Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

يوايل 1 - Pakistani Yousafzai Pashto


اول باب

1 د مالِک خُدائ کلام چې په يوايل د فتوايل په زوئ نازل شو.


د مُلخانو حمله

2 اے مشرانو، دا واورئ. تاسو ټول غوږ شئ، څوک چې په دې مُلک کښې اوسېږئ. ولې ستاسو په ژوند کښې يا ستاسو د پلار نيکۀ په ژوند کښې داسې څۀ کله پېښ شوى دى؟

3 دا خپل اولاد ته ووايئ، او هغوئ دې دا خپل اولاد ته ووائى او داسې دې دا ياد تر نسلونو پورې تازه وى.

4 د قحطۍ د مُلخانو د لښکرو نه چې څۀ پاتې شُو، هغه غټو مُلخانو وخوړل، چې د غټو مُلخانو نه څۀ پاتې شُو نو هغه وړو مُلخانو وخوړل، او څۀ چې د وړو مُلخانو نه پاتې شُو، نو هغه نورو مُلخانو وخوړل.

5 اے شرابيانو، ويښ شئ او وژاړئ، اے مے څښونکو، تاسو ټول افسوس وکړئ، د نوؤ ميو په وجه افسوس وکړئ، ځکه چې دا ستاسو د شونډو نه راښکلے شول.

6 د هغوئ ټول لښکر زما په مُلک حمله وکړه، چې طاقتور او د شمېر نه بهر دى، د هغوئ غاښونه د زمرى په شان تېرۀ دى او د هغوئ داړې د زمرۍ په شان دى.

7 هغوئ زما د انګورو بوټى تباه کړى دى او زما د اينځرو ونې يې تباه کړې دى، پوستکى يې ترې نه ويستى دى او تباه کړى يې دى، د دې څانګې يې خالى او لغړى پرېښودې دى.

8 لکه د هغه پېغلې وژاړئ چا چې د ماتم جامې اغوستې وى او د خپل چنغول په مرګ ژړا انګولا کوى.

9 د غلې او د څښلو نذرانې د مالِک خُدائ په کور کښې ختمې شوې. هغه اِمامان ژاړى څوک چې د مالِک خُدائ په وړاندې خِدمت کوى.

10 پټى تباه شوى دى، زمکه اوچه شوه، غله تباه شوه، انګور ضائع شُو، او د زيتُونو تېل ختم شول.

11 اے زميدارانو غمژن اوسئ، اے د انګورو د باغ ماليانو، ژړا کوئ، د غنم او د اوربشو دپاره غمژن شئ، ځکه چې د فصل پټى تباه شوى دى.

12 د انګورو بوټى اوچ شُو او د اينځرو ونې وچې شوې، د انارو ونې، د کجورو ونې، او د سيوانو ونې او ټولې مېوه دارې ونې وچې شوې دى. او يقيناً د خلقو خوشحالى ورسره ورکه شوې ده.

13 اے اِمامانو د ټاټ جامې واچوئ او وژاړئ، او ماتم وکړئ تاسو څوک چې په قربان‌ګاه کښې خِدمت کوئ. راشئ، ټوله شپه د ټاټ په جامو کښې تېره کړئ، تاسو څوک چې د مالِک خُدائ په حضور کښې خِدمت کوئ. ځکه چې ستاسو د خُدائ کور د غلې او د څښلو د نذرانو نه محروم شو.

14 د مقدسې روژې نيولو اعلان وکړئ، او د خلقو مقدسه اجتماع راوغواړئ. مشران او د مُلک ټول خلق د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک کور ته راوغواړئ او مالِک خُدائ ته وژاړئ.

15 افسوس په هغه ورځ، ځکه چې د مالِک خُدائ هغه د قيامت ورځ رانزدې ده، په کومه به چې قادر خُدائ تباهى راولى.

16 زمونږ خوراک زمونږ د سترګو په وړاندې غېب شو، او خندا خوشحالى زمونږ د خُدائ پاک په کور کښې بنده شوه.

17 تخم د زمکې لاندې اوچ شو. د غلې ګودامونه خالى او وران ويجاړ پراتۀ دى، خمبې تشې او ماتې شوې ځکه چې تخم اوچ شوے دے.

18 څاروى د لوږې نه چغې وهى، د څاروو رمې اخوا ديخوا پرېشانه ګرځى ځکه چې د هغوئ دپاره شينکے نشته، تر دې چې د ګډو رمې هم په تکليف کښې دى.

19 اے مالِکه خُدايه، زۀ تا ته د مدد دپاره فرياد کوم، ځکه چې اور د څرېدو ځايونه وسوزول او لمبو د ټولو پټو ونې وسوزولې.

20 تر دې چې ځنګلى ځناور هم تا ته فرياد کوى ځکه چې د اوبو نِهرونه اوچ شوى دى، او د اور لمبو په صحرا کښې څرن ځايونه سوزولى دى.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan