Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

ايُوب 32 - Pakistani Yousafzai Pashto


دوه دېرشم باب د اليهُو د حضرت ايُوب ملګرى رټل

1 نو دې درېو کسانو ايُوب له نور جواب ورنۀ کړو، ځکه چې ايُوب پخپله په خپل خيال کښې بې‌ګناه وو.

2 نو بيا د رام د خاندان د بوزى براکيل زوئ اليهُو غصه شو. هغه ايُوب ته ځکه غصه شو چې ايُوب خپل ځان صحيح ګڼلو او په خُدائ پاک يې اِلزام لګولو.

3 هغه د ايُوب درېو ملګرو ته هم غصه وو ځکه چې هغوئ ايُوب له جواب نۀ شو ورکولے او داسې ښکارېده چې خُدائ پاک په غلطه دے.

4 نو اليهُو د ايُوب سره د خبرو کولو دپاره د نورو کسانو انتظار کولو، ځکه چې هغوئ د هغۀ نه مشران وُو.

5 خو چې کله اليهُو ته پته ولګېده چې د هغه درېو کسانو سره څۀ جواب نۀ وو، نو هغه غصه شو.

6 د بوزى براکيل زوئ اليهُو ووئيل، ”زۀ زلمے يم، او تۀ بوډا يې، نو په دې وجه زۀ يرېدم چې تا د خپلې رايې نه خبر کړم.

7 ما وئيل چې مشران دې خبره وکړى، ځکه چې عقل د عُمر سره راځى.

8 دا د قادر خُدائ روح دے چې بنيادم له پوهه ورکوى.

9 صِرف مشران هوښيار نۀ وى، کله کله مشران هم په اِنصاف باندې نۀ پوهيږى.

10 نو ځکه زۀ وايم چې ما ته غوږ ونيسئ، ما پرېږدئ چې د خپلې رايې اظهار هم وکړم.

11 ګوره، کله چې تا خبرې کولې نو ما څۀ نۀ وئيل، او ما ستا دليل ته غوږ نيولو، کله به چې تا سوچ کولو چې څۀ ووايم.

12 ما تا ته توجو کوله، خو داسې هيڅ څوک نۀ وُو چې ايُوب يې غلط ثابت کړے وے، او په تاسو کښې داسې هيڅ څوک نۀ وُو چې د هغۀ د خبرې جواب يې ورکړے وے.

13 نو بيا دا مۀ وايئ چې مونږ ته عقل مِلاو شوے دے، پرېږده چې د انسان په ځائ خُدائ پاک هغۀ له جواب ورکړى.

14 ايُوب ما سره نۀ تاسو سره بحث کولو، خو زۀ به هغۀ له ستاسو په شان جواب نۀ ورکوم.

15 تاسو غلى ناست يئ، تاسو سره بل جواب نشته، تاسو يوه خبره هم نۀ شئ کولے.

16 کله چې تاسو خاموش يئ نو زۀ به هم خاموش يم؟ ځکه چې تاسو هلته ولاړ يئ او بله يوه خبره هم نۀ شئ کولے؟

17 زۀ به هم خپل جواب ورکړم، زۀ به هم د خپلې رايې اظهار وکړم.

18 ځکه چې ما سره خبرې ډېرې دى، په ما کښې چې کوم روح دے هغه ما مجبوروى.

19 کۀ ما ته د خبرو کولو موقع مِلاو نۀ شى، نو زما برداشت ختم دے او زۀ به پړق وچوم.

20 زۀ به خبرې کوم، چې ما ته آرام مِلاو شى، او زۀ به جواب درکړم.

21 زۀ به د هيچا طرفدارى نۀ کوم او زۀ به د چا چاپلوسى نۀ کوم.

22 ځکه چې زۀ په چاپلوسۍ نۀ پوهېږم، ګنې زما پېدا کوونکى به زر ختم کړے وم.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan