ايُوب 19 - Pakistani Yousafzai Pashtoنولسم باب د حضرت ايُوب جواب 1 بيا ايُوب جواب ورکړو، 2 ”تۀ به تر کومې پورې ما له تکليف راکوې، او په خپلو خبرو به زما زړۀ غوڅوې؟ 3 تا لس ځلې زما بېعزتى کړې ده، تۀ چې ما له کوم تکليف راکوې په هغې تۀ شرمېږې نۀ څۀ؟ 4 او کۀ دا رښتيا هم وى چې ما غلطى کړې ده، نو ستا په کښې څۀ کار دے؟ 5 تۀ په خپل نظر کښې زما نه لوئ يې، زما تکليف د ګناه د ثبوت دپاره استعمالوې. 6 نو بيا پوهه شه چې خُدائ پاک زۀ په غلطه کړے يم، او زما نه ګېرچاپېره يې جال خور کړے دے. 7 ګوره، زۀ د فرياد چغې هم وهم، خو څوک ما له جواب نۀ شى راکولے، زۀ په زوره زوره چغې وهم، خو اِنصاف نشته. 8 خُدائ پاک زما لارې بندې کړې دى او زۀ خوځېدے نۀ شم، او هغۀ زما په لار کښې تيارې جوړې کړې دى. 9 هغۀ زما نه عزت اخستے دے، او زما د سر نه يې تاج اخوا کړے دے. 10 هغه د هر طرف نه ما راغورزوى او زۀ ختم يم، هغۀ د ونې په شان زما د اُميد جرړې راويستلې دى. 11 هغه زما خِلاف سخت غصه شوے دے، او هغه مې خپل دشمن ګڼى. 12 د هغۀ فوجيان راغونډ شوى دى، هغوئ په ما باندې حملې دپاره لارې تيارې کړې دى. او زما د خېمې نه ګېرچاپېره يې خېمې لګولې دى. 13 زما خپلوان ما نه ځان لرې ساتى، او زما دوستان زما خلاف شوى دى. 14 زما خپلوانو او زما نزدې دوستانو زۀ پرېښے او هېر کړے يم، 15 زما په کور کښې مېلمنو زۀ هېر کړے يم، زما وينځې ما پردے سړے ګڼى، زۀ د هغوئ په نظر کښې يو مسافر يم. 16 زۀ چې خپل نوکر راوغواړم نو هغه ما له نۀ راځى، زۀ هغۀ ته سوال زارى کوم. 17 زما د خولې بوئ هم زما په ښځه باندې بد لګى، زما خپل خاندان زما نه نفرت کوى. 18 واړۀ ماشومان هم ما ته سپک ګورى، کله چې زۀ هغوئ سره خبرې کول غواړم نو هغوئ ما ته شا کړى. 19 زما نزدې ملګرى زما نه نفرت کوى، او چې د چا سره ما مينه کوله نو هغوئ زما نه مخ اړولے دے. 20 په ما کښې صرف هډوکى او څرمن پاتې دى او ډېر په مشکله د مرګ نه تښتېدلے يم. 21 اے زما دوستانو، په ما باندې رحم وکړئ، په ما باندې رحم وکړئ، ځکه چې د خُدائ پاک ګزار زۀ وهلے يم. 22 تاسو د خُدائ پاک په شان ولې ما پسې يئ، تاسو زۀ ښۀ نۀ يم کړولے څۀ؟ 23 کاش چې زما خبرې ليکلے شوے وے، کاش چې زما خبرې په يو کِتاب کښې بيان شوے وے. 24 کاش چې د اوسپنې او د پيتلو د قلم سره دا خبرې په يو ګټ باندې د تل دپاره نقش شوے وے. 25 زما يقين دے چې زما خلاصونکے ژوندے دے، او چې په آخر کښې به هغه د زمکې دپاسه ودريږى، 26 او چې کله زما څرمن بلکل ختمه شى، نو بيا به زۀ په خپلو سترګو خُدائ پاک ووينم، 27 زۀ به هغه په خپله وګورم، او زۀ به هغه په خپلو سترګو ووينم. ما سره صرف هم دغه فکر دے. 28 ستا حق نۀ جوړيږى چې ما له تکليف راکوې، او وائې چې دا ستا خپله غلطى ده. 29 د سزا نه پخپله يرېږه ځکه چې ستا رويه د سزا لائقه ده، او بيا به تا ته پته ولګى چې حساب کِتاب شته.“ |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society