ايُوب 18 - Pakistani Yousafzai Pashtoاتلسم باب د بِلداد وېنا 1 بيا شوحى بِلداد جواب ورکړو، 2 ”تر کومې پورې به تۀ خبرې کوې؟ د مطلب خبره کوه، نو بيا به مونږ خبرې وکړُو. 3 مونږ په ځناورو کښې ولې شمېرلے شُو؟ مونږ ستاسو په نظر کښې ولې کم عقلان يُو؟ 4 تۀ په غصه کښې هسې خپل ځان سوزوې، ستا دپاره دې دُنيا پرېښودلے شى څۀ، يا غرونه دې ستا دپاره د خپل ځائ نه لرې کړے شى څۀ؟ 5 په حقيقت کښې د بدعمله خلقو ډيوه ختمه کړے شوې ده، او بيا به د هغې شُغلې بلې نۀ شى. 6 د هغوئ په خېمه کښې رڼا په تيارۀ بدله شوې ده، او د هغوئ دپاسه ډيوه مړه کړے شوې ده. 7 د هغوئ مضبوط قدمونه خطا شوى دى، او د هغوئ خپلو منصوبو هغوئ ناکامه کړى دى. 8 ځکه چې هغوئ په يو جال کښې انښتى دى، او هغوئ په يوه کنده کښې پرېوځى. 9 د هغوئ پونده په دام کښې ګېريږى، او هغه يې کلک ونيسى. 10 يو جال په زمکه کښې پټ دے، او د هغوئ په لاره کښې يو دام پټ دے. 11 هغوئ د هر طرف نه يريږى، او چې چرته هم ځى نو يره ورپسې وى. 12 د هغوئ طاقت د لوږې په وجه ختم شوے دے، او تباهى د هغوئ د غلطۍ په انتظار کښې ده. 13 بيمارى د هغوئ څرمن خورى، او مرګ د هغوئ اندامونه خورى. 14 چې په کومو خېمو کښې هغوئ په حِفاظت کښې وُو نو هغوئ ويستلے شوى دى، او هغوئ د دهشت بادشاه ته راوستلے شوى دى. 15 د هغوئ په خېمو کښې هيڅ څوک هم پاتې نۀ دى، او د هغوئ د کورونو دپاسه د ګوګړو باران دے. 16 د هغوئ جرړې لاندې اوچې شوې دى، او د هغوئ څانګې پاس مړاوې شوې دى. 17 د هغوئ نوم به د زمکې نه ختم شى، او په لارو کوڅو کښې به د هغوئ ذکر نۀ کيږى. 18 هغوئ د رڼا نه تيارې ته ديکه کړے شوى دى، او د دُنيا نه شړلے شوى دى. 19 د هغوئ اولاد نشته، او د هغوئ د خاندان يو کس هم ژوندے پاتې شوے نۀ دے. 20 د نمرخاتۀ طرف نه واخله تر نمرپرېواتۀ پورې چې څوک هم د هغوئ د اَنجام نه خبريږى، نو د يرې نه لړزيږى. 21 دوئ به وائى چې دا د بدعمله خلقو کور دے، د هغه چا څوک چې د خُدائ پاک نه منکر وى.“ |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society