يشوَع 1 - Pakistani Yousafzai Pashtoاول باب د خُدائ پاک حضرت يشوَع له د کنعان د فتح کولو حُکم ورکول 1 د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ د مرګ نه پس مالِک خُدائ د موسىٰ مددګار د نون زوئ يشوَع سره کلام وکړو. 2 هغۀ وفرمائيل، ”زما خِدمت کوونکے موسىٰ مړ دے نو اوس تۀ او اِسرائيليان تيار شئ او د اُردن د سيند نه پورې غاړه هغه زمکې ته واوړئ چې زۀ به يې تاسو له درکوم. 3 چې زۀ به هر هغه ځائ تاسو له درکوم چې چرته تاسو قدم ږدئ هم هغه شان لکه څنګه چې ما د موسىٰ سره وعده کړې وه. 4 ستاسو علاقه به په جنوب کښې د بيابان نه واخله په شمال کښې د لبنان غرونو پورې، نمرخاتۀ طرف د فرات د لوئ سيند نه واخله، نمرپرېواتۀ طرف ته د مديترانى د سمندر پورې خوره وى چې په دې کښې به د حِتيانو ټول مُلک شامل وى. 5 يشوَع چې تر کومې پورې تۀ ژوندے يې هيڅ څوک به تا له شکست نۀ شى درکولے. زۀ به ستا هغه شان مل يم لکه څنګه چې د موسىٰ مل وم. زۀ به کله هم تاسو سره بېوفائى ونۀ کړم او نۀ به مو يواځې پرېږدم. 6 تکړه او زړَور اوسه ځکه کله چې دوئ هغه زمکه قبضه کوى نو تۀ به د هغوئ مشر يې، هغه زمکه چې ما د دوئ پلار نيکۀ سره د هغې لوظ کړے وو. 7 تکړه او زړَور اوسه او په هغه ټول شريعت باندې عمل کوه چې زما خِدمت کوونکى موسىٰ تا له درکړے دے. د هغې نه يو خوا بل خوا مۀ اوړه او بيا چې هر چرته هم تۀ ځې نو کامياب به يې. 8 ستاسو په خولۀ دې د شريعت دا کِتاب خبرې همېشه وى. شپه او ورځ په دې غور کوئ. او چې په دې کښې څۀ ليکلى دى نو په هغې ښۀ عمل کوئ. نو تاسو به کامياب يئ. 9 دا ياد ساته چې ما تا ته حُکم کړے وو چې تکړه او زړَور اوسه. يرېږه مه او چې بېحوصلې نۀ شې، ځکه چې تۀ هر چرته هم ځې نو زۀ مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک به ستا مل يم.“ د حضرت يشوَع بنى اِسرائيلو له حُکمونه ورکول 10 بيا يشوَع مشرانو له حُکم ورکړو چې، 11 ”په کېمپ کښې وګرځئ او خلقو ته ووايئ چې، څۀ خوراک تيار کړئ ځکه چې درې ورځې پس به تاسو د اُردن سيند نه واوړئ او هغه مُلک به قبضه کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى.“ 12 يشوَع د روبين، جاد او د منسى نيمې قبيلې ته وفرمائيل، 13 ”هغه څۀ مۀ هېروئ چې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ تاسو ته فرمائيلى وُو چې، ”مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو له د آرام ځائ درکړى او هغه به تاسو له دا زمکه درکړى.“ 14 ستاسو ښځې، ماشومان او څاروى به په هغه زمکه باندې پاتې شى چې موسىٰ د اُردن سيند بلې غاړې ته تاسو له درکړې ده. خو ستاسو تکړه لښکر به سره د وسلې د بنى اِسرائيلو وروڼو د مدد دپاره مخکښې روان وى، 15 تر دې چې مالِک خُدائ هغوئ او تاسو له هم آرام درکړى او چې هغوئ هغه زمکه ونيسى چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هغوئ له ورکړې ده. نو بيا به تاسو خپل هغه مُلک ته راشئ او قبضه به يې کړئ چې د اُردن سيند نه اخوا نمرخاتۀ طرف ته دے، کوم چې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ تاسو له درکړے دے.“ 16 هغوئ يشوَع ته ووئيل، ”مونږ به هغه هر څۀ کوُو چې تۀ يې مونږ ته حُکم کوې او هر چرته مو چې لېږې نو مونږ به ځُو. 17 مونږ به ستا په خبره عمل کوُو لکه څنګه مو چې همېشه د موسىٰ خبره منلې ده. او مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک دې ستا هغه شان مل وى لکه څنګه چې هغه د موسىٰ مل وو. 18 او څوک هم چې ستا د حُکمونو نه بغاوت کوى او ستا په خبرو باندې عمل نۀ کوى نو مړ به کړے شى. نو بس تۀ تکړه او زړَور اوسه.“ |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society