Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

ليويانو 17 - Pakistani Yousafzai Pashto


اوولسم باب د وينې خوړل حرام دى

1 بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم وکړو چې

2 هارون د هغۀ زامنو او ټولو اِسرائيلو ته دا اصُول وښائى.

3-4 کۀ يو اِسرائيلے کس يو غوَيے، يو ګډُورے، يا يو چېلۍ مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دروازې خولې نه بغېر په هر ځائ کښې حلال کړى نو هغۀ به قانون مات کړے وى. هغۀ وينه توئ کړې ده او هغه به نور د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.

5 د دې حُکم مطلب دا دے چې اِسرائيلو کوم ځناور په کولاو مېدان کښې حلالول نو هغوئ به هغه مالِک خُدائ ته راولى. هغوئ به دا د مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې اِمام له راولى او د سلامتۍ د نذرانو په توګه به يې حلالوى.

6 اِمام به هغه وينه د مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې د قربان‌ګاه په طرفونو باندې وشيندى او د خوشبوئى جوړېدو دپاره دې وازګه وسوزوى، په مالِک خُدائ باندې دا خوشبو ښۀ لګى.

7 اِسرائيليان دې د مالِک خُدائ سره نوره بې‌وفائى نۀ کوى چې خپل ځناور د چېلو په شان ښکارېدونکو پيريانو ته قربانى کړى. اِسرائيل به په راتلونکى ټولو وختونو کښې دا اصُول خامخا منى.

8 يو اِسرائيلے يا د پردى مُلک هر يو کس چې د هغوئ سره اوسيږى چې هغه يوه سوزېدونکې نذرانه يا بله څۀ قربانى پېش کوى

9 او د مقدسې خېمې د دروازې خولې ته يې مالِک خُدائ ته د پېش کولو دپاره رانۀ وړى نو هغه کس به نور د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.

10 هر يو اِسرائيلے يا د بل مُلک کس چې د هغوئ سره اوسيږى کۀ هغه غوښه خورى چې وينه لا په کښې وى، نو مالِک خُدائ به د هغۀ خِلاف شى او هغه به نور د هغۀ د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.

11 د هر ژوندى څيز ژوند په وينه کښې دے او دا ځکه مالِک خُدائ حُکم کړے دے چې ټوله وينه به په قربان‌ګاه توئ کړے شى چې د خلقو د ګناه کفاره ادا شى، دا وينه ده چې د ګناهونو کفاره ادا کوى.

12 دا ځکه مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته فرمائيلى دى چې نۀ به هغوئ او نۀ به د هغوئ سره مهاجر هغه غوښه خورى چې وينه لا په کښې وى.

13 هر يو اِسرائيلے يا د پردى مُلک کس چې د هغوئ سره اوسيږى کۀ د يو ځناور يا مارغۀ ښکار وکړى کوم چې حلال وى، نو هغه به خامخا د دې وينه په زمکه توئ کړى او په خاوره به يې پټه کړى.

14 د هر ژوندى څيز ژوند په وينه کښې دے، نو دا ځکه مالِک خُدائ اِسرائيلو ته فرمائيلى دى چې هغوئ به هغه غوښه نۀ خورى چې وينه لا په کښې وى خو کۀ چا وخوړله نو هغه به نور د هغۀ د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.

15 هر څوک، کۀ هغه اِسرائيلے وى يا د پردى مُلک کس، کۀ هغۀ د يو داسې ځناور غوښه وخوړله چې هغه په خپل مرګ مړ وى يا ځنګلى ځناورو وژلے وى نو هغه به خامخا خپلې جامې ووينځى، غسل به وکړى او تر ماښامه پورې به هغه ناپاک وى خو بيا به پاک شى.

16 کۀ هغۀ داسې ونۀ کړل، نو هغۀ ته به د خپلو بدو سزا مِلاو شى.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan