Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

ايُوب 39 - Pakistani Yousafzai Pashto


يو کم څلوېښتم باب

1 تا ته پته شته چې کله د غرۀ چېلۍ بچى راوړى؟ ولې تۀ پرې نظر ساتې چې کله هوسۍ بچى راوړى؟

2 ولې تا ته پته شته چې دا بچى څو مياشتې د هغوئ په ګېډه وى؟ او تا ته د هغه وخت پته شته څۀ چې دا به کله پېدا شى

3 کله چې هغوئ د اولاد د پېدا کېدو دپاره کښېنى، او د هغوئ بچى پېدا شى؟

4 د هغوئ بچى تکړه شى او په ځنګل کښې لوئيږى، هغوئ ترې نه لاړ شى او واپس ورله نۀ راځى.

5 ځنګلى خرونه چا پرېښې دى چې خوشى لاړ شى؟ دا چا آزاد پرېښى دى چې ګرځى راګرځى؟

6 ما دا په صحرا کښې پرېښى دى، او د مالګې مُلک مې ورکړے دے چې په کښې اوسيږى.

7 هغه د ښار د شور نه نفرت کوى، او خرکار ورسره نشته چې په دې باندې آواز وکړى.

8 دا غرونو ته ځى چې دا يې د څرن زمکه شى، او هر يو شين بوټے د خوراک دپاره لټوى.

9 ولې ځنګلى غوَيے به تا پرېږدى چې کار ترېنه واخلى؟ هغه به ستا په اخور کښې شپه تېره کړى څۀ؟

10 ولې تۀ يو ځنګلى غوَيے د يوې دپاره تړلے شې؟ دا به ستا دپاره يو پټے يوه کړى څۀ؟

11 ولې تۀ د هغې لوئ طاقت باندې اعتبار کولے شې چې هغه به ستا مدد وکړى؟ تۀ په دې باندې دا يقين کولے شې څۀ چې دا به ستا دپاره کار وکړى؟

12 تۀ په دې يقين کوې چې دا به واپس راشى، او ستا درمند ته به ګېډى راوړى؟

13 د شتر‌مرغ وزر ښائسته کولاو خوريږى، خو دا د زاڼې د وزرو برابر کېدے خو نۀ شى.

14 شتر‌مرغ خپلې هګۍ د دې دپاره په زمکه پرېږدى، چې ګرمى شى،

15 دا فکر نۀ کوى چې د څۀ پښې لاندې به راشى، او چې يو ځنګلى ځناور به يې ذرې ذرې کړى.

16 دا په خپل بچى باندې داسې ظلم کوى، چې ګنې دا يې خپل نۀ وى، او کۀ مرى نو پرواه يې نۀ ساتى،

17 ځکه چې خُدائ پاک د هغې نه عقل اخستے دے، او هيڅ پوهه يې نۀ ده ورکړې.

18 خو کله چې پاڅى او منډه کړى، نو بيا څوک چې په آس ناست هم وى د دې نه مخکښې کېدے نۀ شى.

19 ولې آس له طاقت تا ورکړے دے؟ د هغۀ په څټ باندې وېښتۀ تا پېدا کړى دى؟

20 د قحطۍ مُولخانو په شان د دې ټوپ تا جوړ کړے دے؟ او يا د دې هغه د رُعب والا آوازونه تا جوړ کړى دى څۀ چې خلق يروى؟

21 دا په پښه باندې زمکه ټکوى او په خپل طاقت په هغه وخت خوشحاليږى چې د جنګ دپاره ولېږلے شى.

22 دا يرې پورې خندا کوى او نۀ بې‌حوصلې کيږى، او د تُورې نه نۀ شاته کيږى.

23 په دې باندې سورلۍ سره د غشو تيلۍ ځلېدونکې نېزه او وړه نېزه هم آواز پېدا کوى.

24 د جوش او د غصې د وجې دا په تېزۍ سره ځى، دا د بيګل د غږېدو پورې صبر نۀ شى کولے.

25 کله چې بيګل وغږيږى نو آس يو هڼ آواز وکړى. د لرې ځائ نه هغۀ له د جنګ بوئ ورځى، د جنګى مشرانو د تندر په شان آواز او چغې اورى.

26 ولې باښه ستا د عقل په وجه الوځى، چې خپل وزر خوارۀ کړى او د جنوب طرف ته والوځى؟

27 باز ستا په حُکم بره خېژى او په اوچت ځائ خپله جاله جوړوى؟

28 دا په اوچت ګټ باندې اوسيږى او خپل کور جوړوى او د ګټ په سر باندې په يو محفوظ ځائ کښې شپه تېروى.

29 د هغه ځائ نه يې په ښکار باندې نظر وى، او د هغۀ سترګې ښکار د لرې ځائ نه وينى.

30 د دې بچى وينه څښى، او چې په کوم ځائ کښې مرداره وى، نو هغه په هغه ځائ کښې حاضر وى.“

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan