Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

ايُوب 23 - Pakistani Yousafzai Pashto


درويشتم باب د حضرت ايُوب جواب

1 بيا ايُوب جواب ورکړو،

2 ”زما شکايت په دې وخت کښې هم سخت دے، زۀ سلګۍ وهم او خُدائ پاک بيا هم ما له سزا راکوى.

3 کاش چې ما هغه موندلے شوے، نو زۀ به د هغۀ دربار ته تلے وم.

4 زۀ به خپله مسئله هغۀ ته وړاندې کړم، او د هغۀ په حضور کښې به ټول عرضونه پېش کړم.

5 چې هغه ما له څۀ جواب راکوى نو زۀ به ورته غوږ ونيسم، او چې څۀ راته وائى په هغې باندې به ځان پوهه کړم.

6 د دومره لوئ طاقت سره به هغه زما مخالفت کوى څۀ؟ خو نه داسې نۀ ده، هغه به زما خبره په توجو سره واورى.

7 يو نېک سړے د هغۀ سره د خبرو کولو حق لرى، او زما قاضى خُدائ پاک به مې د تل دپاره بې‌ګناه وګرځوى.

8 ګوره چې زۀ مخکښې ورشم نو هلته هم نۀ وى او کۀ شاته لاړ شم نو هلته هم نۀ وى،

9 نۀ يې په ښى طرف موندے شم او نۀ يې په ګس طرف موندے شم.

10 خو هغۀ ته د هغې لارې پته ده چې کومه ما اختيار کړې ده، او کله چې هغه ما وآزمائى نو زۀ به د سرو زرو په شان صفا يم.

11 زۀ د هغۀ په نقشِ قدم روان وم، او زۀ هيڅکله د هغۀ د لارې نه نۀ يم اوړېدلے.

12 زۀ تل د هغۀ په حُکمونو عمل کوم، ما د هغۀ کلام د خپل ضرورى خوراک نه هم زيات قيمتى ګڼلے دے.

13 خو هغه بدلېدونکے نۀ دے، نو د هغۀ فېصله څوک بدلولے شى؟ چې د هغۀ څۀ رضا وى نو هم هغه کوى.

14 هغه چې زما دپاره کومه منصوبه لرى نو هغه به پوره کوى، او هغه زما دپاره ډيرې منصوبې لرى.

15 نو په دې وجه زۀ د هغۀ په حضور کښې يرېږم، کله چې زۀ په دې سوچ کوم نو په يره کښې راګېر شم.

16 خُدائ پاک زۀ بې‌زړۀ کړے يم، او قادر خُدائ زۀ يرولے يم،

17 خو زۀ په تيارۀ کښې راګېر يم، او تکه توره تيارۀ زما نه راتاو ده.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan