اور سوزېدونکې د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.

10 د غلې د نذرانې نه پاتې شوې برخه به د اِمامانو وى، دا به ډېره مقدسه ګڼلے شى، ځکه چې دا مالِک خُدائ ته په اور باندې سوزېدونکې نذرانې نه اخستے شوې ده.

11 چې د غلې کومې نذرانې تاسو مالِک خُدائ ته پېش کوئ په يوه نذرانه کښې دې هم خمبيره نۀ وى، مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانه کښې چې کله هم خمبيره يا شات وانۀ چوئ.

12 تاسو چې هر کال لَو کوئ نو د خپل فصل وړومبۍ غله مالِک خُدائ ته راوړئ، خو دا دې په قربان‌ګاه باندې نۀ شى سوزولے.

13 د غلې په هره نذرانه باندې مالګه اچوئ، ځکه چې مالګه د خُدائ پاک او ستاسو په مينځ کښې د لوظ نښه ده. (تاسو په خپلو ټولو نذرانو خامخا مالګه اچوئ.)

14 چې کله تاسو د خپل رېبلے شوى فصل د وړومبۍ غلې نذرانه مالِک خُدائ ته راوړئ، نو وريتې شوې دانې يا مېده شوى اوړۀ ورته پېش کوئ.

15 د زيتُونو تېل په کښې ورګډ کړئ او لوبان ورباندې واچوئ.

16 اِمام به لږ اوړۀ او څۀ تېل او ورسره ټول لوبان هم وسوزى او دا به مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانې د نښې په توګه وى.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan