ايُوب 17 - Pakistani Yousafzai Pashtoاوولسم باب د حضرت ايُوب د خپل آرام دپاره دُعا کول 1 زما زور ختم شوے دے او زما ورځې لنډې شوې دى، او قبر زما دپاره تيار دے. 2 زما نه ګېرچاپېره مسخرې کوونکى راتاو دى، او زۀ ګورم چې هغوئ ما ته سپکې خبرې کوى. 3 اے خُدايه پاکه، تۀ زما ضمانت وکړه، ځکه چې بل هيڅ څوک به زما ذمه وارى وانۀ خلى. 4 ځکه چې تا د هغوئ په ذهنونو باندې پړدې لګولې دى، هغوئ مۀ پرېږده چې په ما غالب شى. 5 څوک چې د خپلې فائدې دپاره دوستان دوکه کوى، نو د هغوئ د اولاد سترګې به ړندې شى. 6 خُدائ پاک زۀ د خلقو دپاره د خندا کړے يم، هغوئ زما په مخ باندې توکاڼى توکى. 7 د غم په وجه زما سترګې سرې شوې دى، او زما بدن اوچ کلک شوے دے. 8 کله چې نېکان خلق ما وګورى نو په لړزان شى، او بېګناه خلق د خُدائ پاک نه د منکرو خلقو مخالفت کوى. 9 خو صادقان د خپلې لارې نه نۀ اوړى، چې صادقان ورځ په ورځ نور هم تکړه کيږى. 10 اوس تاسو ټول چرته ما ته څۀ سمه خبره وکړئ، خو بيا به هم په تاسو کښې يو هوښيار کس پېدا نۀ کړم. 11 زما دوران تېر شو او زما منصوبې ناکامه شوې، زما نه زما اُميدونه ختم شول. 12 هغوئ د شپې نه ورځ جوړوى، او رڼا ته تيارۀ وائى. 13 زۀ د مرګ په طمع يم، او زۀ به تل په تيارۀ کښې پروت يم، 14 کۀ زۀ قبر ته ووايم چې تۀ زما پلار يې، او چينجو ته ووايم چې تاسو زما مور يا خور يئ، 15 نو بيا زما اُميد چرته دے؟ او دا چا ته ښکارى؟ 16 نو زما ټول اُميدونه به په قبر کښې فنا شى؟ او زما ټول ارمانونه به خاورې شى څۀ؟“ |
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.
اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز
This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:
Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,
Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.
Used by permission. All rights reserved.
Pakistan Bible Society