ليويانو 1 - Pakistani Yousafzai Pashtoاول باب سوزېدونکې نذرانه 1 مالِک خُدائ د خپلې حضورۍ د خېمې نه موسىٰ ته آواز وکړو او دا اصُول يې ورته وښودل. 2 هر کله چې اِسرائيليان خپلې قربانۍ پېش کوى نو دا اصُول به ياد ساتى، چې کله يو کس د يو ځناور قربانى پېش کوى، نو هغه به د سوزېدونکې نذرانې دپاره ګډ يا چېلے راولى. 3 کۀ هغه خپل څاروے د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کوى، نو هغه دې د رمې نه يو نر څاروے راولى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. هغه دې دا د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې حاضر کړى، نو مالِک خُدائ به دا قبول کړى. 4 هغه کس به خپل لاس ورله په سر کېږدى او دا به ترې نه په قربانۍ کښې قبول کړے شى او دا به د هغۀ دپاره کفاره شى. 5 هغه به هلته غوَيے حلال کړى او د هارون د خاندان اِمامان به مالِک خُدائ ته هغه وينه پېش کړى او چې د خېمې د دروازې په خولۀ کښې کومه قربانګاه ده د هغې څلورو واړو طرفونو ته دې وشيندى. 6 بيا به د هغه ځناور نه څرمن وباسى او حِصې حِصې به يې کړى، 7 او اِمامان به په قربانګاه باندې لرګى سم کېږدى او په لرګو به اور بل کړى. 8 هغوئ به د ځناور حِصې، سره د سر او وازګې په اور باندې کېږدى. 9 د هغه ځناور کولمې او پتُونان دې ووينځلے شى او اِمام به دا هر څۀ په قربانګاه باندې وسوزوى، ځکه چې په اور سوزېدونکې د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى. 10 کۀ هغه کس د ګډو يا د چېلو د رَمې نه څۀ پېش کوى، نو هغه دې خامخا نر وى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. 11 هغه به دا د قربانګاه په شمالى طرف حلالوى او د هغې وينه به اِمامان د قربانګاه څلورو واړو طرفونو ته وشيندى. 12 چې کله هغه کس دا حِصې حِصې کړى، نو اِمامان به د دې ټولې حِصې سره د سر او وازګې په اور باندې کېږدى. 13 هغه کس به د دې کولمې او پتُونان په اوبو ووينځى او اِمام به دا قربانى مالِک خُدائ ته پېش کړى او په قربانګاه باندې به يې ټوله وسوزوى. په اور سوزېدونکې د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى. 14 کۀ څوک يو مارغۀ د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کوى، نو هغه دې يوه ګوګوشتکه يا کونتره وى. 15 اِمام به دا په قربانګاه باندې پېش کړى، د هغې څټ به تاو کړى او سر به يې په قربانګاه باندې وسوزوى او د هغې وينه دې د قربانګاه په اړخ باندې وڅڅولے شى. 16 هغه دې د دې ججُوره او په ججُوره کښې چې څۀ وى هغه دې لرې کړى او دا دې د قربانګاه نمرخاتۀ طرف ته وغورزوى چرته چې ايرې اچولے شى. 17 هغه دې دا مارغۀ د وزرو نه ونيسى او داسې دې په مينځ دوه ټوټې شى چې وزر ترې نه بېل نۀ شى. او هغه دې دا ټول په قربانګاه باندې وسوزوى، په اور سوزېدونکې د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society