ايُوب 24 - Pakistani Yousafzai Pashtoڅليريشتم باب د حضرت ايُوب په دُنيا کښې د ظلم شکايت کول 1 قادر خُدائ د عدالت دپاره وخت ولې نۀ مقرروى؟ او د خُدائ پاک منونکى دا ولې نۀ ګورى چې هغه د ګناهګارانو عدالت کوى؟ 2 بدعمله کسان د حد د پولې کاڼى لرې کوى، هغوئ څاروى پټ کړى او د خپلو رَمو سره يې څروى. 3 هغوئ د يتيم خر بوځى، او هغوئ د کونډې غوَيے په ضمانت کښې بوځى. 4 هغوئ ضرورتمند د سړک نه ديکه کوى، او غريبانان دې ته مجبوروى چې ځان پټ کړى. 5 غريبانان لکه د ځنګلى خرونو په شان په صحرا کښې خوراک لټوى، هغوئ د خپلو بچو دپاره په بل ځائ کښې خوراک نۀ شى پېدا کولے. 6 هغوئ پردے پټے رېبى او هغوئ د بدعمله خلقو د انګورو په باغونو کښې پاتې شوى انګور راټولوى. 7 په يخنۍ کښې هغوئ ټوله شپه بربنډ پراتۀ وى، او په ځان اچولو دپاره ورسره هيڅ هم نۀ وى. 8 هغوئ په غرونو کښې په بارانونو سره لامدۀ وى، او په کاڼو کښې پناه اخلى. 9 بدعمله خلق د کونډې ماشوم د تى نه په زور لرې کوى، او د غريب ماشوم په ضمانت کښې يوسى. 10 غريبانان د جامو نه بغېر بربنډ ګرځى، او په نهَرو کولمو د خلقو رېبلے شوى ګېډى اوړى، 11 د زيتُونو د ونو نه تېل وباسى خو د څَکلو اجازت ورته نۀ وى، هغوئ انګور نچوړوى خو په خپله تږى وى. 12 چې څوک مرى د هغوئ فريادونه په ښار کښې اورېدے شى، او مالدار خلق چې غريبانانو سره کوم ظلم زياتے کوى نو خُدائ پاک ورته هيڅ توجو نۀ ورکوى. 13 هلته هغه څوک دى کوم چې د رڼا خِلاف بغاوت کوى، او هغوئ د دې روښانه لارې نه خبر نۀ دى نو ځکه هغوئ بېلارې شى. 14 قاتِل سحر وختى راپاڅى چې غريب او ضرورتمند ووژنى، او په تيارۀ کښې غلا کوى. 15 زناکار هم د تيارې په اِنتظار کښې وى، خيال يې دا وى چې د هيچا به په ما باندې نظر نۀ وى، او هغه مخ پټوى چې څوک مې ونۀ پېژنى. 16 د شپې په وخت کښې غلۀ د کورونو کنډرې کوى، او د ورځې خوبونه کوى، او رڼا ته نۀ راوځى. 17 ځکه چې توره شپه د هغوئ دپاره سحر دے، او هغوئ د تورې تيارې د يرې سره عادت دى. 18 هغوئ د اوبو په سر د زګ په شان فانى وى، د هغوئ په زمکه لعنت وئيلے شوے دے نو په دې وجه خلق د انګورو باغونو ته نۀ ځى. 19 قبر ګناه ګار داسې غېبوى لکه چې اوچ کالى او ګرمى واوره غېبوى. 20 د هغوئ خپله مور به هغوئ هېر کړى، او چينجو ته به هغوئ خواږۀ ښکاره شى، او نور به څوک هغوئ نۀ يادوى، نو بدعمله خلق داسې راپرېوځى لکه چې په طوفان کښې ونه راپرېوځى. 21 هغوئ د بېاولاده مور سره ټګى کوى، او د کونډې سره ښۀ نۀ کوى. 22 خو خُدائ پاک طاقتور خلق د خپل قوت سره برباد کړى، کېدے شى چې هغوئ د لږ وخت دپاره کامياب شى خو د هغوئ ژوند څۀ اعتبارى نۀ وى. 23 کېدے شى چې هغه ورله امن ورکړى چې په حِفاظت سره ژوند تېروى، خو هغوئ د خُدائ پاک د نظر لاندې وى. 24 د لږ وخت دپاره بدعمله مالداره وى، خو هغوئ بيا د واښو په شان اوچ شى، هغوئ د فصل د سرونو په شان پرې کړے شى. 25 کۀ داسې نۀ وى نو څوک به ما دروغژن ثابت کړى، او چې ښکاره کړى چې زۀ څۀ وايم نو هغه تشې خبرې دى؟“ |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society