Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

ايُوب 16 - Pakistani Yousafzai Pashto


شپاړسم باب د حضرت ايُوب جواب

1 بيا ايُوب جواب ورکړو،

2 ”زۀ د دې څيزونو نه پخوا خبر يم، او ستاسو خبرې ما له تسلى نۀ راکوى.

3 ستاسو د هوائى خبرو څۀ حد نشته څۀ؟ يا په څۀ وجه باندې تاسو خبرې نۀ بندوئ؟

4 کۀ تاسو زما په ځائ وئ نو هم ما ستاسو خِلاف لوئې لوئې خبرې جوړولے شوې، او ستاسو سپکاوے به مې کړے وے.

5 خو کۀ دا زۀ وے، نو ما به ستاسو حوصله افزائى کړے وے. او ما به دا کوشش کړے وے چې ستاسو غم لرې کړم.

6 خو کۀ زۀ د خپل ځان صفائى پېش کوم نو زۀ به په تکليف کښې کېږم، خو کۀ زۀ خبرې نۀ کوم نو ما ته بيا هم ډېر تکليف رارسيږى.

7 اے خُدايه پاکه، زۀ اوس تا ډېر ستومانه کړے يم، تا زما مکمل خاندان تباه کړے دے.

8 تا زۀ ګېر کړے يم، او دا زما خِلاف يو ثبوت دے، چې زۀ اوچ کلک او کمزورے شوے يم، او دا زما خِلاف ګواهى ورکوى.

9 هغۀ د خپلې غصې په وجه زۀ خراب کړے يم او زما نه نفرت کوى، هغۀ ما ته خپل غاښونه چيچلى دى، زما دشمن د هغۀ سترګې زما خِلاف برندوى.

10 خلق ما پورې خندا کوى، هغوئ په مسخرو کښې ما په مخ باندې وهى او زما خِلاف يې اتفاق کړے دے.

11 خُدائ پاک ما د خُدائ نه منکرو خلقو له ورکوى، او د بدعمله خلقو لاسونو ته مې حواله کوى.

12 زۀ صحيح سلامت وم او هغۀ زۀ دوه ټوټې کړم، هغۀ زۀ د څټ نه ونيولم او ټوټې ټوټې يې کړم، هغۀ زۀ د خپلې نښې په توګه ودرولم.

13 د هغۀ غشى ويشتونکى زما نه تاو شول. هغۀ زما ګردې راوويستلې او په ما يې هيڅ رحم ونۀ کړو، هغۀ زما تريخے په زمکه بهر وغورزولو.

14 هغۀ زۀ بيا مات رامات کړم، هغۀ د يو جنګيالى په شان په ما باندې رامنډه کړه.

15 ما د ځان دپاره د ټاټ جامې ګنډلې دى، او هغۀ زۀ د خاورې په شان مېده کړے يم.

16 زما سترګې د ژړا نه سرې دى، او زما د سترګو ليمۀ تور شول.

17 اګر چې ما هيڅ ظلم زياتے نۀ دے کړے، او زما په دُعا کښې خلوص دے.

18 اے زمکې، زما وينه مۀ پټوه، او زما د اِنصاف فرياد دې څوک نۀ ختموى.

19 خو بيا هم په آسمان کښې داسې ذات شته چې هغه زما مل دے او هغه به بې‌شکه ووائى چې زۀ په حقه يم.

20 زما مينځګړے زما دوست دے او زما سترګې خُدائ پاک ته اوښکې تويوى.

21 او زما دوست زما دپاره خُدائ پاک سره بحث کوى لکه څنګه چې يو سړے د خپل دوست دپاره مِنت زارى کوى.

22 صِرف يو څو کاله به پاتې وى چې زۀ به په هغه سفر باندې روان شم چې د هغې نه واپس کېدل نشته.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan