Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -

ايُوب 13 - Pakistani Yousafzai Pashto


ديارلسم باب

1 ګوره، زما سترګو دا هر څۀ ليدلى دى، او زما غوږُونو دا اورېدلى دى او پوهه شوے يم.

2 چې تا ته د څۀ پته ده نو ما ته هم د هغې پته ده، زۀ تا نه څۀ کم نۀ يم.

3 خو زۀ به د قادر خُدائ سره خبره وکړم، او زۀ غواړم چې هغۀ ته خپل ځان بې‌ګناه ثابت کړم.

4 د حقيقت پټولو دپاره تاسو دروغ وايئ، او تاسو د بې‌کاره طبيبانو په شان يئ.

5 مړه کۀ تاسو خولې بندې کړئ، نو دا به ستاسو عقلمندى وى.

6 اوس تاسو زما بحث واورئ، او زما زارۍ واورئ.

7 تاسو هغه څۀ وايئ څۀ چې خُدائ پاک نۀ دى وئيلى، او تاسو د هغۀ د خاطره د دوکې خبرې کوئ څۀ؟

8 تاسو به د هغۀ طرفدارى کوئ څۀ، تاسو به د خُدائ پاک صفائى کوئ څۀ؟

9 دا به ستاسو دپاره ښۀ وى څۀ چې هغه ستاسو آزمېښت وکړى؟ يا تاسو هغه داسې دوکه کولے شئ، لکه چې تاسو نور کسان دوکه کوئ؟

10 هغه به بې‌شکه تاسو ورَټى کۀ تاسو په پټه طرفدارى وکړئ.

11 د هغۀ د شان نه به تاسو يرېږئ نه څۀ، او د هغۀ يره به په تاسو باندې غالبه نۀ شى؟

12 ستاسو قيصې او متلونه د ايرو په شان بې‌کاره دى، او ستاسو خبرې د خټې د لوښو په شان کچه دى.

13 تاسو غلى شئ او ما له د خبرو کولو موقع راکړئ، نو چې څۀ کيږى هغه دې په ما وشى.

14 زۀ به خپل ژوند په خطره کښې واچوم، او د خپل زړۀ خبره به وکړم.

15 کۀ هغه ما وژنى هم خو زۀ به په هغۀ توکل کوم، او زۀ به د هغۀ په مخکښې خپله دفاع کوم.

16 او داسې به زۀ بچ شم ځکه چې زۀ څۀ کافر خو نۀ يم کۀ زۀ وم نو بيا به زۀ د هغۀ په مخکښې نۀ شوم ودرېدے.

17 زما خبره په غور سره واورئ، او تاسو ما ته غوږ ونيسئ.

18 ګورئ، ما د خپلې خبرې تيارے کړے دے، ما ته پته ده چې زۀ به بې‌ګناه ثابت شم.

19 څوک ما سره په دې باندې بحث کولے شى؟ کۀ څوک ما غلط ثابت کړى نو زۀ به خاموش شم او مړ به شم.


د حضرت ايُوب خفګان

20 اے خُدايه، ما له صِرف دوه څيزونه راکړه، نو بيا به زۀ خپل ځان ستا نه نۀ پټوم.

21 خپله سزا زما نه لرې کړه، او په خپله يره باندې ما مۀ يروه.

22 بيا ما ته آواز وکړه او زۀ به جواب درکړم، يا ما له اجازت راکړه چې خبرې وکړم او تۀ ما له د هغې جواب راکړه.

23 زما غلطيانې او زما ګناهونه څومره دى؟ ما ته زما بغاوت او زما ګناه وښايه.

24 تۀ خپل مخ ولې پټوې، او تۀ ما خپل دشمن ولې ګڼې؟

25 زۀ خو هيڅ هم نۀ يم، نو تۀ ما ولې يروې؟ زۀ خو داسې يم لکه چې په هوا کښې پاڼې خوَزى دوړې الوځى.

26 ځکه چې تۀ زما خِلاف ترخې خبرې ليکې، او تۀ ما له د ځوانۍ د ګناه سزا راکوې.

27 تۀ زما پښې په زولنو کښې تړې، او تۀ زما په ټول چال چلن نظر ساتې، او زما د پښو چاپونه هم معلوموې.

28 زۀ د سخا څيزونو په شان خراب شوے يم، د هغه جامو په شان چې چينجو خوړلې وى.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019.

اشاعت کوونکی: پاکستان بايبل سوسايټيز

This Bible text may be quoted in any form (written, visual, electronic or audio) up to and inclusive of five hundred (500) verses without express written permission of the publisher, provided the verses quoted do not amount to a complete book of the Bible nor do the verses quoted account for 25% of the total text of the work in which they are quoted. Notice of copyright must appear on the copyright page of the work as follows:

Scripture taken from the Holy Bible in Pakistani (Yousafzai) Pashto,

Copyright © 2019 The Pakistan Bible Society.

Used by permission. All rights reserved.

Pakistan Bible Society
Lean sinn:



Sanasan