Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

ايُوب 21 - Pakistani Yousafzai Pashto


يويشتم باب د حضرت ايُوب جواب

1 بيا ايُوب جواب ورکړو،

2 ”زما خبرې په غور سره واورئ، او دا دې تاسو له تسلى درکړى.

3 ما پرېږدئ چې خبرې وکړم، او چې خبرې ختمې کړم نو بيا تاسو داړې چينګولے شئ.

4 زما شکايت د خُدائ پاک نه دے د انسانانو نه نۀ دے. او د دې بې‌صبرۍ ما سره ښۀ سبب شته.

5 ما ته وګورئ او حېران شئ، او ګوته په خولۀ کښې ونيسئ.

6 کله چې زۀ په دې سوچ وکړم نو خفه شم، او زما په بدن لړزان راشى.

7 بدعمله خلق ولې ژوندى وى، او پوخ عُمر ته ورسيږى او طاقتور شى؟

8 د هغوئ بچى د هغوئ په وړاندې ودان شى، او د هغوئ نمسى د هغوئ په موجودګۍ کښې آباد شى.

9 د هغوئ کورونه د يرې نه بچ وى، او خُدائ پاک هغوئ له سزا نۀ ورکوى.

10 د هغوئ غوَيے په مال کولو کښې هيڅکله نۀ ناکامه کيږى، د هغوئ غوا بچى راوړى او يو هم نۀ ضائع کوى.

11 د هغوئ ماشومان د رَمو په شان ګرځى، او د هغوئ بچى د خوشحالۍ نه ګډيږى.

12 هغوئ د تمبل او د رباب سره سندرې وائى، او د شپېلۍ د آواز سره خوشحالى کوى.

13 هغوئ په مالدارۍ کښې وخت تېروى، او په خېر سره قبر ته ځى.

14 هغوئ خُدائ پاک ته وائى چې مونږ پرېږده. زمونږ زړۀ نۀ غواړى چې ستا تابعدارى وکړُو.

15 قادر خُدائ څوک دے، چې مونږ د هغۀ خِدمت وکړُو؟ او مونږ ته به څۀ فائده راورسيږى چې مونږ هغۀ ته سوال وکړُو؟

16 خو هغوئ په خپل محنت سره نۀ دى مالداره شوى، د بدعمله کسانو مشوره ما ته منظوره نۀ ده.

17 د بدعمله خلقو ډيوه څو ځلې مړه کړے شوې وه؟ او څو ځلې په هغوئ باندې تباهى راغلې وه. خُدائ پاک څو ځلې په خپله غصه کښې سزا ورکوى؟

18 هغوئ څو ځلې د هوا په مخکښې د خسڼى په شان شول، او څو ځلې د بوسو په شان طوفان يوړل؟

19 تۀ وائې چې، خُدائ پاک د هغوئ په وجه د هغوئ بچو له سزا ورکوى. نو دا سزا دې هم هغوئ له ورکړے شى، چې پته ورته ولګى.

20 هغوئ دې په خپلو سترګو خپله تباهى وګورى، او د قادر خُدائ غصه دې تېره کړى.

21 دا ځکه چې کله هغوئ مړۀ شى نو دا فکر به ورسره نۀ وى چې په خاندان يې څۀ کيږى.

22 څوک خُدائ پاک ته ښودنه کولے شى، هغه خُدائ پاک ته چې د غټو مرتبو لرونکو خلقو هم عدالت کوى؟

23 څوک چې ښۀ په مالدارۍ کښې مړ شى، هغه په آرام او حِفاظت کښې وى،

24 هغوئ ښۀ صحتمند وى، او ښۀ غټ او تکړه وى.

25 بل کس په سخته غريبۍ کښې مړ شى، او هيڅکله يې ښۀ ورځ نۀ وى ليدلې.

26 هغوئ ټول يو شان مرى او په خاورو کښې ښخيږى، او هغوئ ټول د چينجو خوراک شى.

27 ګوره، ما ته ستا د سوچونو پته ده، او ما ته زما خِلاف ستا د منصوبو پته ده.

28 تۀ به ما ته د مالدارو او بدعمله خلقو په حقله ووائى، د چا کورونه چې د هغوئ د ګناهونو په وجه تباه شوى دى.

29 خو تاسو هلته د موجودو خلقو نه تپوس ونۀ کړو، او د هغوئ ګواهى مو ونۀ منله.

30 چې بدعمله کسان د مصيبت په وخت کښې خلاص شى، او د قهر په ورځ بچ کيږى.

31 څوک شته چې مخامخ ورباندې تنقيد وکړى، او چې د خپل عمل بدله ورکړى؟

32 کله چې هغوئ قبرستان ته يوړلے شى، نو خلق به د هغوئ د قبر خيال ساتى.

33 زرګونه کسان د هغوئ په جنازه کښې شريک شى، او د عزت سره خاورو ته وسپارلے شى.

34 نو بيا به تۀ ما له په تشو خبرو باندې څنګه تسلى راکړې؟ ستا هر يو جواب د دروغو نه ډک دے.“

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan