Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

ايُوب 27 - Pakistani Yousafzai Pashto


اوويشتم باب د حضرت ايُوب آخرى بيان

1 ايُوب خپله خبره جارى وساتله،

2 ”زۀ په ژوندى خُدائ پاک قسم خورم، چا چې زما حقُونه اخستى دى، او هغه قادر خُدائ چا چې زما ژوند تريخ کړے دے،

3 چې ترڅو پورې زۀ ژوندے يم او چې د خُدائ پاک روح په ما کښې وى،

4 نو زما ژبه به غلطې خبرې ونۀ کړى، او زما ژبه به دروغ ونۀ وائى.

5 زۀ به هيڅکله دا ونۀ وايم چې تۀ په حقه يې، ترڅو پورې چې مړ شوے نۀ يم نو صداقت به ما کښې وى.

6 زۀ به دا دعوىٰ هيڅکله پرې نۀ ږدم چې زۀ بې‌ګناه يم، ځکه چې ټول عُمر زما ضمير صفا دے.

7 څوک چې زما مخالفت کوى يا ما سره جګړې کوى نو هغوئ ته دې د ګناهګارو او بدعملو په شان سزا مِلاو شى.

8 ځکه چې د خُدائ نه د منکرو خلقو اُميد به څۀ وى چې کله هغوئ د ژوند نه لاس ووينځى، کله چې خُدائ پاک د هغوئ نه ژوند واخلى؟

9 چې کله مصيبت په هغوئ باندې راشى نو خُدائ پاک به د هغوئ ژړا اورى څۀ؟

10 هغوئ به د قادر خُدائ سره خوشحاله شى څۀ؟ هغوئ به هر وخت خُدائ پاک ته آواز کولے شى څۀ؟

11 زۀ به تا ته د خُدائ پاک د طاقت په حقله ښودنه وکړم، څۀ چې د قادر خُدائ سره وى نو زۀ به هغه نۀ پټوم.

12 تاسو دا هر څۀ په خپله ليدلى دى، خو بيا هم تاسو ما ته دا فضول خبرې کوئ؟“

13 ”دا د خُدائ پاک سره د بدعمله کسانو برخه ده، او دا هغه ميراث دے چې ظالمانو ته د قادر خُدائ د طرف نه ملاويږى،

14 کۀ د هغوئ اولاد ډېر هم وى، خو د هغوئ بچى به په جنګ کښې او د لوږې نه مړۀ شى.

15 څوک چې پاتې وى نو هغوئ به په وبا مړۀ شى، او د هغوئ کونډې به هم په هغوئ باندې ژړا ونۀ کړى.

16 هغوئ سره سپين زر د خاورو نه زيات دى، او بې‌حسابه جامې ورسره دى،

17 هغوئ به دا رايوځائ کړى، خو نېکان به دا واغوندى، او بې‌ګناه کسان به سپين زر په خپلو کښې تقسيم کړى.

18 بدعمله کسان خپل کورونه د جالو په شان داسې کمزورى جوړوى، لکه چې څوکيداران څپر جوړوى.

19 هغوئ به د دولت سره څملى، خو چې سترګې وغړوى، نو مال به يې ختم وى.

20 يره د سېلاب په شان په هغوئ باندې غالبه شى، او د شپې طوفان يې يوسى.

21 د نمرخاتۀ طرف هوا هغوئ اوچت کړى او هغوئ ختم شى، او دا هوا يې په مخه يوسى.

22 دا په بې‌رحمۍ سره په هغوئ باندې راوغورزيږى، اګر چې هغوئ د تښتېدو پوره کوشش کوى.

23 هوا په هغوئ پسې داسې شور جوړوى لکه چې سړے په چا پورې خندا کوى.“

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan