يشوَع 16 - Pakistani Yousafzai Pashtoشپاړسم باب اِفرائيم او د نمرپرېواتۀ طرف منسى ته علاقه حواله کېدل 1 د يوسف اولاد ته چې کوم مُلک حواله شوے وو د هغې جنوبى سرحد د يريحو سره نزدې د اُردن نه شروع شوے وو، دا هغه ځائ وو چې د يريحو چينو نمرخاتۀ طرف ته وو او صحرا ته تلے وو. دا د يريحو نه تلے وو او تر بيتايل پورې د غرونو مُلک ته ننوتلے وو. 2 د بيتايل نه دا لوز ته تلے وو او عطارات ادار ته رسېدلے وو، چرته چې ارکيان اوسېدل. 3 بيا دا د لاندينى بيتحورون پورې، نمرپرېواتۀ طرف ته د يفليطيانو علاقې ته تلے وو. دا د هغه ځائ نه جزر ته تلے وو او د مديترانى په سمندر باندې ختم وو. 4 دا زمکه د يوسف اولاد، د اِفرائيم قبيلو او د نمرپرېواتۀ طرف ته منسى ته مِلاو شوه چې د هغوئ خپل ميراث شى. اِفرائيم 5 دا د اِفرائيم د قبيلې د کورَنو علاقه وه، د هغوئ سرحد نمرخاتۀ طرف ته د عطارات ادار نه پاسنى بيتحورون ته تلے وو. 6 او د هغه ځائ نه د مديترانى سمندر ته تلے وو. مکمتاه د هغوئ په شمالى طرف باندې وو. هلته نمرخاتۀ طرف ته سرحد د تانت سيلا طرف ته تاو وو او د ينوحاه نمرخاتۀ طرف ته تلے وو. 7 بيا دا د ينوحاه نه لاندې عطارات او نعراه ته تلے وو، چې يريحو ته رسېدلے وو او د اُردن سره ختم وو. 8 نمرپرېواتۀ طرف ته سرحد د تفوح نه د قاناه نِهر ته تلے وو او د مديترانى سمندر سره ختم وو. دا هغه مُلک وو چې د اِفرائيم د قبيلې کورَنو ته ورکړے شوے وو چې د هغوئ ميراث شى، 9 چې په کښې يو څو هغه واړۀ ښارونه او کلى هم شامل وُو کوم چې د منسى په سرحدونو کښې دننه وُو، خو د اِفرائيم قبيلې له ورکړے شوى وُو. 10 خو هغوئ هغه کنعانيان ونۀ شړل کوم چې په جزر کښې اوسېدل، نو په دې وجه کنعانيان تر اوسه پورې د اِفرائيميانو سره اوسيږى، خو د کنعانيانو نه يې په زور کار اخلى. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society