Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

يشوَع 14 - Pakistani Yousafzai Pashto


څوارلسم باب د اُردن سيند نمرپرېواتۀ طرف ته د علاقې تقسيم

1 دا هغه حِساب کِتاب دے چې د اُردن سيند نمرپرېواتۀ طرف ته د کنعان مُلک په بنى اِسرائيلو باندې څنګه تقسيم شوے وو. اِلى‌عزر اِمام، د نون زوئ يشوَع او د بنى اِسرائيلو د قبيلو کورَنو مشرانو دا په خلقو باندې تقسيم کړو.

2 لکه څنګه چې مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو چې د اُردن سيند نمرپرېواتۀ طرف ته نهه نيمو قبيلو ته د ميراث د مِلاوېدو دا فېصله دې د پچې په ذريعه وشى.

3-4 موسىٰ د اُردن نمرخاتۀ طرف ته مُلک د مخکښې نه هغه نورو دوه نيمو قبيلو ته حواله کړے وو. د يوسف اولاد په دوو قبيلو کښې تقسيم وو، منسى او اِفرائيم. موسىٰ په هغه زمکه کښې ليويانو له هيڅ حِصه ورنۀ کړه. خو هغوئ ته د اوسېدو دپاره داسې ښارونه مِلاو شول چې د هغوئ د څاروو او رَمو دپاره پټى په کښې وُو.

5 بنى اِسرائيلو هغه زمکه هم هغه شان تقسيم کړه لکه څنګه چې مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو.


د حبرون کالب ته مِلاوېدل

6 يوه ورځ د يهوداه د قبيلې څۀ خلق په جِلجال کښې يشوَع له راغلل. د هغوئ نه يو کس د يفُنه قنزى زوئ کالب هغۀ ته وفرمائيل، ”تا ته پته ده چې مالِک خُدائ په قادِس برنيع کښې د خُدائ پاک بنده موسىٰ ته زما او ستا په حقله څۀ فرمائيلى وُو.

7 زۀ د څلوېښتو کالو وم چې کله د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ زۀ د قادِس برنيع نه ولېږلم چې د مُلک معلومات حاصل کړم. نو ما هغۀ له صحيح خبر راوړو.

8 کوم سړى چې زما سره تلى وُو نو هغوئ زمونږ خلق يرول. خو ما په وفادارۍ سره د مالِک خُدائ زما د خُدائ پاک تابعدارى وکړه.

9 په هغه وخت موسىٰ ما سره دا لوظ وکړو چې ما او زما بچو ته به بې‌شکه دا مُلک د ميراث په توګه ملاويږى چې په کوم کښې ما قدم اېښے وو.

10 خو اوس ګوره، چې د کله نه مالِک خُدائ موسىٰ ته داسې فرمائيلى دى نو د هغې پينځۀ څلوېښت کاله وشول. دا هغه وخت وو چې کله بنى اِسرائيل په صحرا کښې روان وُو او مالِک خُدائ د خپلې وعدې په مطابق تر نن ورځې پورې زۀ ژوندے ساتلے يم. ما ته وګوره. زۀ د پينځۀ اتياو کالو يم

11 او زۀ نن هم هغه شان تکړه يم چې څنګه په هغه وخت کښې وم چې کله موسىٰ لېږلے وم. زۀ تر اوسه پورې د جنګ او د باقى نورو کارونو دپاره اوس هم ښۀ تکړه يم.

12 نو، ما له د غرونو هغه مُلک راکړه چې مالِک خُدائ په هغه ورځ زما سره د هغې وعده کړې وه په کومه ورځ چې ما او نورو جاسوسانو خبر راوړو. ما بيا تا ته ووئيل چې هلته د دېوانو نسل عناقيان د پَخو دېوالونو په لويو لويو ښارونو کښې وُو. مالِک خُدائ دې زما مل شى او هغوئ به زۀ وشړم، هم هغه شان لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى.“

13 يشوَع د يفُنه زوئ کالب دپاره برکت وغوښتلو او د حبرون ښار يې ورکړو چې د هغۀ خپل شى.

14 حبرون تر اوسه پورې د يفُنه قنزى د زوئ کالب دے، ځکه چې هغۀ په وفادارۍ سره د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک تابعدارى کوله.

15 د حبرون ښار مخکښې د قِريَت‌اربع په نوم يادېدو، ځکه چې اربع د ټولو نه لوئ عناقے وو. نو بيا په هغه مُلک کښې جنګونه ختم شول او امن و امان شو.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan