Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

يشوَع 12 - Pakistani Yousafzai Pashto


دولسم باب د حضرت موسىٰ نه شکست خوړونکى بادشاهان

1 بنى اِسرائيلو دوو بادشاهانو له شکست ورکړو، نو د اُردن نمرخاتۀ طرف ته، د ارنون وادۍ نه واخله د اُردن تر وادۍ پورې او هم داسې په شمال کښې د حرمون غر پورې ټول مُلک يې فتح کړے وو او قبضه يې پرې کړې وه.

2 يو امورى بادشاه سيحون وو چې هغۀ به په حسبون باندې بادشاهى کوله. د هغۀ په بادشاهۍ کښې نيم جِلعاد شامل وو، د عروعير نه واخله چې د ارنون وادۍ په غاړه وو او د هغه وادۍ په مينځ کښې ښار او هم داسې د يبوق سيند پورې چې دا د عمون سرحد وو،

3 په دې کښې د اُردن وادى يعنې په جنوب کښې د ګليل درياب نه واخله د مړ درياب نمرخاتۀ طرف تر بيت‌يسيموت پورې او د پِسګه غر د لمنو پورې علاقې شاملې وې.

4 هغوئ د بسن بادشاه عوج له هم شکست ورکړو، څوک چې د رفائيم آخرى پاتې شوے وو، هغۀ په عستارات او ادرعى باندې بادشاهى کوله.

5 د هغۀ په بادشاهۍ کښې د حرمون غر، سلکه او د جسور سرحدونو پورې ټول بسن او معکه او نيم جِلعاد او هم داسې د حسبون بادشاه سيحون د علاقې پورې مُلک په کښې شامل وو.

6 موسىٰ او بنى اِسرائيلو دې دوو بادشاهانو له شکست ورکړے وو. د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ د هغوئ مُلک د روبين، جاد او د منسى نيمې قبيلې له د دې دپاره ورکړے وو چې د هغوئ خپل ميراث شى.


هغه بادشاهان چې حضرت يشوَع شکست ورکړے وو

7 نو يشوَع او بنى اِسرائيلو د اُردن نمرپرېواتۀ طرف ته دې ټولو بادشاهانو له شکست ورکړو چې په دې کښې د لبنان وادۍ بعل‌جاد نه واخله په جنوب کښې د ادوم سره نزدې د خلق غر پورې علاقې شاملې وې. يشوَع دا مُلک په قبيلو باندې تقسيم کړو او دا يې ورکړو چې پوخ ميراث يې شى.

8 په دې حِصه کښې د غرونو مُلک، نمرپرېواتۀ طرف ته د غرونو لمنې، د اُردن وادى او د دې لمنې، نمرخاتۀ طرف ته کوزه علاقه او په جنوب کښې خُشکه علاقه شامله وه. په دې علاقه کښې حِتيان، اموريان، کنعانيان، فرزيان، حِويان او يبوسيان اوسېدل.

9 بنى اِسرائيلو چې کومو بادشاهانو له شکست ورکړو هغه دا دى، يريحو، عى چې بيت‌ايل ته نزدې وو،

10 يروشلم، حبرون،

11 يرموت، لکيس،

12 عجلون، جزر،

13 دبير، جدر،

14 حُرمه، عراد،

15 لِبناه، عدولام،

16 مقيده، بيت‌ايل،

17 تفوح، حِفر،

18 افيق، لشرون،

19 مدون، حصور،

20 سِمرون مرون، اکشاف،

21 تعنک، مِجدو،

22 قادِس، يقنِعام چې په کرمل کښې وو،

23 دور چې د سمندر په غاړه وو، جوئيم، چې په ګليل کښې وو،

24 او تِرضاه. دا ټول يو دېرش بادشاهان وُو.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan