ايُوب 40 - Pakistani Yousafzai Pashtoڅلوېښتم باب 1 بيا مالِک خُدائ ايُوب ته وفرمائيل، 2 ”تۀ اوس هم د قادر خُدائ سره بحث کول غواړې څۀ؟ څوک چې د خُدائ پاک سره بحث کوى نو هغه به جواب ورکوى.“ د حضرت ايُوب جواب 3 بيا ايُوب مالِک خُدائ له جواب ورکړو، 4 ”ګوره، زۀ هيڅ هم نۀ يم، زۀ به تا له څۀ جواب درکړم؟ زۀ په خپله خولۀ باندې لاس ږدم. 5 ما ډېر څۀ وئيلى دى، نور زۀ څۀ نۀ وايم.“ 6 بيا مالِک خُدائ د طوفان نه ايُوب له جواب ورکړو، 7 ”نو اوس ورته ټينګ شه، زۀ به ستا نه تپوس وکړم او تۀ به ما له جواب راکړې. 8 ولې تۀ د دې ثابِتولو کوشش کوې چې زۀ بېاِنصافه يم، او ما غلط وګڼې او خپل ځان ته صحيح ووائې؟ 9 تۀ د خُدائ پاک په شان تکړه يې څۀ، ستا آواز د هغۀ د تندر د آواز په شان کېدے شى؟ 10 کۀ داسې وى نو په رُعب داب او شان و شوکت سره خپل ځان سنګار کړه، د عزت او درناوى په جامو باندې خپل ځان پټ کړه. 11 خپل ځان په قهر کړه، هر يو مغرور سړى ته ګوره او هغه سپک کړه، 12 ټولو مغروره خلقو ته وګوره او هغوئ عاجزان کړه، او بدعمله خلق ټک سره ووژنه. 13 هغوئ ټول په خاورو کښې ښخ کړه، او هغوئ قبر کښې قېد کړه. 14 نو زۀ به دې هم صِفت وکړم، ځکه چې خپل طاقت تا بچ کولے شى. 15 دريابى مېښې ته وګوره، چې هغه مې هم هغه شان جوړه کړې ده لکه څنګه مې چې تۀ جوړ کړے يې، دا د يو غوَيى په شان واښۀ خورى. 16 د هغې طاقت د هغې په بدن کښې دے، او د هغې طاقت د هغې د خېټې په پټو کښې دے. 17 د هغې لکۍ لکه د دِيار د ونې په شان سخته ده، د هغې د پتُون پټې خپلو کښې غوټه شوې دى. 18 د دې هډوکى د زېړو نلکې دى، د هغې هډوکى د اوسپنې سيخونه دى. 19 دا د خُدائ پاک د کارنامو يو لوئ کار دے، او صرف د دې خالِق په دې باندې قابو موندلے شى. 20 ځکه چې غرونه د دې دپاره خوراک پېدا کوى چرته چې ټول ځنګلى ځناور لوبې کوى. 21 دا په اوبو کښې د نيلوفر بوټو لاندې پراتۀ وى او د لوخې په ډنډونو کښې پټ وى. 22 د نيلوفر بوټى ورباندې سورے کوى، او د نِهر د غاړې د وَلو ونې د دې نه ګېرچاپېره تاو وى. 23 کۀ سيند په موج کښې وى، نو دا نۀ يريږى، د اُردن سيند کۀ تر خولې پورې هم ډک وى نو دا نۀ يريږى. 24 څوک دا د کُنډو سره راوچتولے شى، يا يې څوک په پوزه کښې د قابو کولو دپاره پېزوان اچولے شى؟ |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society