Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

يُونس 1 - Pakistani Yousafzai Pashto


اول باب د حضرت يُونس د مالِک خُدائ نه تښتېدل

1 د مالِک خُدائ کلام د امِتى په زوئ يُونس نازل شو،

2 ”سمدستى د نينوه لوئ ښار ته لاړ شه او د هغې خلاف زما د فېصلې اعلان وکړه، ځکه چې ما ليدلى دى چې د دغه ښار خلق څومره بدعمله دى.“

3 خو يُونس د مالِک خُدائ نه وتښتېدو او ترسيس ته روان شو. هغه يافا ښار ته ورسېدو، هلته هغۀ وکتل چې يو سمندرى جهاز ترسيس ته تلو والا دے. هغۀ کرايه ورکړه او سمندرى جهاز ته وختو او ترسيس ته روان شو چې د مالِک خُدائ نه وتښتى.

4 خو مالِک خُدائ په سمندر يو لوئ طوفان راوستو، او طوفان دومره تېز وو چې د جهاز د ماتېدو خطره وه.

5 د سمندرى جهاز ماڼکيان ډېر يرې واخستل او هر يو خپل خُدائ ته چغې وهلې. او هغوئ د جهاز د وزن سپکولو دپاره سامان سمندر ته وغورزولو. خو يُونس ښکته کوز شوے وو، هلته هغه په خوږ خوب اودۀ پروت وو.

6 د جهاز مشر هغۀ له ورغلو او ورته يې ووئيل چې، ”تۀ څنګه اودۀ يې؟ پاڅه او خپل خُدائ ته سوال وکړه. کېدے شى چې هغه زمونږ خيال وساتى، او مونږ تباهۍ نه بچ شُو.“

7 د جهاز ماڼکيانو يو بل ته ووئيل چې، ”راځئ چې پچه واچوو چې پته ولګى چې څوک د دې افت ذمه وار دے.“ نو هغوئ پچه واچوله او پچه د يُونس د نوم راووتله.

8 نو هغوئ ورته ووئيل چې، ”مونږ ته ووايه چې څوک د دې ذمه وار دے چې مونږ ټولو ته يې دا مصيبت جوړ کړو؟ تۀ څۀ کار کوې؟ تۀ د چرته نه راغلے يې؟ تۀ د کوم مُلک يې؟ تۀ د کوم قوم يې؟“

9 هغۀ جواب ورکړو، ”زۀ عبرانے يم او زۀ د مالِک خُدائ عبادت کوم، د آسمانى خُدائ پاک، چا چې زمکه او سمندر پېدا کړى دى.“

10 يُونس هغوئ ته دا هم وفرمائيل چې، ”زۀ د مالِک خُدائ د حضور نه تښتم.“ دې هر څۀ اورېدو سره مسافر سخت ويرېدل او ورته يې ووئيل، ”دا تا څۀ کړى دى؟“

11 د سمندر چپې لا نورې هم زياتېدې نو هغوئ هغۀ نه تپوس وکړو، ”مونږ تا سره څۀ وکړُو چې مونږ دپاره دا سمندر په آرام شى؟“

12 ”ما اوچت کړئ او سمندر ته مې وغورزوئ،“ يُونس ورته جواب ورکړو، ”نو طوفان به قلار شى. ما ته پته ده چې دا زما غلطى ده چې په تاسو دا لوئ طوفان راغلو.“

13 باوجود د دې، هغه سړو چپو وهلو سره د سمندر غاړې ته د تلو ډېر کوشش وکړو. خو هغوئ ونۀ رسېدل، ځکه چې سمندر کښې طوفان د مخکښې نه نور هم خطرناک شو.

14 نو هغوئ د يُونس مالِک خُدائ ته چغې کړې، ”اے مالِکه خُدايه، مونږ د دې سړى د ژوند د ختمولو په وجه مړۀ نۀ کړې. مونږ د يو بې‌ګناه سړى په مرګ باندې راونۀ نيسې، ځکه چې اے مالِکه خُدايه، تۀ هغه څۀ کوې څۀ چې ستا رضا وى.“

15 نو بيا هغوئ يُونس اوچت کړو او سمندر ته يې وغورزولو، او طوفان سمدستى قلار شو.

16 په دې کار هغه خلق د مالِک خُدائ نه ډېر ويرېدل او هغوئ يوه قربانى پېش کړه او منښتې يې ومنلې.

17 خو مالِک خُدائ يو غټ کب راولېږلو چې يُونس تېر کړى، او يُونس درې ورځې او درې شپې د کب په ګېډه کښې وو.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan