Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

ايُوب 14 - Pakistani Yousafzai Pashto


څوارلسم باب

1 يو فانى انسان، د مور د خېټې نه پېدا، د يو څو ورځو مېلمه او د تکليفونو نه ډک،

2 د يو ګل په شان راوټوکيږى او مړاوے شى، هغه د سورى په شان منډه وهى زر زر ختميږى.

3 تۀ په يو کمزورى مخلوق باندې نظر ساتې؟ او تۀ ما سره عدالت کوې؟

4 د يو ناپاک څيز نه څوک پاک څيز راويستلے شى؟ دا کار هيڅ څوک هم نۀ شى کولے.

5 ځکه چې د هغوئ د عُمر حد مقرر دے، او د هغوئ د مياشتو شمېر تا ته معلوم دے، او دا تا مقررې کړې دى او دا نۀ شى بدلېدلے،

6 نو مونږ پرېږده چې آرام وکړُو. مونږ د مزدورانو په شان يُو او مونږ پرېږده چې خپل کار په خېر ختم کړُو.

7 کۀ يوه ونه هم راوغورزولے شى، نو امکان شته دا به بيا راوشى، او د دې شنۀ کېدل به نۀ ختميږى.

8 اګر چې د دې جرړې په زمکه کښې زړيږى، او د دې مونډ په زمکه کښې ورَستيږى،

9 خو يو څاڅکى اوبو سره به دا بيا را شنه شى، او د يوې نوې ونې په شان به دا بيا څانګې ونيسى.

10 خو چې انسان مړ شى نو طاقت يې ختم شى، چې انسان ساه ورکړى نو بيا چرته وى؟

11 لکه څنګه چې د يو ډنډ اوبۀ کميږى، او په سيند کښې اوبۀ اوچيږى،

12 نو انسان په قبر کښې څملى او بيا نۀ راپاڅى، چې ترڅو پورې آسمانونه ختم شوى نۀ وى، نو هغوئ به د خپل خوب نه نۀ راپاڅى.

13 کاش، چې تا زۀ په قبر کښې پټ کړے وے، او چې تر هغې پورې دې زۀ فنا کړے وے چې ستا غصه تېره شوے وے، او يا دې يو وخت مقرر کړے وے چې زۀ دې راپه ياد شوے وے.

14 چې انسان ختم شى، نو هغه بيا ژوندے کېدے شى څۀ؟ زۀ به زما د سخت محنت په دې ټولو ورځو کښې اِنتظار کوم تر هغې پورې چې زما تکليف ختم شى.

15 تۀ به ما ته آواز وکړې او زۀ به جواب درکړم، تۀ به د هغه مخلوق ارمان وکړې چې تا پېدا کړى دى.

16 بيا به تۀ زما په هر قدم باندې نظر ساتې، خو زما د ګناهونو حساب به نۀ کوې.

17 زما ګناهونه به په يوه بوجۍ کښې بند شوې وى، او تۀ به زما ټولې غلطيانې پټې کړې.

18 خو غر راوغورزيږى او ټوټې ټوټې شى، او غټ غټ کاڼى د خپل ځائ نه وخوځيږى،

19 اوبۀ کاڼى مږى، او سېلاب د زمکې خاوره اوړى، نو داسې تۀ د انسان اُميد تباه کوې.

20 تۀ په هغوئ باندې تل غالب يې او هغوئ ختميږى، تۀ د هغوئ شکلونه بدلوې او د مرګ په طرف يې بوځې.

21 کۀ د هغۀ بچو ته عزت مِلاو شى، نو هغۀ ته پته نۀ لګى، او کۀ د هغۀ د بچو سپکاوے وشى نو هم هغۀ ته پته نۀ لګى.

22 هغۀ ته صِرف د خپل بدن درد محسوسيږى، او هغه صرف په خپل غم کښې آخته وى.“

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan