ليويانو 12 - Pakistani Yousafzai Pashtoدولسم باب د ماشوم د پېدا کېدو نه پس د ښځې پاکوالے 1 بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته دا اصُول وښودل 2 کوم چې د بنى اِسرائيلو دپاره دى. د يو زوئ پېدا کېدو نه پس ښځه تر اووۀ ورځو پورې ناپاکه وى، هم هغه شان چې څنګه د مياشتنۍ بيمارۍ په دوران کښې ناپاکه وى. 3 په اتمه ورځ به ماشوم سنت کړے شى. 4 نو ښځه دې درې دېرش ورځې نور هم انتظار کوى، ترڅو چې هغه پاکه شى. نو په دې دوران کښې به هغه هيڅ پاک څيز له لاس نۀ وروړى او نۀ به مقدسې خېمې ته ورننوځى چې تر څو پورې هغه پاکه شوې نۀ وى. 5 د يوې لور پېدا کېدو نه پس ښځه تر څوارلسو ورځو پورې هم هغه شان ناپاکه وى، چې څنګه د مياشتنۍ بيمارۍ په دوران کښې ناپاکه وى. او د پوره پاکېدو دپاره به هغه شپږ شپېتۀ ورځې نور هم انتظار کوى. 6 چې کله د هغې د ناپاکوالى وخت ختم شى نو هغه پاکه شى، کۀ د هغې زوئ يا لور پېدا شوې وى، نو هغه به اِمام ته د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې خولې ته د يو کال ګډُورے د سوزېدونکې نذرانې دپاره او يوه کونتره يا يوه ګوګوشتکه د ګناه د نذرانې دپاره راوړى. 7 اِمام به د هغې نذرانه مالِک خُدائ ته پېش کړى او د هغې د ناپاکۍ د لرې کولو دپاره به کفاره ادا کړى او د وينې د بهېدو نه به هغه پاکه شى. دا هغه اصُول دى چې يوه ښځه به يې د هلک يا د جينۍ د پېدا کېدو نه پس ضرور کوى. 8 کۀ هغه ښځه يو ګډُورے نۀ شى اخستلے، نو هغه به يوه د کُړکوړو جوړه يا د کونترو دوه بچى راوړى، يوه به د سوزېدونکې نذرانې دپاره وى او بله د ګناه د نذرانې دپاره وى او اِمام به د هغې د ناپاکۍ لرې کولو دپاره کفاره ادا کړى او هغه به پاکه شى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society