ايُوب 29 - Pakistani Yousafzai Pashtoيو کم دېرشم باب د حضرت ايُوب خپله صفائى پېش کول 1 ايُوب خپله خبره بيا شروع کړه او وې فرمائيل، 2 ”کاش چې تېر عُمر زما بيا راغلے وے، چې په کوم وخت کښې د خُدائ پاک په ما باندې نظر وو، 3 هغۀ ما ته رڼا کړه کله چې زۀ په تيارۀ کښې ګرځېدم. 4 کله چې زۀ په ځوانۍ کښې وم، او د خُدائ پاک د دوستۍ نظر زما په کور باندې وو، 5 کله چې قادر خُدائ زما مل وو، او زما بچى زما نه ګېرچاپېره تاو وُو، 6 کله چې ما کره پئ ډېر تېر وُو، او ما کره تېل د نِهرونو په شان بهېدل. 7 کله چې زۀ د ښار دروازې ته تلم، او د جرګې په ځائ کښې به د عزتمندو مشرانو سره کښېناستم، 8 نو ځوانان به پاڅېدل او لا به ړل، او بوډاګان به اوچت شول او وبه درېدل، 9 مشران خلق به چپ شول، او په خپلو خُلو به يې لاسونه کېښودل. 10 د خانانو آوازونه به غلى شول، او د هغوئ د خولې نه به يوه خبره هم نۀ وتله. 11 هر چا به چې زما په حقله اورېدل نو هغوئ به زما صِفت کولو. چې هر چا به زۀ ليدلم نو هغوئ به زما ښۀ وئيل. 12 کله به چې غريبانانو څۀ غوښتل نو ما به يې مدد کولو، او د حاجتمندو يتيمانانو مرسته به مې کوله. 13 چې څوک به سخت غمژن وُو نو هغوئ به زما ښۀ وئيل، او زما په وجه به کونډو د خوشحالۍ سندرې وئيلې. 14 ما د صداقت هر يو کار کولو، اِنصاف او صداقت د يوې چُوغې او د پټکى په شان وو. 15 زۀ د ړندو دپاره سترګې وم، او د ګوډيانو دپاره پښې وم. 16 زۀ د ضرورتمندو د پلار په شان وم، او د مسافرو مرسته به مې کوله. 17 ما د ظالمانو ژامنې ماتې کړې، او د هغوئ نه مې مظلومان خلاص کړل. 18 زما خيال دا وو چې ډېر عُمر به ژوندے يم او په آرام سره به په کور کښې مړ شم. 19 زۀ د داسې ونې په شان وم چې جرړې يې اوبو ته رسېدلې وى او څانګې يې ټوله شپه په پرخه لامدې وى. 20 خلقو به هر وخت زما صِفت کولو او زما په مټو به لا هم زور زياتېدو. 21 هر چا به زما نصيحت اورېدو، او په خاموشۍ سره به زما د خبرې په انتظار کښې ناست وُو. 22 کله چې ما خبرې وکړې نو هغوئ بيا څۀ ونۀ وئيل، او زما خبرې په هغوئ لکه د شاتو لګېدې. 23 هغوئ زما د خبرو داسې اِنتظار کولو لکه چې د باران اِنتظار کوى، په هغوئ باندې زما خبرې د سپرلى د باران په شان لګېدې. 24 کله چې هغوئ بېحوصلې وُو نو ما د هغوئ ډاډګيرنه کوله، او زما په وجه د هغوئ حوصله مضبوطه شوه. 25 ما د مشر په شان هغوئ ته وښودل چې څۀ به کوى، زۀ د لښکر د بادشاه په شان د هغوئ سره اوسېدم، او غمژنو له مې تسلى ورکوله. |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society