Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

ايُوب 8 - Pakistani Yousafzai Pashto


اتم باب د بِلداد وېنا

1 بيا بِلداد شوحى ووئيل،

2 ”ترڅو پورې به تۀ دا خبرې کوې، او دا بک بک به جارى ساتې؟

3 خُدائ پاک د اِنصاف نه نۀ اوړى. او د قادر خُدائ کارونه همېشه په حقه وى.

4 کۀ ستاسو بچو د هغۀ خِلاف ګناه کړې وى، نو هغوئ ته به د هغې بدله مِلاو شوې وى.

5 کۀ تۀ خُدائ پاک ولټوې او قادر خُدائ ته په دُعا کښې سوال وکړې،

6 کۀ تۀ صفا او صادق يې، نو هغه به په خپله راپاڅى او هغه به تا له خپل صحيح مقام واپس درکړى.

7 اګر چې ستا شروع معمولى شان وه، خو په مستقبل کښې به مالدار شې.

8 معلوماتو دپاره مخکښېنو نسلونو نه تپوس وکړه، او د هغوئ چې کومې تجربې دى په هغې غور وکړه.

9 ځکه چې مونږ پرون پېدا شوى يُو او مونږ ته هيڅ پته نۀ لګى، ځکه چې په زمکه باندې زمونږ وخت د سورى په شان روان دے.

10 خو پرېږده چې هوښيار مشران درته ښودنه وکړى، او د هغوئ وېنا ته غوږ نيسه.

11 چرته چې اوبۀ نۀ وى نو هلته لوخه نۀ را شنه کيږى، دا د اوبو نه بغېر نۀ کيږى.

12 او دا لا شنه وى او رېبلے شوې نۀ وى، خو د نورو واښو نه زر وچيږى.

13 نو چې څوک خُدائ پاک هېروى نو د هغوئ هم دغه لار ده، چې څوک د خُدائ نه منکر وى نو د هغوئ اُميد به ختم شى.

14 د هغوئ ايمان نازک وى، د هغوئ يقين د جولا د جالې په شان وى.

15 چې څوک په دې جاله يقين کوى نو هغوئ ته به دا جاله ټينګه نۀ شى، کۀ څوک ورپورې ځان وتړى، نو دا به يې برداشت نۀ کړى.

16 منکر کسان داسې ښکارى چې په نمر کښې رازرغون وى، او د دې څانګې په باغ کښې خورې ورې وى.

17 د هغوئ جرړې د کاڼو د ډېرى نه تاويږى، او دا کاڼى کلک نيسى.

18 خو کۀ هغوئ د خپل ځائ نه لرې کړے شى، نو بيا به هغوئ اِنکار وکړى او وائى به چې ما تاسو کله هم نۀ يې ليدلے.

19 ګوره، د هغوئ خوشحالى به د لږ وخت دپاره وى، خو نور بوټى راشنۀ شى او د دې ځائ ونيسى.

20 ګوره، خُدائ پاک به يو بې‌داغه کس نۀ رد کوى، او نۀ به د بدعمله خلقو مدد وکړى.

21 هغه به بيا هم تاسو له خوشحالى درکړى، او ستاسو خولې به د خندا نۀ ډکې کړى.

22 چې څوک ستا نه نفرت کوى نو هغوئ به په شرمونو وشرميږى، او د بدکارانو کور به تباه شى.“

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan