يشوَع 21 - Pakistani Yousafzai Pashtoيويشتم باب د ليويانو ښارونه 1 د ليوى قبيلې د کورَنو مشران اِلىعزر اِمام، د نون زوئ يشوَع او د ټولو بنى اِسرائيلو د قبيلو مشرانو له لاړل. 2 هلته د کنعان په مُلک سيلا کښې مشرانو هغوئ ته ووئيل، ”مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه حُکم کړے دے چې مونږ له به د اوسېدو دپاره ښارونه راکولے شى او داسې د دې نه ګېرچاپېره زمونږ د څاروو دپاره به د څرن زمکه راکولے شى.“ 3 نو د مالِک خُدائ د حُکم په مطابق بنى اِسرائيلو د خپلو علاقو نه ليويانو له خاص ښارونه او د څرن زمکې ورکړې. 4 وړومبى ښارونه د ليوى خاندان د قُهات قبيلو ته حواله کړے شول. هغه خاندان کوم چې د هارون اِمام اولاد وُو هغوئ ته د يهوداه، شمعون او بنيامين د علاقو نه ديارلس ښارونه حواله کړے شول. 5 د قُهات باقى پاتې قبيلې ته د اِفرائيم، دان او نمرپرېواتۀ طرف ته منسى د علاقو نه لس ښارونه حواله کړے شول. 6 د جيرسون قبيلې ته د يساکار، آشر، نفتالى او نمرخاتۀ طرف ته منسى د علاقو نه ديارلس ښارونه حواله کړے شول. 7 د مرارى قبيلې کورَنو ته د روبين، جاد او زبولون علاقو نه دولس ښارونه حواله کړے شول. 8 بنى اِسرائيلو د پچې په ذريعه دا ښارونه او د دې د څرن زمکې ليويانو ته حواله کړې، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه حُکم کړے وو. 9 دا د هغه ښارونو نومونه دى کوم چې د يهوداه او شمعون د علاقو نه ورکړے شوى وُو، 10 دا د هارون اولاد له ورکړے شوى وُو چې هغوئ د قُهات قبيله وه، چې هغوئ د ليويانو اولاد وو، ځکه چې اول هغوئ ته علاقه حواله کولے شوه. 11 هغوئ له د قِريَتاربع ښار ورکړے شو (اربع د عناق پلار وو)، اربع اوس حبرون بللے شى، دا د يهوداه د غرونو په مُلک کښې دے، د دې سره د دې نه ګېرچاپېره د څرن زمکه هم ورکړے شوه. 12 خو د هغه ښار پټى او نزدې کلى د مخکښې نه د يفُنه زوئ کالب له په ميراث کښې ورکړے شوى وُو. 13 دا ښارونه سره د څرن د زمکې د هارون اِمام اولاد ته حواله شوى وُو، حبرون کوم چې د پناه ښار وو، او لِبناه، 14 يتير، استموع، 15 حولون، دبير، 16 عين، يُوطه او بيتشمس، چې د دې سره د څرن زمکې هم وې، نهۀ ښارونه د يهوداه او شمعون دواړو قبيلو نه ورته حواله کړے شوى وُو. 17 د بنيامين د علاقې نه هغوئ له څلور ښارونه ورکړے شوى وُو، جبعون، جبعه، 18 عنتوت او د علمون ښارونه، چې د دې سره د څرن زمکې هم وې. 19 ټول ديارلس ښارونه، سره د څرن د زمکې د هارون اولاد اِمامانو له ورکړے شوى وُو. 20 د ليوى قبيلې د قُهات قبيلې نورو کورَنو ته د اِفرائيم د علاقې نه څۀ ښارونه حواله کړے شوى وُو. 21 هغوئ له څلور ښارونه ورکړے شوى وُو، شِکم او د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې د دې د څرن زمکه (شِکم د پناه يو ښار وو)، جزر، 22 قِبضيم او د بيتحورون ښارونه، چې د څرن زمکې د دې سره وې. 23 د دان د علاقې نه هغوئ له څلور ښارونه ورکړے شوى وُو، التِقيه، جبتون، 24 ايالون او جات رِمون، چې د څرن زمکې ورسره وې. 25 د نمرپرېواتۀ طرف ته منسى د علاقې نه هغوئ له دوه ښارونه ورکړے شوى وُو، تعنک او جات رِمون، چې د څرن زمکې ورسره وې. 26 د قُهات قبيلې کورَنو ته ټول لس ښارونه مِلاو شول، چې د څرن زمکې ورسره وې. 27 د ليوى قوم يوې بلې قبيلې جيرسون ته د نمرخاتۀ په طرف منسى د علاقې نه دوه ښارونه مِلاو شول يعنې په بسن کښې جولان، چې د پناه يو ښار وو او بعستراه، چې د څرن زمکې ورسره وې. 28 د يساکار د علاقې نه هغوئ ته څلور ښارونه مِلاو شول، قِسيون، دبرت، 29 يرموت او عينجنيم، چې د څرن زمکې ورسره وې. 30 د آشر د علاقې نه هغوئ ته څلور ښارونه مِلاو شول، مِسال، عبدون، 31 حلقت او رِحوب چې د څرن زمکې ورسره وې. 32 د نفتالى د علاقې نه هغوئ ته درې ښارونه مِلاو شول، په ګليل کښې قادِس، چې د پناه يو ښار وو او د څرن زمکې ورسره وې، حمات دور او قرتان چې د څرن زمکې ورسره وې. 33 د جيرسون قبيلې مختلفو کورَنو ته ټول ديارلس ښارونه مِلاو شول چې د څرن زمکې ورسره وې. 34 د ليوى قبيلې د مرارى پاتې قبيلې ته د زبولون علاقې نه څلور ښارونه مِلاو شول، يقنِعام، قرتاه، 35 دِمنه او نحلال چې د څرن زمکې ورسره وې. 36 د روبين علاقې نه هغوئ ته څلور ښارونه مِلاو شول، بصر، يهض، 37 قديمات او مفعت چې د څرن زمکې ورسره وې. 38 د جاد قبيلې نه هغوئ ته څلور ښارونه مِلاو شول، په جِلعاد کښې رامات، چې د پناه يو ښار وو، چې د څرن زمکې ورسره وې، محنايم، 39 حسبون او يعزير چې د څرن زمکې ورسره وې. 40 نو د مرارى قبيلې ته ټول دولس ښارونه حواله شوى وُو. 41-42 د بنى اِسرائيلو د خپل مُلک نه ټول اتۀ څلوېښت ښارونه ليويانو له ورکړے شوى وُو چې د هغې نه ګېرچاپېره د څرن زمکې وې. د بنى اِسرائيلو مُلک نيول 43 نو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له هغه ټول مُلک ورکړو د کوم يې چې د هغوئ پلار نيکۀ سره د ورکولو لوظ کړے وو. کله چې بنى اِسرائيلو دا مُلک قبضه کړو، نو هغوئ هلته په هغه مُلک کښې دېره شول. 44 مالِک خُدائ هغوئ له هم هغه شان د هر طرف نه امن ورکړے وو، لکه څنګه چې هغۀ د هغوئ د پلار نيکۀ سره لوظ کړے وو. د هغوئ يو دشمن هم د هغوئ مقابله نۀ شوه کولے ځکه چې مالِک خُدائ هغوئ له په ټولو دشمنانو باندې فتح ورکړې وه. 45 مالِک خُدائ چې د بنى اِسرائيلو سره څومره وعدې کړې وې نو په هغې کښې يوه هم نۀ وه ناکامه شوې او ټولې يې پوره کړې وې. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society