ايُوب 28 - Pakistani Yousafzai Pashtoاتۀويشتم باب د عقل او حِکمت په حقله د حضرت ايُوب بيان 1 ”بېشکه چې د سپينو زرو يو کان وى، او د سرو زرو د صفا کولو دپاره يو ځائ وى. 2 اوسپنه د زمکې نه راويستلے شى، او د کاڼو نه ويلې شوې تانبه راوځى. 3 انسان په تيارۀ کښې رڼا ځلوى، او د دُنيا آخرى حد معلوموى، او د زمکې لاندې په تيارۀ کښې قيمتى کاڼى لټوى. 4 هغوئ د انسان د اوسېدو نه لرې په زمکه کښې سورنګونه جوړوى، هغوئ په کان کښې په پړو باندې کوزيږى او خېژى. 5 په دې زمکه پاس خوراک لوئيږى خو دا زمکه لاندې داسې ده لکه د اور. 6 د دې زمکې په کاڼو کښې نيلم شته، او د دې په خاوره کښې سرۀ زر پراتۀ دى. 7 د هغه خزانې لار يو ښکارى مارغۀ ته هم نۀ ده معلومه، او نۀ باز هغه ليدلې ده. 8 ځنګلى ځناورو په هغې باندې قدم نۀ دے اېښے، او زمرے په هغې باندې تېر شوے نۀ دے. 9 بنى آدم په سختو کاڼو کښې کار کوى، او د غرونو بېخونه اړَوى. 10 هغوئ په کاڼو کښې سورنګونه جوړوى، او هغوئ قيمتى کاڼى پېدا کوى. 11 هغوئ د دريابونو بېخونه لټوى، او هغوئ پټ څيزونه رڼا ته راوباسى. 12 خو هغوئ ته پته نشته چې حِکمت به چرته ملاويږى؟ او د پوهې ځائ چرته دے؟ 13 بنى آدم د دې د قيمت نه خبر نۀ دے، او دا په دې دُنيا کښې نۀ ملاويږى. 14 سمندر وائى چې دا په ما کښې نشته، او درياب وائى چې دا په ما کښې نشته. 15 نۀ دا په سپينو زرو اخستلے شى، او نۀ دا په سرو زرو اخستلے شى. 16 د اوفير سرۀ زر د دې قيمت نۀ شى پوره کولے، نۀ يې اونيکس کاڼى او نۀ يې نيلم کاڼى پوره کولے شى. 17 سرۀ زر او قيمتى کاڼى د حِکمت برابر نۀ شى کېدے، او نۀ دا د سوچه سرو زرو په کالو باندې بدلولے شى. 18 مرجان او بلور غمى هيڅ هم نۀ دى، د حِکمت قيمت د ملغلرو نه اوچت دے. 19 د ايتهوپيا طوپاز د دې برابر نۀ دے، او نۀ سوچه سرۀ زر د دې قيمت پوره کولے شى. 20 نو بيا حِکمت د کوم ځائ نه راځى؟ او د پوهې مقام چرته دے؟ 21 دا د ټول مخلوق د سترګو نه پناه دے، او د هوا د مارغانو نه پټ دے. 22 په عالمِ ارواح کښې صرف د دې افواه اورېدلے شوې ده. 23 صرف خُدائ پاک د حِکمت په طريقه پوهه دے، او هغۀ ته د دې د مقام پته ده. 24 ځکه چې هغه ټولې دُنيا ته ګورى، او هغه د آسمانونو لاندې هر يو څيز وينى. 25 کله چې هغۀ هوا ته طاقت ورکړو، او په وريځو کښې يې باران کېښودو، 26 کله چې هغۀ د باران دپاره اصُول مقرر کړل، او د تندر دپاره يې يوه لاره مقرره کړه، 27 بيا هغۀ حِکمت وليدو او د دې اندازه يې واخستله، هغۀ دا تيار کړو او ښۀ يې وکتلو. 28 او هغۀ بنيادمو ته وفرمائيل، چې د مالِک خُدائ نه يره کښې حِکمت دے، او بدعملى پرېښودل عقلمندى ده.“ |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society